د شنبې په ورځ یعني د آګست د میاشتي پر څلورمه د افغانستان اولسي جرګې، ظاهراً، توره وکړه او د کرزي د کابینې دوه ستر وزیران یې، چي خلکو ویل زمین بجنبد مارشال نجنبد، او لږ ترلږه د کرزي د حکومت د اوسنۍ دورې تر پایه پوري به وزیران وي، سلب اعتماد کړل. د اولسي جرګې د وکیلانو په قول، د هغوی ګناه دا وه چي د کونړ پر ولایت باندي یې د پاکستان د وروستیو راکټي حملو د مخنیوي په برخه کي مناسب اقدامات نه دي کړي. د امنیت په ټینګولو کي پاته راغلي دي او په خپلو وزارتونو کي یې د پراخ اداري فساد او رشوت خوریو مخه نه ده نیولې. داخله وزیر بسم الله محمدي به، چی جهادي نوم یې امیر بسم الله دی، حتما ویلي وي چي د ناټو قواوي پر افغانستان باندي د پاکستان د حملو مخنیوی نه سي کولای نو له ده سره خو هیڅ واک او قدرت نسته. او د اداري فساد په برخه کي خو هغه تازه د شهید داوود خان له روغتون( چهارصد بستر) څخه اته ویشت میلیونه ډالره غلا کړي دي او دا یې ښودلې ده چي که یې د امنیت ټینګول په وس پوره نه وه نو د چور په نظام کي تر سیالانو کم نه دی راغلی. او د دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ هم څو کاله مخکي په کابل کی د استقلال د جشن پر مراسمو باندي د طالبانو د راکټي حملې په وخت کي وښودل چي تر خپلو ټولو ځلمیو سیالانو په تېښته کي چټک دی او که د جنګ توان ورسره نسته نو له ځان څخه په دفاع کولو او د سر په ساتلو کي خو تر ټولو ګړندی دی او ځکه خو د دفاع د وزیر په حیث مقرر سوی وو.
د افغانستان پر سیاست باندي خلک دونه بې باوره سوي دي چي د هري مهمي پیښي تر شا د یوې د سیسې د موجودیت د احتمال فکر ورسره پیدا کیږي. د یوه عادي اولسوال په باره کي، چی حتما به د مارشال فهیم د مخدره موادو د قاچاق شریک او استازی وي، مارشال صاحب د جمهوریس کرزي او وزیرانو په مخ کي وایی چي« پدر کس برطرف کده نیمتانه» نو د اولسي جرګې سره به دونه زور له کومه سوی وي چي د کابینې دوه زورور وزیران په یوه ورځ سلب اعتماد کړي. زه پخپله هم، د نورو ډیرو افغانانو په څیر، تر کاسې لاندي نیم کاسه وینم. خو کرزي صاحب هم خپل دوه وزیران، چي رپوټونه وایی چنداني یې ښه نه ورڅخه راتلل، په پارلمان کي ووهل، یوه ورځ وروسته یې د اولسي جرګې فیصله منظوره کړه، او هم یې د سرپرستو وزیرانو په حیث د هغوی د پریښودلو، هغوی ته د ښه خدمت کولو په بدل کي د مډالونو د وعدې ورکولو او د نورو ښو وظیفو د پاره په نظرکي نیولو په اعلان سره پارلمان ته، پر مخ باندي، درې څپیړي ورکړې. د کرزي صاحب دغه راز مصلحتونه به تر کومه دوام لري. په دې نو یو خدای تعالی ښه پوهیږي. په تیرو وختونو کي خو جمهوریس کرزي سلب اعتماد سوي وزیران تر یوه کال پوري د سرپرست په توګه ساتلي او بیا یې، د خپلو مصلحتونو په اساس، په حکومت کي، ښې وظیفې ورته کتلي دي. د مثال په توګه پخوانۍ اولسي جرګې د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین سلب اعتماد کړ. جمهوریس کرزي هغه ښه ډیر وخت د سرپرست وزیر په توګه وساته. وروسته یې په هند کي لوی سفیر کړ. تقریبا دوه کاله وروسته یې بیرته را وغوښت او په زړه پوري خبره خو دا ده چي هماغه اولسي جرګې چي هغه یې په څه باندي دوه ثلثله رایو سلب اعتماد کړی وو بیرته، د رایو په اکثریت!، د وزیر په حیث منظور کړ. د نیویارک ټایمز د ورځپاڼي د آګسټ د شپږمي له ګڼي څخه ښکاري چي د اولسي جرګې وکیلان دې وزیرانو ته ځکه په غوسه وه چي هغوي په لویو قراردادونو کي ونډه نه وه ورکړې او په دې برخه کي یې د وکیلانو په غوښتنو کی ری نه وو وهلی. که خبره ریشتیا هم داسي وي نو خدای دي د افغانستان اینده ته خیر پيښ کړي. په افغانستان کي دا خبره ډیره عامه ده چي د وزیر لپاره د اعتماد هره رایه په لس زره ډالرو اخیستله کیږي. له دې څخه ښکاري چي دې وزیرانو د اولسي جرګې د وکیلانو جیبونو ته دونه تاوان رسولی وو چي په لس زر ډالره یې کار نه کیدی. پارلمان تر حکومت ډیر فاسد دی او پر هیڅ فیصله یې حساب نه سي کیدلای.
دغه راز، زیات و کم دوې هفتې مخکي د فراه ولایت د بالابلوک په اولسوالي کي د یوې پوستې قوماندان خپل اوه تنه پولیس په زهرو ووژل او له باقي پاته دیارلسو تنو سره وتښتیدی او له طالبانو سره یو ځای سو. دې پولیسو راز راز سپکي او درنې وسلې په لس هاوو زره مرمۍ او، د نورو نقلیه وسایطو ترڅنګ، دوه هاموي زره پوښونه هم ورسره یووړل. د دوشنبې په ورځ، یعني د اګسټ پر شپږمه، د هلمند ولایت د موسی قلعه په اولسوالی کي د پولیسو یو بل قوماندان د خپلو دوولسو پولیسو او دریو موټر سایکلونو سره له طالبانو سره یو ځای سوی دی. په داسي حال کي چی لا د ناټو قواوي په افغانستان کي دي، په دغه شمیر پولیس له طالبانو سره د یو ځای کیدلو جرأت کوي نو کله چي د ناټو قواوي ووزي د امنیتي وضع تصور چنداني ګرانه خبره نه ده.
د بلي خوا د آګسټ پر لومړۍ نیټه د خاص اوروزګان په اولسوالي کي د شجاعي په نوم یوه قوماندان، چي ویل کیږي د بین المللي سوله ساتونکو قواوو ایساف سره کار کوي، پنځه لس تنه بیګناه انسانان قتل عام کړي دي. د اوروزګان ولایت امنیه قوماندان مطیع الله خان، چي رپوټونه وایی تر پنځو زرو پوري خصوصي ملیشه لري، دا رپوټ تایید کړی دی مګر د قاتل په نیولو کی بې وسه دی. سړی نه پوهیږي قوماندان صاحب دا ملیشې کومي ورځي ته ساتلي دي . د روزګان والي ملا امیرمحمد اخوندزاده هم دا رپوټ تایید کړی دی او وایی چی تحقیقات به وکړي. د تحقیقاتو له کلمې سره د افغانستان د خلکو غوږونه ښه اشنا دي او زیاتره معنی یې دا وي چي هیڅ به پیښه نه سي. جمهوریس کرزي خو د دې بیګناه خلکو د وژل کیدلو په باره کي، له سره، څه ویلي نه دي. یا خو په ډیرو لویو او ضروري کارونو لګیا دی او یا مصلحتونه په دې باره کي د څه ویلو او احتمالا اقدام کولو اجازه نه ورکوي.
