د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل کي د ماين چاودني يو بهرنى وواژه.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي بهرني د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى خو دونه بايد وويل سي چي په سهېل کي مېشت بهرنيان امريکايان دي.
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم ناټو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي د خپلو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى ؤ .
طالبانو او اسلامي حزب هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتو کي پر بهرنيانو د ورته بريدو ادعا کوي او وايي چي هغوى تې ( ته ئې ) مرګ ژوبله اړولې.