٤ مه اګسټ ۲۰۱۲ د ناټو له خوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي د ناټو ځواکونو يوه چورلکه د افغانستان په ختيځ کي رالوېدلې.
دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن د شنبې سهار (٣٨ :٠٢) دقيقې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای ئې نه دئ ښوولى .
خبرپاڼه ليکي چي په بېړنۍ ناسته کي دوى ته کوم زيان نه دئ اوښتى او دا چي د پېښي لامل څه ؤ، په اړه ئې پلټني رواني دي.
د يادوني وړ ده چي د بهرنيانو د دې خبرپاڼي په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو او اسلامي حزب څه نه دي ويلي.