کور / تازه خبرونه / کندهار : د شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

کندهار : د شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په ښار کي دننه ئې يوشمېر پلټونکي عمليات کړي او په هغوى کي ئې درې وسله وال نيولي.
چارواکي وايي چي لومړى ئې په دوهمه ناحيه کي عمليات کړي او دوه وسله وال ئې نيولي او ورپسې ئې په څلرمه ناحيه کي عمليات کړي او د ملا شريف الله په نامه ئې يو وسله وال نيولى.
چارواکي وايي چي يادو کسانو به پر دولتي او لوړپوړو چارواکو بريدونه کول او هغوى بې ( به ئې ) ترورول.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.