ستاکولم د اګست ۳ – ۲۰۱۲
طنز
د افغانستان فاسد حکومت بیا هم هماغه کار وکړ د کوم چې تمه ترې کیده. زمونږ دولت سوګند پورته کړی چې کار به د هغه و اهل ته نه سپاري. او چې کار اهل ته ونه سپارل شي نو نتیجه خو به یې خامخا خرابه راوځي. د المپیک سیالیو ته د لوبغاړو غوراوی یا انتخاب هم د مصلحتونو ښکار وګرځید. زه دا نه وایم چې غوره شوي لوبغاړي به تکړه نه وي. خو مونږ له دوی څخه هم تکړه او مجرب لوبغاړي درلودل چې د افغانستان نوم یې په دې سیالیو کې لا ښه ځلولای شو. د بیلګې په توګه د سوک وهلو، کراتي، جیدو او نورو رزمي لوبو لپاره مو د ملي امنیت له کارکوونکو، د داخلي جنګونو له نومیالیو قوماندانانو او د کمونستي رژیم له پخوانیو خادستانو څخه یو ښه مضبوط او قوي ټیم جوړولای شو. ددې خلکو پیدا کول هم څه ګران کار نه وو. دوی له پارلمان څخه نیولې د ټولو وزارتونو، مستقلو ریاستونو، ولایاتو او نورو دولتي ادارو په لوړو پوستونو یا بنفس الشریف پخپله خیټې اچولي او یا یې هغو ته خیټې اچولي چې چا پرې خیټې اچولي.
کیدای شي لوستونکي له ما سره د مستقلو ولایاتو په هکله یوه خوله نه وي او استدلال وکړي چې د افغانستان په اداري جوړښت کې د مستقلو ولایاتو اصطلاح نشته. خو زه چې د بلخ او ځینو نورو ولایاتو د والي صاحبانو مستقل مزاجي او په مرکزي دولت راې نه وهل وینم نو فکر کوم چې دغه اصطلاح به حتماً چیرته د افغانستان د ادارو په کومه لایحه کې ذکر شوې وي او مونږ به نه وي لیدلې. که نه دا به څنګه امکان ولري چې د یو ولایت برحال والي دې په مرکزي دولت ملنډې ووهي او حتی پر ضد دې انتخاباتي کمپاین وکړي او څوک دې ورته کُرې هومره هم ونه شي وئیلی. خو دا چې افغانستان پخپله څومره مستقل دی چې اداري واحدونه به یې وي، ځانته یوه جلا پوښتنه ده چې ځواب یې مونږ له اړونده موضوع لیرې بیاېي.
په هر حال، زمونږ د ملي ټیم دغه ډله اتلانو ډیر کلونه په پوره اخلاص او صداقت پخپل ولس د سوکانو، لتو، کراتو او دې ته ورته نورو رزمي سپورتونو پوخ تمرین کړی او دا هیله به مو ترې بیځایه نه وي چې دوی به له ځانو سره مډالونه راوړي وای. خو که احیاناً د خپلو حریفانو په مقابل کې مات شوي وای او وطن ته سرماتي او لاس ماتي راستانه شوي وای نو هم څه بد کار به نه وای شوی بلکه د ولس زړه به پرې څه نا څه یخ شوی وای.
مونږ په نښه ویشتلو او فوتبال کې هم تکړه او مجرب لوبغاړي لرو. د تنظیمي جګړو په وخت کله چې مرحوم رباني د کابل ولسوال او دوی د مختلفو ناحیو مستقل علاقه داران وه نو یې د کابل په ښاریانو خپلې نښې پخې کړي. که به څوک د اشتباه له مخې هغې ناحیې ته لاړ چې د نوموړي د توکم د اتلانو په لاس کې به نه وه نو هغوي به هلته پرې داسې فوتبال وکړ چې تر هغې به ترې نه شو خلاصیدای تر څو به یې چې جریمه چې په فوتبال کې ورته پنالتي (Penalty) واېي، نه وه ورکړې او کله به چې بیرته خپلې منطقې ته راستون شو نو بیا به پرې د خپلې ناحیې اتلانو په دې بهانه فوتبال کاوه چې دی هغې بلې ناحیې ته د څه لپاره تللی وو؟!
نړیوالې ټولنې او د بشر د حقوقو بنسټونو هم د ګوته په غاښ تماشیانو په څیر زمونږ د اتلانو د لوبو ننداره کوله. کله کله خو به یې ځینې لوبغاړي په شا هم ټپول او د لا ښې لوبې سپارښتنه یې ورته کوله. زمونږ د دې اتلانو د جملې څخه خو یې ځینې دومره خوښ شوه چې کله نړیوال پخپله له خپلو ټیمونو سره په افغانستان کې د لوبې میدان ته راښکته شول نو زمونږ د دې اتلانو له تجربو څخه یې هم ګټه پورته کړه او پخپلو ټیمونو کې یې ورجذب کړل. اوس راځو دې ته چې زمونږ له دې نخبه ګانو څخه د المپیک په لوبو کې څنګه ګټه اوچتیدای شوه؟ یا په بل عبارت څنګه مو لوبه د خپل ټیم په ګټه پاې ته رسولای شوه؟ نو زه فکر کوم چې زمونږ د ټیم منیجر باید دا ورته په غوږ کې څڅولای وای چې حریف یې دا نه مني چې طالب دی او له القاعده سره تړاو لري. بیا به مو پخپلو سترګو لیدلي وای چې لوبه مو څنګه ګټله او حریف څنګه اقرار کاوه چې طالب دی او له القاعده سره هم تړاو لري.
د ځغاستې یا منډه وهلو لپاره مو کولای شوای چې د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو جنرالان او جګپوړي مامورین د وزیر صاحبانو په ګډون میدان ته راویستي وای. نوموړو اتلانو ته چې د منډې چاپیریال برابر وي نو بیا به یې د چا پلار رالاندې کړي او دوی ته د ځغاستې شرایط برابرول هم څه سخت کار نه دی. بس خو چې ډیر خلک وي، ستیډیوم وي او د تمانچې یو ډز، بیا نو داسې وګڼۍ چې د سرو زرو مډال مو خپل دی. د المپیک په لوبو کې دغه شرایط پخپله برابر وي او ریفري خو له ځغاستې څخه مخکې د تمانچې ډز هم کوي. او پدغه ډول د مډالونو د ګټلو ډیر قوي امکان موجود و. خو که داسې فرض کړو چې زمونږ د قهرمانانو دغه ټیم هم کوم مډال نه وو ګټلی بیا به مو هم یوه فایده کړیوه او هغه دا چې ولس خو به مو د یو څه وخت لپاره د دوي له شر څخه خلاص کړی وای.