هغه ورځ په فېسبوک کې په دې بحث روان وو، چې ډېر زر به د کابل په دروازو او ارګ شين او يا سپين بيرغ ودرول شي. د حزب اسلامي کسانو د شنه بيرغ او د امارت پلويانو د سپين بيرغ درولو وړاندوينې کولې. ډېره موده کيږي چې د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ د اړيکو د خړ پړولو هڅې کيږي او دواړه خواوې يو پر بل د تورونو پورې کولو او د يو بل د ځپلو هڅه کوي. له دې پخوا هم د دې دواړو ډلو تر منځ پراخ اختلافونه او وسله والې شخړې رامنځته شوې دي. دا په داسې حال کې چې دواړه ډلې ظاهراَ د اسلامي حکومت راوستلو لپاره او د بهرنيانو پر وړاندې مبارزه کوي، دواړه لوري د سوچه افغانيتوب او اسلام دعوه لري او په اهدافو او کړنلاره کې ېې ډېر کم توپير تر سترګو کيږي.
پوښتنې دا رامنځته کيږي، چې د دې دواړو ډلو تر منځ د اختلاف ټکي څه دي؟ دې اختلافونو او شخړو ته څوک او د څه لپاره لمن وهي؟ دا په مستعارو نومونو د يو بل د کښته کولو هڅې او ليکنې څوک کوي؟ دا څوک دي چې د خپل منځي شخړو هوارول ورته د بهرنيو غليمانو تر شړلو اولويت او غوره والی لري؟ آيا دا د بهرنيو استخباراتي کړيو کار نه دی؟ دا چې د دوی په مغزونو کې د قدرت او او واک ليونۍ فکر څوک ورننباسي، ښايي ټولو ته څرګند وي. دواړه ډلې په پاکستان کې لوی لوی مرکزونه او روزنځايونه لري. د دواړو ډلو مشران د تاريخ په اوږدو کې د پاکستاني استخباراتي او دولتي چارواکو نږدې دوستان پاته شوي دي
که واقعيتونو ته ځير شو، نو تر لاسه به کړو چې دا ډول کارونه ټول د افغانستان د سولې او ټيکاو د قسم خوړلو غليمانو دي چې نه پرېږدي، زموږ هېواد د پرمختګ او سوکالۍ مخ وګوري او په دې ډول د دوی ناولې او شومې ګټې په خطر کې شي. دا ډول خنډ اچول او د نفاق اور ته لمن وهل د سولې پر وړاندې د ستونزو د لويولو او د افغانانو تر منځ د بېلوالي او جګړو اوږدولو ستر لامل ګڼل کېدای شي.
تاسې فکر وکړئ، آيا د نړۍ پر مخ داسې يو اسلامي هېواد شته چې سل په سلو کې د کفارو له اغيز پاک او له هغوی سره اړيکې ونلري؟ که نشته نو بيا د دې ډلو استازي په کومو دلايلو له اړونده هېوادونو سره اړيکې پالي؟ آيا پاکستان له اسراييلو وروسته د نړۍ دوهم منافق، اسلام دښمنه او د امريکا او انګليس په مټو ولاړ هېواد نه دی؟ نو بيا څنګه د دې ډلو مشران افغانستان ته دارالحرب وايي او پاکستان مصوؤن ګڼي؟ آيا د دواړو ډلو کوم يوه مشر تر اوسه د پاکستان پر وړاندې د جهاد کوم روښانه اعلان کړی دی؟
د سولې په اړه هم د دواړو ډلو نظرونه ګونګ دي. که څه هم حزب اسلامي د سولې لپاره يوه طرحه وړاندې کړې وه، خو د طرحې له مادو ښکاري چې ډېره په بېړه او احساساتي ډول اووډل شوې وه. په اوسنيو شرايطو کې چې له يوه لوري د حزب اسلامي له نيمايي زيات پخواني غړي په عملي ډول د افغانستان په دولت کې واک لري او له بل لوري د دوی دوهمه ډله وسله واله مبارزه کوي، د نظرونو او فکرونو د ټکر پر ځای د ګډو ګټو لپاره له بېلا بېلو لارو مبارزه د يوازيني قدرت په توګه د واک تر لاسه کولو لپاره د دې ډلې د هڅو ښه څرګندويي کوي.
طالبان هم د سولې لپاره هیڅ مشخص وړانديز او کړنلاره نلري. د دوی د سرزورۍ بيه عام افغانان پرې کوي. ان تر دې چې د ځينو سخت دريزو طالبانو له نظر سره سم ښايي د افغانستان له نيمايي څخه ډېر هغه وګړي چې له اوسني دولت سره په همکارۍ تورن دي، د قتل وړ وي.
په ټوليزه توګه دواړه ډلې د جمعيت اصلاح، شمالي ټلوالې، افغان ملت او ځينو نورو افغان ډلو سره سخته دښمني پالي او دا ېې په وار وار څرګنده کړې ده چې د واک په تر لاسه کولو به له ورته ډلو سره حساب کتاب کوي. دا په دې مانا چې په افغانستان کې ستونزه يوازې بهرني ځواکونه نه دي، بلکې دواړه ډلې د يکه تازۍ او قدرت د تر لاسه کولو ليونۍ دي. که چېرې هغوی افغانستان ته د حقيقت له زاويې او افغاني نظره ونه ګوري، نو روانې ستونزې او شخړې به د بهرنيانو له وتلو وروسته هم کلونه کلونه دوام وکړي او د خپلمنځي جګړو اور به پراخ او روانه غميزه به لا اوږده شي.
دا هم روښانه ده چې له اوسني فاسد او غله دولت څخه خلک پوزو ته رسېدلي دي او د خلاصون لپاره د اوبو وړي په څېر ځګ ته لاس اچوي. بهرني ځواکونه هم د افغانانو په بيا بيا جنګولو خپلو اهدافو ته د رسېدلو لارې لټوي، خو افغانان لا هم د يو بل وينو ته تږي دي. هر ورځ له هر لوري په لسګونه کسان او همدا شان عام وګړي وژل کيږي. په داسې حساسو شرايطو کې اړينه ده چې تر ټولو لومړی افغانان په خپلو منځونو کې د بهرنيانو له اغيز پرته سره کښيني، خبرې وکړي او په داسې ډول همغږي شي چې د خپل هېواد او خلکو ګټې په پام کې ونيسې، د پرديو له اشارو او لارښوونو ځانونه ډډې ته کړي او په رښتينې توګه د خپل ولس او هېواد ژغورلو ته يو موټی شي.
د خپلواک، سرلوړي او پرمختللي افغانستان په هيله