د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست نن هغه اووه تنه چي د دې رياست له لوري نيول سوي ول خبريالانو ته وښوول.
د ملي امنيت د منسوبينو په وينا چي يادو کسانو په کندهار ښار او اړونده سيمو کي پر بهرنيانو او افغان ځواکونو بريدونه کول چي د دوى له لوري د يو لړ عملياتو په ترڅ کي نيول سوي.
يادو کسانو هم خبريالانو ته په خپلو کړنو اعتراف وکړ.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه