کور / هراړخیز / دنن ځوانانو مهمي دندي

دنن ځوانانو مهمي دندي

راټولونکې : زهره جلال
ژباړه : صدیق الله خلیق
دځوانی او نوي ځوانی دوران ډیرحساس ،برخلیک ټاکونکی او بلاخره دانساني شخصیت جوړوني لمړنی پړاوګڼل کیږي ،دځوانی څخه دښي او اغیزمني ګټي اخیستني لپاره باید دژوند باخبره لارښود اوملګری وموندل سي ، چي رهنمایی یی فرد له هرډول خطا اوتیروتني څخه راوګرزوي چي عبارت له قران کریم او صحي احادیثو څخه دي . .

اللّهُ الَّذِی خَلَقَ˜ُمْ مِنْ ضَعْف ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْف قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّة ضَعْفاً وَ شَیْبَةً
قرآن عظیم الشان ځواني دقوت او قدرت دوران ګڼلی .
لوي خدای (ج) هغه ذات دی چي تاسو یی پیداکړي یاست ، وروسته دکمزوری او ناتوانی څخه یی ځواک دربخښلی ، اوبیا دقوت څخه کمزوري او زوړوالی ….. …

ځوانان دپاک فطرت لرونکي دي ، دپاکی منونکي ګڼل کیږي او ترډیره یی دعملي کولو هڅه کوي . .

څواني ارزښت لرونکي او بې جوړي فرصت دی ، نوراځی ! ځواني له زوړوالي او دوجود سلامتي له ناروغی مخکي تشخیص کړو .
ځیني خپل چاري او فرصت طلبه کسان دځوانانو له تازه او نوښتګرو استعدادونو څخه دځان په ګټه منفي استفادې کوي ، په ټولنه کي پخپله نفعه ځوانانو په لټه کي وي او هغوي دقدرت ، ثروت او شهوت په لومو کي ایساروي خو په اصل کي ورباندي خپلي ګټي خوندي کوي .
خو که همدا ځوانه مستعده طبقه دلږسوچ او تفکرڅخه کار واخلي دا به ورته له لمرنه روښانه سي چي داسلام مبارک دین ددوي دنیوي او اخروي ژوند ورته داخلاقو ، عقایدو ، او احکامو دپوره عمل په چوکاټ کي څومره ښکلی ترسیم کړیدی .
دغه پاک دین ددوي دنیوي او اخروي ژوند دهغو ورسپارل سوو دندو دتطبیق په صورت کي تضمینوي چي وار دمخه یی دیوه مسلمان ځوان مکلفیت ګڼلی دی ، ددې مهمو وظایفو څخه ځینو ته یی په لاندي ډول اشاره کوو.
علم او پوهه ( تعلیم او تحصیل )

داسلام مبارک دین دعلم او پوهي پرلاسته راوړلو ډیر ټینګار کوي او لمړنی مبارک آیت هم چي په قران عظیم الشان کي نازل سویدی ، دویلو او لیکلو امرکوي
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّ˜َ الَّذِی خَلَقَ خَلَقَ الْإِنْسانَ مِنْ عَلَق اقْرَأْ وَ رَبُّ˜َ الْأَ˜ْرَمُ الَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ
نوګرانو ځوانانو ! دپوهي لاسته راوړلو دوران نوې ځواني او ځواني ده ، ځکه په ځوانی کي دعلم او پوهي لاسته راوړل پرکاڼي دکرښو راکښلوسره تشبه کیږي ، او په زوړوالي کي پرخاورو باندی هغو لیکو ته ورته ګڼل کیږي چي دباد یوه څپه یی له منځه وړي .

دانساني ټولنو اصلاحات پاک او مومن قلمونه لیکي ، او دهمدې اجتماع دتباهی اسباب هم فاسد او نتلي افکاردي چي دبده مرغه دلیک اسباب یی دسپیڅلي قلم څوکي وي .
تاسو وګوری !!! قران کریم په قلم او هغه چي قلم یی لیکي قسم اخلي (ن وَ الْقَلَمِ وَ ما یَسْطُرُونَ)
دا قلم دی چي کولای سو په مرسته یی علم او پوهه خپره او تلپاتي وګرځوو ..
قران کریم دعلم او پوهي حاصلول انساني ارزښتونوته درسیدلو سریزه ، او تعلیم یی دخداي ( ج) لخوا درالیږل سوو پیغمبرانو موخه ګڼلې ده ، او هیڅ وخت یی عالمان او پوهان له جاهلانو سره یو شان ندي ګڼلي
آیت هَلْ یَسْتَوِی الَّذِینَ یَعْلَمُونَ وَ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ
ترجمه : آیا هغه کسان چي پوهیږي دهغو کسانو سره چي نه پوهیږي مساوي دي ؟ .
نو لنډه داچي زموږ ځوانان باید خپلو منلو دیني ارزښتونو ته په پوره پاملرني دعلم او پوهي حاصلول دخپلو موخوله لمړیتوبونو څخه وګڼي ، او په لاسته راوړلو کي یی خپلي هڅي او تلاښونه جاري وساتي .
نوربیا