کله چي پارلمان په ناروا پیسو او دسیسو چلیږي. حکومت او جمهورریس یې هر کار او اقدام د مصلحتونو او سازشونو په اساس کوي. په داخل کي نه خپل پولیس له تیښتي راګرځولای سي، نه د خپلو بیګناه خلکو د سر اومال ساتنه کولای سي او نه قاتل او جنایتکار د عدالت منګولو ته سپارلای سي. نه پر خپله خاوره باندي د ګاونډیانو د راکټونو د باران مخه نیولای سي. له دې پارلمان او حکومت څخه موږ څه انتظار لرلای سو. که د دولت وظیفه د خلکو د سراومال خوندي کول، د قانون او عدالت عملي کول او له پردیو څخه د خپلي خاوري د تمامیت دفاع وي نو د کرزي نظام خو په دې څه کم یوولسو کالو کي په دې ټولو ساحو کي ناکام سوی دی. جمهوریس، د هغه مرستیالان او پارلمان یې په جعلي رایو انتخاب سوي دي. په بهر او دننه کي ټول اوسیدونکي افغانان د دې خبري شاهدان دي. په دې حساب د کرزي نظام، له ډیري پخوا، خپل قانونیت او مشروعیت له لاسه ورکړی دی او د قوې، او هغه هم د ناټو د قوې، په زور حکومت کوي. د ناټو قواوي د کال ۲۰۱۴ تر پایه پوري له افغانستان څخه وزي او همدااوس یې په وتلو پیل کړی دی. که دا قواوي ووزي او زموږ پوځ او پولیس په هره اولسوالي او ولایت کي له یاغیانو او مخالفینو سره، چي سړی به نه پوهیږي چاته یاغیان او چاته مخالفین ووایی، یوځای سي په هیواد کي د قیامت ورځ جوړیږي. زه خپلو ټولو افغانانو ته خواست کوم چي دا هیواد پر موږ حق لري. د پردیو په څیر، لاس تر زني مه ورته کښینۍ. د دې وحشتناکه اور، چي لمبې به یې په هیواد او سیمه کي وچ او لانده ګډ سوځوي، مخه ونیسی. زه یقین لرم چي که تاسي په ریشتیا ملاوي وتړی او په ریشتیا زړونه وسوځوی هر څه کولای سی.
ماته څو ورځي مخکي خپل یوه ډیر نیژدې ملګري لیکلي وه چي مضمون مي دي ولوست خو افغان منورین د عمل خلک نه دي. ما ورته وویل چي موږ خو له افغان منورینو څخه د عمل کولو غوښتنه نه ده کړې. موږ له هغوی څخه یوازي د سالم فکر کولو او له خپلو نورو وطنوالو سره د هغه د شریکولوغوښتنه کړې ده او زه هیڅ فکر نه کوم چي پر منورینو دي فکر کول او څه لیکل ډیر دروند بار وي. ځکه چي که منورین فکر هم ونه کړي نو بیا یې وظیفه څشي ده. زموږ لومړنۍ وظیفه په افغانستان کي د داخلي جنګونو د پیل کیدلو د اور مخنیوی دی. جنایتکارانو او جنګ سالارانو خپل ځانونه، اولادونه او مالونه له دې اور څخه په امان کړي او په بهر کي یې ځانونو ته بنګلې او پناه ځایونه جوړ کړي دي. د دې اور مخنیوی ملي ارادې او ملي یووالي ته ضرورت لري. د ملي یووالي د راوستلو لپاره زما لومړنی فارمول دا دی چي ټولو هغو کسانو ته چي له وینا او قلم څخه یې د بې اتفاقی بوی راځي د دښمن او خاین په سترګه وګوری او وروسته د دوستانو په لټه کی سی. له خپلو استادانو او پوهانو څخه وغواړی چي هر یو دې مقدس هدف ته د رسیدلو لپاره لیکني درته وکړي. سوال دا پیداکیږي چي ملی یووالی د څشي لپاره؟ ملي یووالی هغه وخت طرح کیږي چي هیواد د داخلي جنګ، تجزیه کیدلو او یا د ازادی د لاسه تللو په څیر فاجعو سره مخامخ سي چي دې حالاتو ته ملي بحران ویل کیږي. د ملي بحران سره مبارزه او مقابله د یوه ګوند کار نه دی او هیڅ یو قوم یې په یوازي سر چاره نه سي کولای. ځکه نو د ټولو قومونو او د قومونو د ټولو سیاسی ډلو وحدت ته اړتیا وي. ځکه چي په دریو واړو حالاتو کي د یوه هیواد ټول قومونه او اوسیدونکي صدمه ویني او هر څوک د نیستی او مرګ له خطر سره مخامخ وي.
