د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي ئې يوشمېر پلټونکي عمليات کړي چي په يايله کي ئې څلور ماين ښخوونکي نيولي.
په دې اړه د هلمند ولايت مقام څخه لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادو کسانو د نيوني ترڅنګ د يوشمېر وسلو د نيولو خبر هم ورکړل سوى او دا کسان يوازي ماين ښخوونکي نه بلکي د ماين جوړولو ماهرين بلل سوي.
همدا ډول خبرپاڼه ليکي چي د يادو کسانو سره ئې يوشمېر وسلې او مهمات هم نيولي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.