کور / تازه خبرونه / په خېبر ايجنسۍ کې د ناټو پر اکمالاتي ټانکر بريد شوې

په خېبر ايجنسۍ کې د ناټو پر اکمالاتي ټانکر بريد شوې

پېښور:چارواکي وايي په خېبر ايجنسۍ کې د ناټو پر يوۀ اکمالاتي ټانکر د بريد له امله لږ ترلږه يو تن وژل شوی. رپوټونه وایي چې ووژل شوی کس ټانکر چلوونکی و.دا ټانکر د هغو اتلسو ګاډو په کتار کې وو چې د خيبر په قبايلي سيمې کې افغانستان ته روان ووپر ټانکر د خېبر پر لویه لاره د دوو موټر سايکل سپرو له لوري ډزې وشوې. په دې کتار کې نور اوولس ټانکرونه هم روان وو.عیني شاهدان وایي امنیتي ځواکونو په وسلوالو ډزې هم وکړې خو دوی په تېښته بریالي شول.سیمه کې یو ځاي خبریال وایي چې د اکمالاتي ټانکرونو کاروان د یو شمېر امنیتي ځواکونو لخوا بدرګه کېده.دا له هغه تېرو دریو اوونیو راهیسې چې پاکستان د ناټو د اکمالاتي ګاډو پر مخ لاره پرانسته د خپل ډول دويمه پېښه ده.