د وزيرانو دا بېړنۍ غونډه د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې د ناامنيو په باب وه چې، د ځينو لويو ولايتونو واليان او لوى رئيسان هم ورته رابلل شوي وو. که څه هم ولسمشر د اوږده مېز سر ته ناست و او د غونډې ټول برخه وال يې ښه په اسانۍ ليداى شواى، خو بيا هم د مېز ټولو څنډو ته يې داسې په ځير ځير کتل، لکه حاضر اوغيرحاضر چې معلوموي.
ولسمشر په داسې حال کې چې تندى يې له ګونځو ډک و، غاړې تازه کړې او په خپلو خبرو يې داسي پيل وکړ:
تاسې ته معلومه ده چې د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې امنيتي وضعيت ورځ په ورځ مخ پر خرابېدو دى او دا هم د لمر په شان سپينه خبره ده چې، د دې ټولو ناامنيو تر شا د پاکستان لاس دى. د پاکستان ولسمشر جنرال مشرف ډېر دوه مخى سړى دى، پر يوه سر د تراهګرۍ ضد مبارزې کې ځان زموږسره د نړيوالې ټولنې غړى بولي او له بلې خوا افغانان د شا له خوا په چاړه وهي او پټ د طالبانو ملاتړ کوي. له دې خبرې سره سم د ولسمشر ستونى وچ شو او د اوبو ګيلاس يې پر سر پورته کړ. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له دې موقع څخه استفاده وکړه او په داسې حال کې چې په يوه لاس کې يې خپلې ژيړ رنګه ډبرينې تسبېح اړولې او په بل لاس يې خپلې عينکې د پزې خوا ته راښويولې، سوکه وويل:
بلې جناب صاحب! تاسې ډېره پر ځاى خبره کوئ. جنرال مشرف کټ مټ دپېغلې( پايل ملهوترا) رول لوبوي. پر يوه سر ځان د تولسي خواخوږې ګڼي او پر بل سر د هغې خواښي( سويتا) ته ځان داسي ښيي چې، ګواکې د تولسي په مقابل کې د هغې ملګرې ده. خو تر څو چې (جي ډي) ژوندى وي، نو پايل به هيڅکله خپلو شومو هدفونو ته و نه رسيږي.
د دې خبرې په اورېدو د غونډې ټولو برخوالو ته خندا ورغله، خو خپلې خنداوې يې پټې کړې. يو وزير چې، د اوبو بوتل يې په لاس کې و، ډېر په زوره پوخ وهل چې، د ټولو وزيرانو ورپام شو. نوموړي وزير د دې لپاره چې ځان داسې وښيي چې ګواکي اوبه يې په سره غاړه کې ولاړې، مخ شا ته واړاوه او له ځان سره يې پټ پټ خندل.
دا چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ليري د مېز په مخامخ سر کې ناست و او له بلې خوا ولسمشر د اوبو په څښلو لګيا و، نو دغه خبرې او خنداوې يې سمي وانه ورېدې او ورپسي زياته يې کړه:
اوس په جنوبي ولايتونو کې د ښار دباندې د دولت واک چندان نه شته. که دغه حالت همداسي دوام ومومي نو، اخر به موږ دې ته اړ شو چې، له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښېنو. ځکه موږ وليدل چې له زوره څه جوړ نه شول. زما په فکر موږ ته همدا يوه لار راپاته ده، بله هېڅ لار نه لرو. خو که له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښېنو، نو له نړيوالې ټولنې او په دولت کې له ځينو دوستانو سره به څه کوو؟ او که دا کار و نه کړو، نو طالبان ورځ په ورځ پياوړي کېږي، اوس زه حيران يم چې څه وکړم؟ ولسمشر په دې وخت کې خپل يوه او بيا بل مرستيال ته په داسې ډول وکتل، لکه له هغوى څخه چې د نظر ويلو غوښتنه کوي، خو هغوى يو بل ته له مانا ډک کتلو وروسته بيا هم څه ونه ويل. په دې وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير بيا غاړې تازه کړې او ويې ويل:
محترم رئيس صاحب! زه ستاسې مجبوريت احساسوم. (مير) هم ستاسې په شان مجبور او په دوه لاري کې ولاړ دى. که (منديرا) ته نژدې کيږي، نو تولسي ځنې خپه کيږي او که د پخوا په شان تولسي ته زړه ورنژدې کوي، نو منديرا يې پر ارامه نه پرېږدي. اوس دې مسئلې يو داسي حالت رامنځته کړى چې، د (ويراني) کورنۍ يو يو غړى، لکه د جنوبي ولايتونو ولسوالۍ چې، زموږ له واکه وزي، پر مير بې باوره کيږي، ان دا چې اوس د مير انا ياني (با) چې تر دې مهاله مير ډېر ورباندي ګران و، پر هغه بدګومانه شوې ده. زه فکر کوم چې، په ويراني کورنۍ کې د (با) خپګان دومره مهم دى، لکه په افغانستان کې د کندهار ولايت امنيت.
په دې وخت کې بيا د غونډې برخوالو په خندا او بڼهاري پيل وکړ. خو دا چې د ولسمشر تندى هماغسې تريو و، نو ډېر ژر بېرته غلي کښېناستل. د غونډې تر دې ځايه ولسمشر داسې فکر کاوه چې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له بل چا سره خبرې کوي، خو وروسته چې يې پام شو هغه د ده خوا ته ګوري، نو په لوړ غږ يې وويل:
ډاکټر صاحب تاسې د چا خبره کوئ، زه خو هېڅ پوه نه شوم؟
په دې وخت کې ټولو په خندا پيل وکړ. ولسمشر په داسې حال کې چې خپله يې هم خندل، څو واره پرله پسې وپوښتل:
تاسې ولې خاندئ، څه خبره ده؟ ما هم خبر کړئ! خو خنداوې دومره لوړې وې چې د ولسمشر دغه پوښتنې چا وا نه ورېدې. کله چې خنداوې لږ سوکه شوې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، چې له خندا يې سپين پلاسټيکي غاښونه ښکارېدل، لږ په زړورتيا وويل:
دا يوه هندۍ ډرامه ده چې، له طلوع ټلويزيون څخه په پرله پسې توګه خپريږي (ساس بهي کبهي بهو تهي) نومېږي، خو عام خلک يې (تولسي) بولي. ډېره په زړه پورې ډرامه ده، د افغانستان له اوسني وضعيت سره ډېر سر خوري. ولسمشر، چې خندا يې نوره هم زياته شوه، وويل:
ناځوانه چې دا دومره په زړه پورې ډرامه ده، ولې دې ماته مخکې نه ويل.دا خو ستا دنده هم ده . تر دې وروسته يې د کابينې نورو غړو ته مخ ور واړاوه او ويې ويل:
داسې معلوميږي چې، تاسي ټول دغه ډرامه ګورئ، که څنګه ؟ دامهال په کابينه کې له هرې خوا نارې را پورته شوې چې، هو موږ ټول تولسي ډرامه ګورو او ورپسې د تولسي ډرامې د کرکټرونو په باب تبصرې پيل شوې. په دې وخت کې ولسمشر په خندا خپل يوه مرستيال ته مخ ور واړاوه او ورڅخه ويې پوښتل:
دوى خو وايي چې دا ډېره په زړه پورې ډرامه ده، ايا تاسې يې ګورئ؟
مرستيال يې، په داسې حال کې چې په يوه لاس د خپلې لنګوټې ول سم کړ او په بل لاس يې خپلې د نظر عينکې پورته کړې، په خندا وويل:
نه، صاحب! زه يوازې ايراني چينلونه ګورم، هلته هم ډېرې ښې ډرامې روانې دي.
