تېره شپه ماښام مهال په باغ پل سيمه کي د ماين چاودني درې اولسي وګړي ووژل.
ياد اولسي وګړي چي د نوري کورنۍ غړي دي تېره شپه ماښام مهال ئې هغه وخت خپل ژوند لا لاسه ورکړ چي کله ئې موټر د سړک غاړي پر يوه ماين ور برابر سو.
په دې چاودنه کي د کندهار د ملي راډيو تلوېزيون د مشر نورالله نوري ورور ، وراره او د هغه موټر چلوونکي وژل سوي.
د لراوبر ويب اداره د نوري کورنۍ سره په دې غم کي ځان شريک بولي، وژل سوو ته د الله پاک په دربار کي د مغفرت لاسونه پورته کوي او د جميل صبر غوښتنه ورته کوي.