په لوګرکې امريکايانو دمجاهدينو اجساد وروسته له تر وژل کېدو وروسته په باروتو انفجار کړل ، دا خبره ذبيح الله مجاهد نن رسنيو ته وکړه .
طالب وياند وايي بيګاشپه دلوګر مرکز مربوط دادو خيلو سیمه کې امريکايي عسکرو د طالبانو پر يوه مرکز دهوا له لارې بمبار وکړ چې له امله ۴ طالبان ووژل سول چي وروسته امريکايي پياده عسکر په سيمه کې پلي شول او یاد مرکز ته يې ځانونه ورسول ، له رسيدوسره سم يې د څلورو وژل شوو مجاهدينو اجساد سره راټول او بيا يي منفجره مواد ورته لاندې کړل چې له امله يې اجساد بيا په باروتو سره ټوټي ټوټي کړل ، ترڅو اجساد خراب او له پيژندګلو ووزي.
طالبانو د امريکايانو دغه يو بزدلانه عمل ګڼلی دی، په سختو تورو يې غندلی او ددوی تر وتلو مخکي يې د غچ اخستلو ګواښ کړی دی .
د ناټو ، ايتلافي ځواکونو يا دفاع وزارت مطبوعاتي څانګو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه