پېښور:دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې ترسره شوې ريموټ کنټرول بم چاؤدنه کې دايف سي ددريوؤ عسکرو پشمول پينځه کسان ژوبل شوي دي.چارواکې وائي دپيښور په حيات اباد سيمه کې دغه چاؤدنه هاغه مهال ترسره شوې کله چې دفرنټئير کور ميجر افتاب خپل ګاډي کې دحيات اباد څخه قلعه بالاحصار ته روان ؤ چې ديو جوړيدونکي پل سره نزدې پرې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه.په دغه چاؤدنه کې دميجر افتاب پشمول پينځه کسان ژوبل شوي دي.دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې تر لرې لرې واوريدل شو، دچاؤدنې له امله دنزدې ودانو شيشې هم ماتې شوې او دايف سي ګاډي ته پکې جزوي زيان رسيدلى.دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو په سمدستي ډول ټوله سيمه پخپله ولقه کې واخسته.ژوبل کسان دعلاج لپاره دحيات اباد روغتون ته رسول شوي او دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو دډلې وينا ده چاؤدنه کې تر دريوؤ کلو ګرامو پورې بارودي مواد کارول شوي وؤ.