افغانستان، له بده مرغه، له دې دریو واړو خطرونو سره مخامخ دی. که دغه اوسنی حالت دوام وکړي نو د ناټو د قواوو د وتلو سره داخلي جنګ حتمي دی. دا به داسي داخلي جنګ وي چي له یوه نسل څخه تر بل نسل پوري د کیسو رسولو لپاره به یې څوک پاته نه سي. دا به داسي داخلي جنګ وي چي له ټونس او لیبیا څخه نیولې تر اندونیزیا پوري د ټولي اسلامي نړۍ ټروریسټان او اجرتي قاتلان به برخه پکښي لري. د افغانستان جنګ سالاران په میلیارډونو ډالره لري او په لس هاوو کلونه بدمرغو داخلي جنګونو ته دوام ورکولای سي.
د تجزیه کولو لپاره یې د صبغت الله خان خالد بن ولید( دوستم) محقق، ضیاء مسعود او د هغوی نورو انډیوالانو د وخته لا پلانونه پیل کړي دي. او کله چي د ناټو د قواوو له وتلو سره داخلي جنګ پیل سي او ټول ګاونډي هیوادونه د خپلو خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره لاسونه ورته را وغځوي نو بیا به د ملي ګټو څخه د دفاع لپاره هیڅ قوت نه وي. که څه هم چي د افغانستان داخلي جنګونه او تجزیه په سیمه کي د هیڅ هیواد په ګټه نه دي حتی تجارتي او ستراتیژیکو ګټو ته یې صدمه لا هم رسیږی خو جنګ سالاران او توپکیان د هر ډول ملي او مرکزي حکومت له ټینګیدلو سر ځکه مخالف دي چي نه په میلیونونو ډالره ناروا پیسې ترلاسه کولای سي او نه خپلو بشري جنایتونو ته دوام ورکولای سي.
کله چي په افغانستان کي دغه راز داخلي جنګونه پیل سي بیا نو د غلیمو ګاونډیانو څخه د پولو د دفاع لپاره قوت نه پاتیږي. د پاکستان د داخله وزیر رحمن ملک هغه ادعا باید جدي ونیوله سي چي وايي د پاکستاني طالبانو یو مشر مولوی فضل الله د افغانستان له خاوري څخه پر پاکستان باندي ټروریسټي حملې کوي او د هغه هیواد امنیت یې په خطر کي اچولی دی. پاکستان به د ټروریسټانو د تعقیبولو په پلمه د افغانستان خاوري ته ننوزي او سرحدي کلي به اشغالوي. همدااوس، چي لا د ناټو قواوي په افغانستان کي دي، د پاکستان د راکټي حملو له لاسه، د کونړ له کلیو څخه خلک د هغه ولایت مرکز او حتی کابل ته مهاجر سوي دي. کله چي د ناټو قواوي وتلي وي، مرکزي پوځ نه وي، جنګ سالاران په خپلو کي په جنګونو لګیا وي او منظم دفاعي قوت وجود ونه لري څوک به د پاکستاني قواوو د تیریو او یرغلونو مخه نیسی. زه د جون په میاشت کي د کونړ ولایت ته تللی وم. ماته د کونړ ځایی اوسیدونکو مشرانو، خانانو او منورینو وویل چي همدااوس د پاکستان قواوي څو کیلومیتره د افغانستان خاوري ته ننوتلي دي او هره ورځ پر مخ راځي. د افغانستان حکومت یوازي په شکایتونو، احتجاجونو او اخطارونو، چي هیڅوک یې پر سورنا غوږ هم نه نیسی، بسیا سوی دی، او اصلا څه کولای هم نه سي.
