یو وخت درو کبانو په یو ډنډ کي ژوند کاوه. ټوله خوشحاله وه. یوه ورځ یې له درو خلکو څخه واورېده چي ویل ئې: سبا به دلته په دې ډنډ کي کبان ونیسو. اول کب وویل:
– هغه کار چي موږ یې نن کولای سو، سبا ته باید پاته نه سي.
له دې سره هغه سملاسي له ډنډ څخه ویالې ته ولاړی. دوهم کب وویل:
– تر سهاره ډېر وخت پاته دي.
کله چي سهار سو خلکو د ویالې خوله په جالۍ بنده کړې وه. کب خپل ځان پر مرګ واچوی. کله چي خلکو کب پیدا کړ، نو فکر یې وکړ چي مړ دئ. هغوی بیرته په ویاله کي وغورځوی. دریم کب وویل:
– ځه، هر څه چي وسوه، وبه سي.
هغه تشویش ونه کړی. خلکو بیا په ډنډ کي جال واچاوه. کله چي ئې بیرته راکشوی، نو کب په جال کي ولوېدی. هغه وبېرېدی او کوښښ ئې وکړ چي جال څیري کړي، خو جال ټینګ وو سوي وو او داسي غټ سوري ئې نه درلودل چي هغه ځیني ووزي. اوس نو پر دې بیخي ناوخته وو چي کب سړیان خطا باسي او یا هم وتښتي. خلکو ډېر ژر کب ونیوي. هغه ئې مړ کړ او په بازار کي ئې خرڅ کړ.
موږ له دې نکل څخه دا زده کوو چي باید ټول عمر د سبا په فکر کي واوسو.
(له یوناني سرچینې څخه)