کور / تازه خبرونه / په خيبرايجنسۍ کې د ناټو تړل شوې اکمالاتي لار بېرته پرانيستل شوه

په خيبرايجنسۍ کې د ناټو تړل شوې اکمالاتي لار بېرته پرانيستل شوه

اسلام اباد :پژواک د خبر له مخې امنيتي چارواکي وايي، چې د پاکستان د خيبر ايجنسۍ لاره د بيا ځل لپاره په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره پرانيستل شوه.دغه لاره ١٣ورځې مخکې د خيبر ايجنسۍ د جمرود ټيډي بازار د علي جومات په سيمه کې پر اکمالاتي کاروانونو د وسلوالو طالبانو د بريد له امله تړل شوې وه او په دغه بريد کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.يوه دولتي چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې اووه کانټينر دا مهال د تخته بېګ سيمې ته رسېدلي ديد سرچينې په وينا، د اکمالاتي موټرو دغه کاروان د تورخم په لور روان شوى، چې په راتلونکو څلورو ساعتونو کې به د تورخم پولې ته ورسېږي.هغه وايي، چې د ګمرکي چارواکو له خوا د محصولاتو له تصفيې وروسته به دغه اکمالاتي کاروان افغانستان ته داخلېږي.
د دغو اکمالاتي موټرو د ساتلو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي او تمه کېږي، چې له نن مازيګر نه وړاندې به د افغانستان خاورې ته داخل شي.