کور / هراړخیز / ټولنيزې شخړې ستره تباهي ده

ټولنيزې شخړې ستره تباهي ده

هوسا،نيکمرغه ،پرمختللې او سالمه ټولنه هغه ده چې ټولنيزې شخړې ،منازعات ،لانجې ،قومي کړکيچونه ،ژبني توپيرونه ،نژادي سيالۍ ،بدۍ ،فسادونه ،نفاق،بدمرغۍ ،ناخوالې اوبې عدالتۍ په کې موجودې نه وي که چيرې يادې ټولې ستونزې اوننګونې په يوه ټولنه کې شتون ولرې هغې ټولنې ته هوسا،نيکمرغه اوسالمه ټولنه نه ويل کيږي په يوه ټولنه کې دستونزو اوننګونو دمنځته راتګ لاملونه ډيرزيات وي خوکه په افغانستان کې ددغه ډول ستونزو دپيداکيدو لاملونه ترڅيړنې لاندې ونيول شي يو خو تيرو لسيزو جګړو ،پرديو مداخلو،نفاق ،دځمکو،غرونو اويانورو شخصي ګټو پرسره جګړو اوختلافاتو ډيرې ننګونې رامنځته کړې دي اوبل داچې په دې هېوادکې ناپوهۍ هرڅه دبدمرغۍ له څپوسره مخامخ کړي دي.

دهېوادپه ډيرو ولايتونواو سيمو کې اوس هم ډيرې ژورې ستونزې او ناخوالې موجودې دي چې له دې جملې څخه قومي شخړې ،لانجې ،منازعات ،دبديو په نوم وژل ،دغرونو ،ځړځايونو اودښتونو پرسر وسلوالې دښمنۍ هغه ننګونې دي چې هم ددولت حاکميت په وړاندې سترګواښ بلل کيږي اوهم يې په دې هېواد کې دسترو پرمختګونو اومثبت بدلونونو مخه ډب کړې ده خوست هغه سرحدي ولايت دى چې ترنورو ولايتونو په کې زيات قومي منازعات اوبدۍ شتون لري چې زياتره دځمکو ،دښتو ،غرونو اويا نورو لاملونوپه اساس رامنځته شوې دي هغه څيړنه چې په دې وروستيو کې دخوست ولايتي ادارې لخوا ترسره شوې داپه ډاګه کوي چې قومي شخړو،لانجو ،منازعاتو اودقومونو ترمنځ بديو په دغه ولايت کې پرمختګ ،بيارغونې ،مثبت بدلون ،دځوانانو روزنې ،ښوونې ،سولې ،امن ،ثبات ،دولتي حاکميت ،سالمې ادارې اوغوره حکومتدارۍ ته په ټولو برخو کې ژور زيان رسولى دى اوپه دغه ولايت کې يې دډيرو پرمختګونو مخه نيولې ده.

سره ددې چې دتيرو دوه نيمو کالونوپه جريان کې داوسنۍ ولايتي ادارې لخوا ددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې دډيرو قومونو ترمنځ دپرلپسې مذاکراتو ،جدي تلاشونو اوغوره منځګړيتوب پربنسټ ډيرې دلسيزو لسيزو څخه راپاتې شخړې دهواري تربريده ورسيدې اوټولې وسلوالې شخړې دوه کاله وړاندې په بشپړه توګه بندې شوې په شخړو کې ښکيلو اړخونو ددوه اړخيزه تفاهم اويولړشرايطوپه اساس خپلې منځې شخړې بندې کړې اوخپل ځوانان يې له غرونو اومورچو راښکته کړل ،ولايتي ادارې ته يې ډاډ ورکړ چې نور به هيڅ ډول شخړوته لمنه نه وهي بلکې ديووالي ،اسلامي ورورلۍ او دوه اړخيزه درناوي په فضاء کې به خپل ژوند تيروي.

ددغه قومي شخړو اولانجو په پاى ته رسيدلو سره دهرقوم ځوانانو دپوهې اوقلم لاره خپله کړه،دقومونو مشرانو دخپل ولايت بيارغونې ،پرمختګ اوترقۍ ته مټې را ونغښتي ،دوينو بهيدلو مخه ونيول شوه ،ټولې سپکې او درنې وسلې مسوولو امنيتي ارګانونوته وسپارل شوې ددولتي حاکميت لمنه ددغه ولايت ترګوټ ګوټ پورې په ډير ځواک سره خوره شوه ،ددولت دوسلوالو مخالفينو دفعاليت دايره هم کمزورې شوه ان تردې چې دډيرو قومونو ځوانانو دخپلو مشرانو پخوانۍ ټولې هغه کړنې په ټينګه وغندلې چې په قومي شخړو يې ددوى برخيلک ته لوى زيان پېښ کړى دى.

څنګه چې مخکې مو يادونه وکړه چې دشخړو اولانجو مخه خو په بشپړه توګه نيولې شوې ده ولې هغه څه چې اوس هم پاتې دي هغه په قومونو کې ټولنيزې منازعې اوبدۍ دى چې بايد مخه يې ونيول شي.

