په افغانستان کې سیمه یزې او عنعنوی جرګې ډیر لرغونی تاریخ لري او همدا رنګه دهیوادوالو مهمه عنعنه بلل کیږی دغه جرګو د هیواد په ټولنیز جوړښت او سیاسی ثبات کی ډیررول لوبولی دی او هم یی وده کړې ده او همدارنګه ولس یی هم تصامیمو ته درناوی کوی او کړلو یې خوپه هغه وخت کی که چا دغه جرګو ته مراجعه کړله نو د هغه علت یو دا و چی په هغه وخت کی مرکزی حکومت ډیر پیاوړی نه و او هم نه ډیر د باور وړ وو خواوس وضیعت بدلون موندلی دی هر څه پرمختللی او مسلکی شوی دی او دا لړی ورځ تر بلی پیاوړی کیږی . زه د جرګو او مرکو مخالف نه یم خو هغه په خپلو حدودو کی یی د منلو وړ بولم.
د بی بی سی د یوه راپور له مخی د افغانستان د عدلیی وزارت په یوه داسی مسوده کار کوي چی له مخی به یی د هیواد د محلي عنعنوی جرګو فیصلی به مشروعیت او قانونی بڼه غوره کړی د دی راپور ترڅنګ ولسمشر حامد کرزپه یوه غونډه کی وویل چی قضا کی ستونزو خلک دودیزو لارو ته اړ کړی
ددی نه وروسته د بی بی سی په ستاسی غږ خپرونه کی پر دی خبری اتری وشوی چی د قضا څنګه تقویه او دباور وړ شی په بحث کی دمحلی جرګو پریکړو د ارزښت په اړه هم خبری وشوی نو د خپرونی د میلمه ډاکتر علی وردګ چی په حقوقی چارو کې کارپوه دی علاقه یی هم دی ته وه چی د جرګو پریکړی مشروعیت ومومی خو اوریدونکو متفاوت نظرونه درلودل
د خپرونی میلمه یادونه وکړه چی اوس د جنایی علومو په برخه کی د ترمیمی عدالت په نامه یوه مکتب منځته راغلی دی چی ددغه مکتب نظریه داده چی باید دواړه ښکیلی خواوی د سره یوه تفاهم وکړی او منازعه د حل کړی که جزایی وی که حقوقی ځکه چی ددی مکتب په اند د جرم او حق تلفۍ لمړی زیانمن(متضرر) پخپله مخاصم اړخونه دی
نوموړی په خپلو خبرو کی زیاته کړه چی جرګی به له قضاییه قوی سره مرسته وکړی او قضیو ته به ښه رسیدګی وشی ددی هدف او نتیجه څه کیدلی شی زه فکر کړم چی لمړی دا یو موازی تشکیل او صلاحیت دی او که مونږ دجرګو فیصلو ته مشروعیت ورکړو نو زمونږ قضاییه قوه به نوره هم ناتوان بی باوره او ضعیفه کړي او هم عدالت کوم چی هر افغان او مسلمان په هغه باور لری عملی به نه شی او هغه پروسه چی تخصص او مسلک ته ضرورت لری هغه به موږ په لوی لاس بی تاثیره او بی اهمیته کړو که موږ دغه جرګو ته په قضایی برخه کی کوم چی په قانون او شریعت کی ورته واضح اوصریح احکام موجود وی مشورعیت ورکړو نو دا به ستره جفا د خدای ج رسول او ولس پر وړاندی وی ځکه چی موږ به دینی او سلامی احکام نه وی پلی کړی او هم به مو په نظر کی نه وی نیولی
په سلامی دولتونو کی ولسونه له دولت څخه عمدتا ښه امنیت او اقتصاد او د اسلامی احکامو عملی کول غواړی خو په غیر اسلامی هیوادونو کی ولسونه یوازی هغه چاته رایه ورکوی او ټاکی یی چی ښه امنیت یی تامین او ښه اقتصادی خدمات ورته وړاندی کړی
زه فکر کړم چی دا پروژه د غرب او خاصتا د امریکی او انګلیس ده ځکه چی دوی غواړی چی پر نړی خپل حقوقی سیستم هم ومنی لکه چی نن ورځ یی چی ژبه او فرهنګ په ټوله نړی کی مروج او حاکم دی د امریکی او انګلیس حقوقی سیستم هغه حقوقی نظام دی چی اساسأ پر عرف او عاداتو ولاړ دی او په هغه کی هر ډول بدلون راوستل آسانه دی ځکه چی یو آزاد او خلاص سیستم دی او ډیر پردینی اعتقاداتو ولاړ نه دی خو د افغانستان حقوقی سیستم د اسلامی نصوصو او د بشری حقوقو له معیارونو سره سم او برابر دی نو ددی لپاره چی خپل قضایی رکن مستقل او د الهی د احکامو سره سم وساتو او عملی یی کړو نو لازمه ده چی اجازه ورنه کړو چی جرګی د هغه موضوعاتو په اړه فیصلی وکړی شی چی هغه د شریعت او قانون له مخی د هیواد د شرعی محکمو وظیفه او صلاحیت وی او دا رکن بایدد جرګو دلاری تقویه نه کړو بلکی روانه پروسه باید له اسلامی اصولو سره سمه برجسته او غښتلی کړو که څوک وایی چی دا به له محاکمو سره مرسته وکړی نه بلکل به داسی څه ونه شی بلکه لابه ستونزی ډیری شی وګوره نن زموږ په ټولنه کی تر ټولونه بد دود د ښځو په بدو کی ورکول دی دا بد ورکول هم په ټولنه کی له همدغه جرګورا پیدا شول موخه می داده چی جرګی باید په جزایی او مدنی قضیو کی او یا په هغه قضیو کی چی په قانون او شریعت کی ورته احکام موجود وی مداخله او فیصلی دې و نه کړی ځکه چی ټولنه د تمدن په لور نه خوځوی بلکی یو څو ګامه یی نوره هم شاته کوی . په هغه صورت کی چی په شریعت او قانون کی صریح احکام موجود وی او موږ د جرګو مصلحتی فیصلی ومنو نو دا د الهی د کلام خلاف عمل دی ځکه چی په قرآنکریم کی فرمایل شوی دی چی څوک چی د الله ج احکام نه پلی کوی هغه کافر ،ظالم او فاسق دی.
که مشروعیت ورکړل شی زه باور لرم چی د لیبرالیزم د اساساتو او په ځانګړی توګه د غرب او امریکی بریا ده نه د اسلامی قانون او اسلامی عدالت.