پېښور:په پاکستان کې پينځوؤ لوړپوړو پوځي افسرانو ته د غيرقانوني گرځول شوې تندروه تنظيم حزب التحرير سره د اړيکو لرلو په تور د بند سزا اورول شوې ده.په دغو افسرانو کې بريگيډئير علي ته د پينځوؤ کالو دقيد سزا اورول شوې او پوځي محکمه وائي په پينځوؤ واړو پوځي افسرانو حزب التحرير سره داړيکو لرلو تورونه ثابت شوي دي. دپاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانگه ائي ايس پي ار وائي دبريگيډئير علي خان پشمول ديو شمير پوځي افسرانو په ضد د فيلډ جنرل کورټ مارشل( ايف جي سي ايم) کارروائي مکمل کړل شوې ده چې په هغې کې بريگيډئير علي خان ته دپينځوؤ کلونو ، ميجر سهيل اکبر ته ددريوؤ، ميجر جواد بصير ته ددوؤ ، ميجر عنايت عزيز او ميجر افتخار ته ديو نيم ، يونيم کال دبند سزا ورکړل شوې ده. بيان کې وئيل شوي دي په دغو څلورو واړو پوځي افسرانو دنورو تورونو ترڅنگ يوې غيرقانوني ډلې سره داړيکو لرلو تورونه هم لگول شوي دي.بيان کې وئيل شوي دي دپاکستان ارمي ايکټ لاندې دغو پوځي افسرانو ته دپوځي عدالت په وړاندې دخپلو سزاگانو په ضد داپيل حق ترلاسه دى.بايد وويل شي بريگيډئير علي دپاکستان دپوځ په مرکز يا جي ايچ کيو کې په يوه مهمه څوکۍ ذمه وارۍ ترسره کولې او هغه تير کال په پينځمه مئ دپوځ له لوري دپنجاب دپينډۍ سيمې څخه نيول شوى ؤپه بريگيډئير علي دحکومت دتختې نسکورولو، دپوځي مشرانو دوژنې ، دسازش او دکالعدم تنظيم حزب التحرير سره داړيکو تورونه لگول شوي وؤ.په پوځي محکمه کې دکورټ مارشل دکارروايۍ په مهال استغاثې ددغو تورونو څخه ځينې بيرته اخستي وؤدبريگيډئير علي او دهغه دنورو پوځي ملگرو په ضدترڅو مياشتو دپنجاب په گجرانواله سيمه کې ديوې پوځي محکمې دننه دکورټ مارشل کارروائي ترسره شوه چې وروستو دغه محکمې دبريگيډئير علي پشمول ذکر کړل شوؤ پينځوؤ واړو پوځي افسرانو ته سزاگانې وټاکلې او ددغو سزاگانو فيصله دمنظورۍ دپاره دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ته ليږل شوې وه ، چې دهغه لخوا له منظورۍ وروستو دغو پوځي افسرانو ته دبند دسزاگانو ورکولو اعلان شوى دى.