ولسمشر تر دې وروسته خپل دوهم مرستيال ته مخ ور واړاوه او دغه پوښتنه يې ځنې وکړه. هغه ورته وويل:
نه، زه هم دا ډرامه نه ګورمه، زما يوازي له روسي او فرانسوي چينلونو سره کار دی . د بهرنيو چارو وزير، چې ولسمشر ته نژدې ناست و، په ډېر فاتحانه ډول وويل:
رئيس صاحب! دا ډرامه ډېره په زړه پورې ده، موږ ټول يې ګورو، د افغانستان له سياسي او امنيتي وضعيت سره ډېر اړخ لګوي. د دې ډرامې اصلي کمال په تولسي کرکټر کې دی چې، ډېره ښکلې ده، خوبېچاره ګۍ داسې د پرديو دسيسو قرباني ده، لکه افغانستان چې د تراهګرۍ قرباني دى. دا ځل چې هندوستان ته ولاړ شم، نو خامخا يې وينم او افغانستان ته د راتګ بلنه ورکوم. په دې پسې د کانو او صنايعو وزير زياته کړه:
تولسي خو رښتيا هم چې بې جوړې ده،پر ما هم ډېره ګرانه ده، خو زما د(دکشا) تمثيل هم ډېر خوښيږي، په تېره بيا د هغې دا تکيه کلام چې وايي: (هى هى هى). له دې سره سم د کابينې ټولو غړو په خندا ورسره بدرګه کړه: هى هى هى …
د ښځود چارو وزې پوړنی پر سر سم کړ او ويې ويل:
زه خو دا وړانديز کوم چې تولسي ته دې د افغانستان تابعيت ورکړل شي، ځکه زه چې له څه مهال راهيسې دغه ډرامه ګورم، نو په خپله ټولنه کې مې دغسې ښکلې او فېشني مېرمنه نه ده ليدلې.تر دې وروسته د لوړو زده کړو وزير، چې تر دې مهاله يې په دې اړه څه نه و ويلي، ولسمشر ته وکتل او بيا يې وويل:
تولسي رښتيا هم چې، ډېره ښکلې ده،له همدې امله زموږ د محصلينو په زړونو کې هم ډېر ځای لري او که رښتيا ووايم، نو زما زړه يې هم وړى دى، په دې ارزي چې افغاني تابعيت دي ورکړل شي ،. خو زه دا اندېښنه لرم چې خداى مه کړه په راتلونکو انتخاباتو کې ځان ولسمشرۍ ته کانديد نه کړي، ځکه زه چې په افغانستان کې د دې محبوبيت وينم، نو باور لرم چې، هيڅوک به هم انتخابات ورڅخه ونه ګټي. په دې وخت کې په کا بينه کې يو شور، زوږ جوړشو او له هرې خوا دا غږونه را پورته شول: که افغانستاني شي،مسلمانه شي او دخلکو په رايه هم وټاکل شي، څه پروالري ؟ موږ به ډېر نېکمرغه يو که دغسي يوه ښکلې اوفېشني ولسمشره ولرو. داطلاعاتو او فرهنګ وزير چې، له ډېري خوشحاليه يې خوله نه سره ټولېده وويل:
زه باور لرم چې تولسي به خامخا ځان کانديد کړي،ځکه چې،سياسي پس منظر هم لري،يو مهال په نوي ډيلي کې د ( بهارتياجنتا) ګوند له خوا پارلمان ته کانديد شوې هم وه .دتولسي اصلي نوم ( اسمريتي ايراني ) ده، له تخلص څخه يې ښکاري چې،دا ايرانی الاصله هندواڼۍ ده اوپر ما هم له همدې خاطره ډېره ګرانه ده .افغانستان خو هسي هم د ايران يوه فرهنګي حوزه ده.که ستاسي ياد وي څه موده مخکي زموږ ولسمشر په تاجکستان کې وويل چې:(افغانستان،ايران و تاجکستان سه کشور هم زبان اند). په دې وخت کې دغونډې ټولو غړو په يوه غږ وويل: هو زموږ ياد دي چې ولسمشر دغه خبره وکړه. د کورنيو چارو وزير وويل:
رئيس صاحب! دا ډرامه نه يوازې دا چې ډېر ليدونکي لري، بلکې د افغانستان په امنيت کې هم خورا ستره ونډه لري . تاسې باور وکړئ چې دشپې له خوا د ډرامې تر ختم پورې، چې نيم ساعت دى، پر سړکونو د پوليسو هيڅ ګزمه نه وي، ان دا چې د پوليسو د حوزې په دروازه کې يو پيره دار هم نه وي، ځکه چې اړتيا يې نه شته. دشپې له خوا د نيم ساعت لپاره داسې امنيت دى، چې په نړۍ کې سارى نه لري. ولسمشر په داسې حال کې چې د کورنيو چارو د وزير خبرو ته يې په غور غوږ نيولى و،لږ په اندېښنه وويل:
زه ډېر تعجب کوم چې پر دغسې يو بې مثاله امنيت، چې له پوليسو پرته موجود دى، ولې نړيواله ټولنه سترګې پټوي؟ ولې خبري رسنۍ په دې باب څه نه وايي؟ د ملي امنيت رئيس وويل:
رئيس صاحب! موږ د دې لپاره دا خبره پټه ساتلې ده چې غله، طالبان او القاعده شبکه خبره نه شي. د ولسمشر تندى وغوړېده او په خندا يې وويل:
ياره دا خو مو رښتيا هم چې ډېر ښه فکر کړى دى، خو ايا رښتيا پر دغه مهال تر اوسه څه پېښه نه ده شوې؟
د کورنيو چارو وزير، يو وارې د کابينې غړو او بيا ولسمشر ته وکتل او ويې ويل:
تر اوسه خو د خداى فضل دى، خير و خيريت دى، هېڅ پېښه نه ده شوې. يوازې د کابل ولايت په قرغه کې يوه کور ته غله ورغلي وو، د کور خلکو تولسي ډرامه کتله، چې غلو يې کور لوټ کړى و او د کور پر يو دېوال يې ليکلي وو چې: تولسي دې ژوندۍ وي. خو زه فکر کوم چې په دې کار کې هم دولت خپله ملامت دی، ځکه چې برېښنا يوازې په ښارونو کې ده او هغه هم د ښار په يوه ناحيه کې وي او بله کې نه وي. پر دغه مهال خامخا په هغه ناحيه کې برېښنا نه وه چې د غلو کورونه وو. که نه نو غله خو هم ډرامه گوري. ولسمشر لا پر دې خبره تبصره نه وه کړې چې د اوبو او برېښنا وزير پر خپل ځيګر لاس کښېښود. لومړى يې د کابينې يوه يوه غړي او بيا ولسمشر ته وکتل او ويې ويل:
زه تاسې ته ډاډ درکوم چې تر دې وروسته به پر دغه مهال په ټول افغانستان کې برېښنا وي، ځکه چې دا د افغانستان د امنيت او امنيت د افغانستان د سرنوشت مسئله ده. په دې وخت کې د کورنيو چارو وزير بيا د خبرو نوبت واخيست او ويې ويل:
رئيس صاحب! يوه بله ډېره مهمه خبره داده چې، دې ډرامې زموږ دولت له يو لوى خطر څخه ژغورلی دى. هغه دا چې د سراى شمالي خطرناکه اله ګوله خو تاسې ته معلومه ده چې، ډېره خطرناکه توطيه وه، تاسې به نه ياست خبر چې دغه اله ګوله هم د تولسي له برکته پاى ته ورسېده. ولسمشر چې، تر دې مهاله يې په ډېر فکري تمرکز د کورنيو چارو وزير ته غوږ نيولى و، ناڅاپه ټکان وخوړ او په ډېر تعجب يې وپوښتل: څه وايې! څنګه دتولسي له برکته پاى ته ورسېده؟ د کورنيو چارو وزير وويل:
د دې اړودوړ خپلو ايله جاريانو ته ويلي وه چې، د طلوع ټلويزيون خوا ته ورنه شي. ځکه چې، هغه وخت تولسي د اووو مياشتو امېدواره وه او بل نو د دغې ډرامې لړۍ شلېده، که نه نو موږ او تاسې خو وليدل چې دغو ايله جاريانو د اريانا ټلويزيون يوه برخه ورانه او په ښار کې يې ډېر نور ځايونه هم لوټ او وران کړل. که دا ايله جاريان د طلوع ټلويزيون خوا ته راغلي واى، تاسې باور وکړئ چې په شېرپور کې زموږ کورونه هم خوندي نه پاته کېدل. دا خو لا څه، چې خپله ارګ هم په خطر کې و. د ښځو چارو د وزيرې تندی وغوړېده او په خندا يې وويل:
ياره افرين چې يو غل هم دومره د ښځو حقوق پېژني. ولسمشر چې له خندا يې داسې ښکارېده، لکه له خوشاليه چې په کاليو کې نه ځايېږي، د کورنيو چارو وزير ته وکتل او ويې ويل:
دغه سړى زه هم پېژنم، چې د سراى شمالي اله ګوله يې رهبري کوله، خو په دې يې نه وم خبر، چې دومره زړه سوى او د ښځو حقوقو ته دې احترام ولري. بايد دغه سړى ښه ونازول شي. د کورنيو چارو وزير په داسې حال کې چې په څېره کې يې خوشالي له ورايه ښکارېده او داسې ايسېده، لکه پر ولسشمر چې يو ډېر لوى زېرى کوي، په خندا وويل:
رئيس صاحب تاسې ډاډه اوسئ، هغه سړى ما ښه ډېر نازولی دى، همدا اوس د افغانستان د يو مهم ولايت د امنيې قوماندان دى. ولسمشر، له خندا په ډکه خوله ورغبرګه کړه: څه وايې؟ د امنيې قوماندان دى؟ عجبه ده والله زه خو هيڅ خبر نه يم، څه وخت د امنيې قوماندان شو؟ د کورنيو چارو وزير وويل:
رئيس صاحب!هغه مهال تاسې يو بهرني هېواد ته په سفر تللي واست، چې ما ستاسې مرستيال ته پېشنهادکړ او هغه يې په هماغه شېبه د مقررۍ فرمان صادر کړ. ولسمشر لومړى خپلو دوو مرستيالانو او بيا د کابينې غړو ته وکتل او په خندا يې وويل:
ياره ډېر چالاکه خلک ياست! تاسې تل دخپلې خوښې کسان زما په مرستيالانو هغه مهال مقرروئ چې، زه په سفر کې يم، د دولت په لسګونو لوړپوړي چارواکي دغسي قاچاقي مقرر شوي دي چې، زه يې ځنې کسان تر اوسه هم نه پېژنم . د سوداګرۍ وزير چې، د امنيت په برخه کې د کورنيو چارو د وزير خبرې واورېدې، نو ده هم خپلې خبرې داسې پيل کړې: تولسي ډرامه د افغانستان د اقتصاد په پياوړتيا کې هم ډېره ستره ونډه لري. په دې وروستيو وختونو کې د افغانستان ځينې کورني توليدات،په هېواد کې د مير او تولسي د نامه له برکته د بهرنيو توليداتو په نوم، په لوړه بيه خرڅيږي. زه خپله دغه ډرامه له ډېره وخته راهيسي ګورم. په دې ډرامه کې درې کرکټرونه، لکه: ګوويندر ويراني، پايل ملهوترا او انوپم کباډيا د هندوستان ډېر لوى پانګه وال دي، زه هڅه کوم چې دوى په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوم.
د ښوونې او روزنې وزير، چې تر دې مهاله پټه خوله ناست و، وويل:
تولسي د افغانستان د نوي نسل په زړونو کې هم ډېر ځاى لري،زموږ په مکتبونو کې هم شاګردان ټوله ورځ د تولسي ډرامې په باب تبصرې کوي.کورنی کار او درس بيخي ځني پاته دی.ښوونکي خو هسي هم په دې معاشونو ټولګيو ته نه ځي،بس نو په ټولګيو کې پر تولسي ډرامه ښه بانډار تود وي. تر دې وروسته د حج او اوقافو وزير هم له خندا په ډکه خوله وويل:
دا ډرامه زه خپله هم ګورم او د عامو خلکو هم ډېره خوښه ده ، په هغو مسجدونو کې چې ملا امامان يې، د تولسي ډرامې د خپرېدو پر مهال جماعت کوي، پنځه نفره هم نه وي، ځکه چې ټول خلک تولسي ډرامه ګوري.
ما ټولو ملا امامانو ته مکتوبي خبر ورکړی دی چې،دجماعت وخت ته تغير ور کړي ،ځکه چې تولسي ډرامه هم ډېره مهمه ده، تاسي د پښتو ژبې دا لنډۍ نه ده اورېدلې چې وايي:
لمونځ که قضا شي، بيا به ادا شي
ادا به نه شي، قضا شوي ديدنونه
يوه وزير په ټوکه وويل : بيشک ولا، شما چيقه خوب پشتو را ياد داری .
دحج او اوقافو وزير په خندا وويل : پشتوی ما هم اينيقه بود، ديګه خلاص شد.
د عامې روغتيا وزير چې وليدل هر وزير د تولسي ډرامې په باب خپلې برياوي بيانوي او ښه تود هرکلى يې کيږي، نو ده هم خپلې خبرې داسې پيل کړې:
دا ډرامه رښتيا هم چې ډېر ليدونکي لري، زموږ ټول طبي پرسونل دغه ډرامه ګوري، ان دا چې د روغتون په عاجل وارډ کې يو نرس او يو ډاکټر هم نه وي . ولسمشر په ګوته د غونډې برخوالو ته اشاره وکړه او په خندا يې وويل:
ګورئ ناځوانانو! تاسې ټول تولسي ډرامه ګورئ خو ماته مو نه ويل. تر دې وروسته به يې زه هم ګورم، خو ستونزه دا ده چې په سفر کې يې بيا نه شم ليداى، تاسي ته خو معلومه ده چې،زما ټول وخت په خارجي سفرونو کې تېرشو. ښه به دا وي چې زما د قبايلي چارو مشاور وزير دغه سريال تعقيب کړي او هر سهار د هماغې برخې کيسه راته وکړي، ځکه چې دى بېچاره هسې هم بې سواده دى، نور کارونه نه شي کولاى. د قبايلي چارو مشاور وزير، په داسې حال کې چې نسوار يې خولې ته اچول، وويل:
ما به پر دواړو سترګو دغه کار کړى واى، خو زه په يوه ټکي پاړسو نه پوهېږم. تاسې چې تر اوسه پورې د کابينې څومره غونډې کړي دي، نو ټولې خبرې يې په پاړسو وي، زه يې ولاکه په يوه ټکي پوهېدلى يم. ولسمشر تر يوې نرۍ خندا وروسته دفاع وزير ته مخ ورواړاوه او ورته ويې ويل:
جنرال صاحب! زه فکر کوم چې، تاسي دا کار ښه کولاى شئ، ښه کافي وخت ورته لرئ ! ځکه چې، د افغانستان نظامي چارې هسې هم زموږ بهرني دوستان سنبالوي، د افغانستان کورنۍ چارې هم دغسي درواخله . ما يو ځل غوښتل چې دغه دواړه وزارتونه بېخي له منځه يوسم، خو وزيران يې بېکاره کېدل، ځکه مې دغه کار ته اوږه ونه لګېده.که رښتيا ووايم نوله وسه مي پوره نه وه. که کوم والي له ولايته نه ليري کيږي، نو سړى به د وزارت او يا مشاور وزارت وړانديز ورته وکړي، که څه هم هغه بې سواده وي. خو که يو وزير له وزارته ليرې کوم، هغه ته به د خپل پوست پرته څه وړانديز وکړم؟دفاع وزير، په داسې حال کې چې خوب زنګاوه، وويل:
ستاسې خبره بېخي سمه ده، خو دا ډرامه د شپې ناوخته پيل کيږي، زه ډېر وختي ويده کېږم. همدا اوس هم ويده وم، ستاسې په خنداګانو راويښ شوم. له دې خبرې سره سم د غونډې ټولو برخوالو وخندل. ولسمشر تر دې وروسته د بهرنيو چارو وزير ته مخ ور واړاوه او ويې ويل:
ډاکټر صاحب! زما خو داسې خوښه ده، چې دا ډرامه تاسې تعقيب کړئ، ښه دى ستاسې لپاره به هم يو ښه مصروفيت وي او که زما سره په سفر کې ملګري واست، نو بيا به په بهرنيو چارو کې زما مشاور وزير دغه دنده پر مخ وړي.که هغه هم بوخت و نو زما بل مشاور وزير به دغه کار کوي. زما مشاور وزيران خو هم ماشاءالله دومره ډېر دي چې زما څخه يې هم حساب ورک دی ، له ځينو سره خو مي په پوره يوه کال کې ليدلي هم نه دي. د بهرنيو چارو وزير خپل يو لاس پر ځيګر کښېښود او ويې ويل:
صاحب پر دواړو سترګو! دا زما لپاره ډېر وياړ دى. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير غوښتل ولسمشر ته دا وښيي چې دا ستره بريا ده لاس ته راوړې ده ، غاړه اوږده کړه او ويې ويل:
ځينې خلک له طلوع ټيلويزيون څخه سر ټکوي، چې دا د ايرانيانو چينل دى،ايراني فرهنګ ته کار کوي، د افغانستان ملي ټرمينالوژي نه مراعتوي، قومي او ژبني تعصب ته لمن وهي. دغه خلک ماته هم دا ګوته نيسي چې ددې چينل ترشا ولاړ يم. زه وايم ،دا خبره سمه ده چې، زه د دې چينل تر شا ولاړ يم، خو دغه انتقاد اصلاً د( ای، ايس،ای ) کار دى، ځکه چې هغوى په افغانستان کې يو داسې هندي سريال نه شي زغملاى چې، دومره ډېر ليدونکي دې ولري او يا ښايي له دې به وېرېږي که تولسي د افغانستان تابعيت ولري، نو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خامخا بريالۍ کېږي. تاسې جناب ته زما وړانديز دا دى، که چېرې ولسي جرګې ماته د باور رايه رانه کړه، نو ما په هند کې سفير مقرر کړئ. که دا مهرباني مو وکړه، نو زه به هلته په سفارت کې خامخا تولسي خپله سکرټره مقرروم. له دې خبرې سره د غونډې ټولو برخوالو وخندل. د کانو او صنايعو وزير وويل:
دا ډرامه رښتيا هم چې ډېره په زړه پورې ده، په تېره بيا د تېرې شپې صحنه چې دمير د واده سالګره وه، واه وا …
په دې وخت کې ولسمشر د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل:
دوى وايي چې، د تېرې شپې صحنه ډېره جالبه وه، ته همدا اوس طلوع ټيلويزيون ته ټيليفون وکړه چې دغه برخه تکراري خپره کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په خندا وويل: صاحب تاسي غم مه کوئ، دا ډرامه هره ورځ تکراري خپرېږي، همدا اوس لس دقيقې وروسته يې وخت دى. ولسمشر وويل:
ښه چې داسې ده، نو تر دې وروسته به زموږ د غونډې تر منځ کې تفرېح د تولسي ډرامې د نشر پر مهال وي . زما په فکر، تر دې به بله ښه تفرېح نه وي. زه اوس ځم چې ډرامه راڅخه تېره نه شي. نور زموږ نننۍ غونډه پاى ته ورسېده، د خداى په امان. ولسمشر لا د غونډې له مېز څخه درې ګامه نه و ليري شوى، چې د ښځو چارو وزيرې ورپسې غږ کړه:
”هى هى هى، چه يک رئيس جمهور ديموکرات “ .