د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په ګرشک اولسوالۍ کي پر اولسي وګړو د ماين چاودنه سوې .
چارواکي وايي چي دا چاودنه تېره ورځ ماځيګر مهال رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې دوه کوچنيان وژل سوي او يو ټپي سوى دئ.
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي د يادي مرګ ژوبلي پخلى پکښي سوى او دا کار د اولس د دښمنانو بلل سوى.
خبرپاڼه ليکي چي ټپي سوى کوچنى ئې د آيساف سيميز روغتون ته وړى او حالت ئې د اندېښني وړ دئ.
په دې اړه تر اوسه کوم چا څه نه دي ويلي.