لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه خپرپاڼه رالېږل سوې چي پکښي د القاعده ډلي د يوه غړي د نيولو خبره سوې.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کس چي فتاح ګل ( فتح ګل) نومېږي د کنړ ولايت په وټه پور اولسوالي کي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي چي د نوموړي د نيوني په موخه ترسره سوي وژل سوى.
د خبرپاڼي په حواله چي ياد کس د القاعده شبکې سره تړاو لاره او هغوى تې ( ته ئې ) اکمالات کول. خبرپاڼه همدا ډول ليکي چي نوموړي په سيمه کي وسله والو ته روزنه هم ورکوله.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه تر اوسه وسله والو ، نه افغان حکومت او نه هم کومي بلي ډلي څه ويلي دي.