خوست ولايتي ادارې ددغه ننګونو دمخنيوي په خاطرهم خپلې هڅې پراخه اوجدي کړې دي اوپه دې تړاو يې په دې وروسيتو کې داسې يوڅيړنيز سمينارهم په لاره واچولو چې ددغه ولايت اکثريت ديني علماوو،قومي مشرانو ،علمي شخصيتونو ،استادانو ،ښوونکو ،مدني ټولنو فعالينو ،فرهنګي شخصيتونو،خبريالانو ،دملکي ،امنيتي ،کشفي ،نظامي ارګانونو مسوولينو ،دعدلي اوقضايي ادارو کارکوونکو په کې برخه اخيستې وه چې دجوړشوي سيمينارپه ترڅ کې يې په ټولو هغه موضوعاتوباندې څيړنيز اواساسي بحث ترسره کړ کوم چې دخوست ولايت دپرمختګ ،بيارغونې دولسونو ديووالي اوټولنيزې هوساينې لپاره جدي ګواښونه بلل کيږي دهمدې تهديداتو دمخينوي په خاطريې ولايتي ادارې ته دپايلې په توګه داسې يوپريکړه ليک وړاندې کړ چې هغه ته پاملرنه سل په سلو کولى شي په دغه ولايت کې ټولې ټولنيزې ستونزې ،بدمرغۍ اوشخړې پاى ته ورسوي.

ولايتي ادارې هم يو کميسيون ته دنده وسپارله اودياد سيميناردپريکړه ليک په رڼا کې يې داسې يوه جامعه طرحه او تګ لاره په ١٧ پاڼوکې په تصويب ورسوله چې تطبيق به يې له يوې خوا ټولې ټولنيزې شخړې ،منازعات ،ستونزې اولانجې پاى ته ورسوي اودبلې خوا په شخړو کې په ټولو ښکيلو اړخونو باندې په جدي توګه دقانون تطبيق ته لاره هواره شي.

په تصويب شوې تګ لاره کې ټولو ملکي اداروته دنده سپارل شوې ترڅودخوست په مرکز او ولسواليوکې ولسونوته دښو خدمتونو دوړاندې کولو لړۍ چټکه کړي اودادارو مامورين بايد په قومي منازعاتو کې له ښکيل کيدو څخه جدي ډډه وکړي دسرغړونې په صورت کې به له قانوني چلندسره مخامخ شي.

امنيتي ،کشفي اونظامي ارګانونو ته په دې تړاو مسووليت سپارل شوى چې بايد دخوست په مرکز او ولسواليوکې ددولتي حاکميت دلازيات ټينګښت په موخه دټولو هغه منازعاتو په هواري او کنترول کې له خپله اړخه جدي اقدامات وکړي چې دډاډمن امنيت ،سولې ،ثبات اودولتي حاکميت په وړاندې خنډونه پيداکوي همداشان دټولو هغه کسانو ،ډلو ،مافيايي کړيو او ورانکاره اشخاصو دنيولو دنده هم ورکړل شوې چې دولس ،سولې اوثبات ددښمنانوپه اشاره په خوست کې قومي شخړو،منازعاتو ،بديو اونورو لانجوته لمنه وهي.

په ياده تصويب شوې تګ لاره کې له ټولو عدلي اوقضايي ادارو څخه غوښتل شوي چې دقانون دتطبيق په خاطرخپلې هڅې ګړندۍ کړي او دشخړو عاملينو اوپه همدې بدمرغيو کې په ښکيلو کسانو باندې قانون تطبيق کړي اوله حقوقي اړخه ورته داسنادوپه استناد خپل اجراءت په مسووليت سره سرته ورسوي.

ديني علماو،قومي مشرانو ،استادانو ،ښوونکو ،مدني ټولنو او مطبوعاتو ته ديادې تګ لارې په اساس دنده ورکړل شوې ترڅو په ملي او اسلامي مسووليت سره دټولو روانو بدمرغيو ،قومي منازعاتو په پاى ته رسولو کې هڅې وکړي اودولسونو دفکرونو دجوړولو لپاره په ولسي قوت خپل کار ترسره کړي اوپه هېواد کې دسولې دپروسې دروان بهيردچټکتياپه خاطرهم ګړندي ګامونه پورته کړي
دشخړو دهواري کميسيون ته دنده سپارل شوي ترڅو دهرې حقوقي موضوعې دڅيړنې اوپلټنې لپاره په قانوني چوکاټ کې پرځاى اقدامات اوچت کړي اودقومونو ترمنځ دټولو مدني اوحقوقي قضيو په ځيړنه کې له اجمتاعي اړخه خپل اغيزمن مسووليت سرته ورسوي. همداراز دهمدې موضوع په تړاو ځينو رياستونو ،ولايتي شورا،سولې ولايتي کمېټې ،علماوو شورا مسووليتونه او دندې هم په ګوته شوې دي.

ديادونې وړده چې دغه تصويب شوې تګ لاره اوس مهال دټولو مسوولو ارګانونوپه واک کې دتطبيق لپاره ورکړل شوې چې هره اداره او ارګان به دخپل مسووليت دقلمروپه دايره کې ديادې تګ لارې په اساس دشته ناخوالو ،ستونزو ،لانجو ،منازعاتو اوبدمرغيو دمخنيوي لپاره قانوني اوجدي اقدامات ترسره کړي.