د لاهور په پوهنتون کي د سیاسی علومو استاد رسول بخش ریس د اګسټ پر شپږمه د امریکا ږغ راډیو ته په یوه مرکه کي خبرداری ورکړ چي که له افغانستان څخه د بین المللي قواوو د وتلو څخه مخکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړي حل نه سي نو ټولي هغه خواوي به چي همدااوس په افغانستان کي لګیا دي تاوان وکړي. ده وویل چي که بین المللی قواوي د دواړو ګاونډیو ترمنځ اختلافات حل نه کړي او پر همدغه خصمانه او غیر دوستانه حالت یې پریږدي نو د امنیت بین المللی قواوو چي په افغانستان کي کوم ښه کارونه کړي دي هغه به حبطه سي. او د ناټو یوه عالي رتبه ملکي نطاق همدغي راډیو ته وویل چي زموږ ټول هدف په افغانستان کي د ثبات ټینګول وه ، څو دا هیواد بیا د ټروریسټانو ځاله نه سي. داچي د ناټو قواوي ولي د پاکستان د دې ښکاره تیریو په مقابل کي پټه خوله دي، سړی څه نه سي ویلای خو بد شګون یې ضرور بللای سي.
ایران په افغانستان، په تیره بیا هرات کي، چي د ایران ډیر لیوني نیشنلیسټان یې خپله خاوره بولي، فرهنګي ، سیاسي او تجارتي نفوذ کړی دی. د ایران جمهوریس، په بین المللی غونډو کي، زموږ د خپل جمهوریس په حضور کي، په ډیره زړه ورتیا په افغانستان کی د خارجي قواوو وجود غندلی دی. له ځینو باوري منابعو څخه مي اوریدلي دي چي په وروستیو کلونو کي په زرګونو ایراني کورنۍ هرات ته کوچیدلي دي. مځکي او جایدادونه یې اخیستي دي او چي پوښتنه ورڅخه وسي وایی موږ افغانان یو او د امیر عبدالرحمن خان په وخت کي ایران ته فرار سوي یو. په افغانستان کي د ژورنالیسټانو د مشترکي اتحادیې پیشنهاد یې، چي زه یقین لرم د افغانستان چارواکي به یې د نغدو پیسو په بدل کي، چي له ډیره وخته یې په عادت کړي دي، ورسره ومني، د افغانستان سیاسی استقلال ته یو لوی ګواښ دی. او په افغانستان کي د ایران د جاسوسانو د یوې بلي ځالۍ د جوړیدلو پیلامه ده. زموږ دواړه ګاونډي هیوادونهو له هره پلوه پر موږ دونه غښتلي دي، چي موږ یې د خپلو لویدیځو متحدینو په مرسته هم جواب نه سو ویلای او که دا قواوي هم ر سره نه وي، او په هیواد کي لا د ورور وژني جنګونه هم پیل سوي وي بیا خو نتیجه معلومه ده.
زموږ ډیر منورین او پوهان د سیاسی بې اعتمادیو په نتیجه کي د زعامت د راغلي بحران له امله مایوس دي. د افغانستان د څه کم پنځه دیرش کاله سیاسی تشنج، انقلابونو او بهرنیو، مستقیمو او غیر مستقیمو، مداخلو په نتیجه کي سیاسی بې اعتمادي اود زعامت بحران طبیعي پدیده ده. خو که یو ځل په ښه نیت لیکني پیل سي بالاخره لار پیدا کیږي. په حرکت کي برکت دی.
والسلام.