کور / تازه خبرونه / باميان: د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ نښتي سويدي

باميان: د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ نښتي سويدي

په باميان ولايت کې ۸ بهرني عسکر۱۰ کورني استخباراتي کارمندان وژل سويدي
پرون ۱۱ بجې دباميان ولايت دسيغان ولسوالۍ دهن سيغان په سيمه کې د ملي امنيت رياست په کارمندانو هغه مهال بريد پيل شو چې سيمې ته دمجاهدينو دلټې په منظور ورغلي وو ، ذبيح الله مجاهد وايي د باميان د ملي امنيت مرستيال په ګډون يې ۴ پوځيان وژلي او ۶ نور زخميان کړيدي .
مجاهد ادعا کوي چي دولتي او بهرنيو ځواکونه يې د ماخستن پر ۹ بجې شاګرځ ته مجبوره کړل .

په همدغه خبرپاڼه کي د ۴ نيوزېلنډي سرتېرو د وژل کېدو او ۴ د ټپي کېډو خبره هم سوې ده ، د ذبيح الله مجاهد د ادعا له مخي دغه بهرني عسکر دوآب ولسوالۍ شيکاري درې په بابه سيمه کې د چاپې وهلو پر مهال د نښتي په ترڅ کي وژل سويدي .

د ناټو مطبوعاتي دفتر تر اوسه پوري په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .