کور / تازه خبرونه / هلمند: د ماين چاودني۲ماشومان مړه يو سخت زخمی کړ

هلمند: د ماين چاودني۲ماشومان مړه يو سخت زخمی کړ

د هلمند چاراکي وايي د شنبې په ورځ د مازديگرد پنځوبجوپه شاوخواكې د گرشك ولسوالى د ميرمنداب په سيمه كې د ښخ سوي ماين په چاودنه کي دوه ماشومان په شهادت رسيدلي اويوتن ټپي شوى چې د ايساف ځواكونولخوا روغتون ته ليږدول شوى دى چي روغتيايي حالت نازك دى.
لراوبر ته د هلمند مطبوعاتي دفتر څخه په رسېدلې خبرپاڼه کي دپېښي مسئوليت پر طالبانو ور اچول سوی دی .

په يوه بله خبر کي ويل سوي چي په همدې ورځ په سنگين ولسوالى كې د پوليسوپه بيلابيلوعملياتوكې ۳۰ كړى ماينونه،يوميل دهشكه،شپاړس فيره د ۸۲ ملي متري توپ مرمى اوڅلوركيلوگرامه چاوديدونكي توكي ترلاسه كړي دي.

همدا رازپه همد ې ورځ د نوموړې ولسوالى په علي محمد كلي كې يوتن ماين خښوونكي غوښتل چې په عمومي لاره ماين ځاى پرځاى كړي چې د پوليسولخوا په نښه اوله منځه وړل شوى دى.

له بلې خوا د شنبې په ورځ د سنگين ولسوالى د حاجي فتح محمد پيج په سيمه كې د پوليسوپرموټرد ماين چاودنه رامنځ ته شوې ده چې په دې ترڅ كې د پوليسواوترهگروترمنځ نښته هم رامنځ ته شوې ده چې په پايله كې يې څلورپوليس ټپيان اويوتن ولسي وگړى شهيد شوى دى، د هلمند چارواکو د ولسي وګړي د وژل کېدو پړه پر طالبانو ور اچولې ده .