پېښور:د خيبر پښتونخوا په سوات کې د هوټلونو د ټولنې مشر زاهد خان د ناڅرګندو کسانو په ډزو سخت ژوبل شوی دی د زاهد خان ورو يعقوب خان رسنيو ته وویل،ورور یې تیر ماسخوتن د لمانځه د پاره جومات ته روان و چې برید پرې وشو. نوموړی دسېدو شریف روغتون ته د علاج لپاره رسول شوی دی، ویل کیږي چې نوموړي ژور تپونه لیدلي دي.د پيښې په اړه د ځاې تاڼې يو چارواکې محمد اقبال وویل چې دوی د نامعلومه کسانو خلاف مقدمه درج کړې او د پېښې پر پلټنو بوخت دي.د زاهد خان خپل خپلوان وايي چې د دوي له چا سره دشمني نه شته .بل پلو د تحريک طالبان پاکستان ، ملاکند څانګې په زاهد خان د بريد پړه قبوله کړې ده.زاهد خان چې دعوامي نیشنل پارټۍ سره یې هم یو وخت ملګرتیا لرله، د سوات د هغو مخورو مشرانو څخه و، چې تل به یې پر وسله والو نیوکې کولې او حکومتي ځواکونو ته به يې هم د ملامتۍ ګوته نیوله چې ګواکې د سیمې د امنیت په خرابولو کې دوی هم لاس لري.