یوه ورځ دوو چنګښو د یوې پیالې څخه پیروی خوړی. دوي د پیالې پر څنډه ولاړي وې او په ژبه ئې د پیالې څخه یې پیروي (لکه پشي چي شیدې چښي). یو دم دواړي چنګښي په پیاله کي ولویدې. هغوی بیرته نه سوای راوتلای ځکه بیاله ډېره ښوی وه او د نیولو هیڅ ځای ئې نه درلود چي چنګښي ځان پر ټینګ کړی وای او د پیالې څخه راوتلي وای. چنګښي پوه سوې چي بندي دي. هغوی اول لامبو وکړه او په پیاله کي یوې خوا اوبلي خوا ته وڅرخېدې، راوڅرخېدې تر هغو چي یوې چنګښي وویل:
– دا لامبو موږ ته څه ګټه رسوي؟ موږ چي هر څه وکړو خپل ځانونه نه سو ژغورلای.
له دې سره هغې خپلي پښې کت کړې، لامبو یې بنده کړه. هغه ډوبه سوه او مړه سوه. هغې بلي چنکښي داسی ونه کړه او خپلي لامبه ته ئې دوام ورکړ. څرخ ئې واهه. هغې خپلي پښې دومره ټینګي، ټینګي وهلې چي لږ وخت وروسته ئې د پېروي څخه کوچي جوړ کړل. هغه چنګښه پر کوچو وخته اوو د پیالي څخه راووته. له هغه وخت وروسته یو متل پاته سو چي وایي خرابې پښې هيڅکله دومره خرابي نه وي چي د پېروي څخه کوچي نه سي جوړولای!
د دې نکل درس دا دئ چي موږ باید هیڅکله د ژوند ستونزو ته تسلیم نه سو او خپل کوښښ ته تر پای پوري دوام ورکړو.
(د پولنډ د هیواده څخه)