کور / تازه خبرونه / لغمان:د ملي اردو سرتيري امريکايان وويشتل

لغمان:د ملي اردو سرتيري امريکايان وويشتل

د طالبانو مطبوعاتي دفتر د خبر له مخي يو افغان پر امريکايي پوځيانو د پيکا خوله ور واړول او ۶ امريکايي افسران او سرتيري يې ووژل .
په دې اړه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي د ذبيح الله مجاهد له خولې ليکل سوي چي نن سهار ۷ بجې د لغمان مرکز مربوط علی خيلو سیمه کې په امريکايی او داخلي ګډ مرکز کې دننه يو افغان عسکر عبدالصمد چې دکونړ ولایت اوسیدونکی وو په امريکايانو وسلوال برید ترسره کړ چې له امله يي ۶ امريکايي افسران او عسکر قتل او ۳ نور ټپيان شول.
د يادوني وړ ده چي د ناټو ، ايتلافي ځواکونو او دفاع وزارت مطبوعاتي څانګو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی .