کور / سياسي / اپوزسیون که د خپلو ګټو یاران

اپوزسیون که د خپلو ګټو یاران

په ولسواکه ټولنو کې ګوندونه یومهم اصل ګڼل کیږي او بې له دې څخه د دیموکراسۍ وده سمه پرمخ نه ځي زموږ هیواد هم یو دیموکراتیک نظام لري چې له مخې یې دیموکراتیکو ارزښتونو ته اجازه ورکړل شوې ده خو دغه ارزښتونو ته ډیر درناوی نه کیږی او هم یې د تمثیل او دفاع لپاره مناسب نهادونه او سازمانونه منځته نه دي راغلي.

د ګوندونو عمده هدف د واک تر لاسه کول وي هغه هم د سوله ییزو لارو څخه ګوندونه هغه وخت واک تر لاسه کولی شي چې ښه طرحه ولري او د هغه له مخې د هیواد ملي ګټې ،ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ښه خوندي وساتلی شي.

نن ورځ په هیواد کې له سلو نه زیات ګوندونه شتون لري او یوه لږ برخه یې د نوي قانون سره سم ثبت شوي دي خو ددغه ثبت شو فعالیتونه هم موثر نه دی واقع شوی بلکه هغه شرایط چې ورته په اساسي قانون کې تسجیل شوي دي هغه هم پوره نه رعایتوي

د هیواد د ډیری ګوندونو په نومونو کې ملي او اسلامي تر سترګو کیږي خو کړنې یې کوم چې دوی په خپلو اساسنامو کې یې ادعا کوي خو په عمل کې بیا ډیر داسی څه نه وي .ممکن علت یی دا وي چې دوی خپلواک نه وي او یا هم د دولت ضعف وي په خپلو حزبی شرایطو کې کوم چې یو دیموکراتیک ګوند هغه شرایط ولري.

هغه هیوادونه چی پارلماني رژیمونه لري که د هغه نظام متمرکز وي که غیر متمرکز خو ګوندونه په پارلمانونو کی ښه رول لوبوي یو ګوند کله چی اکثریت چوکۍ وګتي نو بیا حاکم ګوند ګڼل کیږی که یی ونه ګتي نو بیا ایتلاف کوي او یو ایتلافي حکومت منځته راولي او پاتې نور ګوندونه چې پارلمان ته یې لاره موندلې وي نو هغه ځان مخالف اړخ کوی او د حاکم ګوند کړنې څاري او دهغه خلاوې پیدا کوي او پرې نیوکې کوي او په مقابل کی مخالف اړخ یوه طرحه وړاندی کوي یعنی خپلی نیوکې ته یوه بهتره حل لاره هم لري

نو په سیاسي ادبیاتو کې دې ډلې ته چی هم انتقاد کوی او هم حل لاره لری سیاسی مخالفین وایی .خو نیوکه همدغه ده چی نن ورځ چی کومی ډلې ځانونه سیاسي مخالفین یا اپوزیسیون بولي هیڅ داسې څه نه لیدل کیږي چی دوی سیاسي مخالفین وي ځکه چی دوی د هیواد د چارو سمون ته یوه ښه حل لاره نه لري ،ملي نه دی ،ښه سابقه نه لري ، کله چی بی واکه شوي دې لارې ته یې مخ کړې ، د خپلو سیاسی فعالیتونو د بودیجی سرچینې یې هم شفافه نه دي او په مجموع کی د ګوندونو شته نافذ قانون هم نه رعایتوی

نو زه فکر کوم چی دا هم سیاسی مخالفین نه دی بلکه باید ورته مخربین وویل شي . ځکه چی د اپوزیسیون اصول او آثار پکی نشته .

او بله ستره ستونزه د افغاني ګوندونو داده چی ډیر پر ستراتیژۍ او تګلاره ولاړ نه دي بلکې د رهبر په هدایاتو رهبري کیږې او د رهبر د نه شتون او مړینې په صورت کی ګوندونه هم بې فعالیته او او له منځه ځي . بیلګی یی په پخوانیو جهادي تنظیمونو کې ډیرې لیدل کیږي .

ښه داده چی موږ خپل ګوندونه واقعا ګوندونه کړو ملی او اسلامی یی کړو نه داچی غیر قانونی ډ لې او تنظیمونه وي . حزب باید په یوه داسې تګلاره ولاړ وي چی خپل پلویان پر خپلو اهدافو پیدا کړي پر هغه اهدافو چی خاورې ولس او حیثیت ته پکی منفعت زیات وی نه دا چی په شخص ،ژبه ،قوم او یا نژاد ولاړ وی .

په هیواد کی د ریښتنیو ملی او اسلامی ګوندونو په هیله