کور / ترخې خبري / هدایت الله همیم او ایمل پسرلي ته سرخلاصی لیک

هدایت الله همیم او ایمل پسرلي ته سرخلاصی لیک

ښاغلی قاري صاحب هدایت الله همیم او ایمل پسرلی

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

ښاغلیو هیله ده چې روژه به مو په خیر وي او له خپلو کورنیو سره به دخیر او عافیت ژوند لرئ ، څومره چې زما معلومات دي ، ویل کیږي چې ښاغلی ایمل پسرلی دبي بي سي پښتو دانلاین برخې بنسټګر او اوسنی منسجموونکی دی ، او قاري صاحب همیم بیا به په کابل کې دبي بي سي دانلاین برخې کارکوونکی دی .

څرنګه چې زه یوازې دبي بي سي پښتو برخه ګورم نو دلته هم دبي بي سي یوازې په همدې برخه درسره خبره کوم ، له دې علاوه ( بُز په پای خود ګوسفند به پای خود )

بي بي سي پښتو دپښتو ژبې یوه له وتلیو ویب پاڼو څخه ده ، چې خپله دایمل پسرلي داظهاراتو له مخې ترټولو پښتو ویب پاڼو مخکې ده او دکتونکو شمیر یې میلیونونو ته رسیږي ، طبعا ددې ویب پاڼې کتونکي ټول پښتانه په تیره افغانان دي ، ځکه دنورو ژبو خلک که بي بي سي ګورې نو دخپلې ژبې برخه یې ګوري ، دپښتنو په اړه ویل کیږي ، چې دعربو او ترکیانو غوندې دنړۍ هغه قوم دی چې علی الاستغراق یې اسلام قبول کړی دی ، یعني یوکس یې هم کافر نه دی پاته شوی او ګردسره مسلمانان دي ( ولله الحمد )

نو مطلب داچې دبي بي سي پښتو ویب پاڼه باندې چې کوم نټ کتونکی کلیک کوي ، لازمي ده چې هغه به مسلمان وي ، چې له دې ځایه ددې ویب پاڼې په منسجموونکو باندې دخپلو میلمنو عقیدوي او فکري تړاو ته په پام سره ځیني قیود لازمي یا مناسب بلل کیږي .

هغه داچې که چیرې دمخمسې دحالات غوندې ضرورت نه وي ، باید چې په ویب پاڼه کې بربنډ عکسونه او پاروونکې ویډیوګانې خپرې نه کړي .

خو شاید تاسو استدلال وکړئ ، چې بي بي سي یوه ازاده اداره ده چې دبریتانیا له پالیسۍ سره سمه چلیږي ، یعني اسلامي ارزښتونو ته دټکي په ټکي اعتناء تمه ترې نه شي کیدلی .

خو ګورئ ښاغلیو دنړۍ په ګوټ ګوټ کې کفار رښتیا هم اسلام ته عملي اعتناء نلري ، خوترکومه چې موږ لیدلي دانساني عقل په برکت کفار هم دومره هوښ لري چې دمسلمانانو دمقدساتو احترام تریوه حده ساتي ، ددې په خاطر نه چې اسلام ته درناوی لرې بلکې په دې خاطر چې خپل ځان مهذب او هوښیار ثابت کړي ، او دمسلمانانو سره د ډیر بیلتون مخه ونیسي ، دهمدې امله خو موږ امریکایان او برتانویان لیدل چې په پیل کې کله افغانستان ته راغلل نو ډيرو یې ږیرې پرې ایښې وې او حتی کلیوالو سیمو ته دتګ په مهال به یې پټکي په سرکول ، دغه راز یې د روژې په مهال دعامو خلکو په مخکې خوراک څښاک نه کاوو ، ترڅو ځانونه دمسلمانانو عقائدو ته درناوي لرونکي ثابت کړي .

له دې مشهودو حقائقو څخه موږ دا اخذ کولای شو ، چې دبي بي سي غوندې یوه مشهوره اداره به کله هم عمدا داهڅه ونه کړي ، چې درژوې په مبارکه میاشت کې اسلامي اقدارو ته سپکاوی واړوي ، او دخپلو مسلمانو کتونکو مخې ته یوازې هغه عکسونه کیږدي ، چې دانسانیت په ځای دحیوانیت استازیتوب کوي .

نوچې دبي بي سی لخوا دداسې عکسونو نشرول ضروري او اجباري نه دي معلومیږي ، چې دا ستاسو محترمینو شخصي ذوق دی ، چې دالمپیک لوبو دورځنیو زرګونو عکسونو له منځه یوازې دښځو هغه عکسونه په خپله پاڼه نشروئ ، چې ترټولو ډيرې په کې بې پردې شوي وي .

قاري صاحب محترم ! څومره چې تاسو پيژنم لله الحمد تاسو له خورا محترم او متدین کاله سره تعلق لرئ ، ستاسو والد صاحب دخپلې سیمې ترټولو ستر عالم او دیني مخور وو ، وروسته خپله ستاسو تعلق هم تل له دیني ادارو سره پاته شوی هغه که دعربو دارالحفاظ وو ، کې دابي حنیفه معهد وو او که داسلام اباد نړیوال پوهنتون ، دغه راز پسرلی صاحب هم له سوچه اسلامي کورنۍ سره تعلق لري ، دا به ستاسو په نسبت ډیره دافسوس وړ وي ، چې دپاڼې مسلمان کتونکي مو له دې امله ټوله پاڼه نه شي خلاصولی ، چې په لومړي نظر یې په بربنډو عکسونو نظر پریوزي .

ښایي تاسو به استدلال وکړئ ، چې داعکسونه بربنډ نه دي ، نه پوهیږم چې دا هم بربنډ نه وي نو بیا به عریاني او بي حیایي څه ته وایي ، باور وکړئ تاسوچې کوم عکسونه خپروئ ، دومره عورت خو دحیواناتو هم په خپله لکۍ سره پټ وي ، چې بیا نو ستاسو په باور حیوانات هم ټول په پرده کې دي .

داسلام له نظره دښځې ټول وجود عورت دی ، له مخ ورغوو او دپښو له تلو پرته ، نه پوهیږم په دې مبارک رمضان کې دداډول عکسونو رایوځای کولو څخه ستاسو مطلب او موخه څه ده ، آیا پرته له دې چې خلګ ګنهګار او یوه ډله خلک مو له همدې امله له خپلې پاڼې بیزاره کړي وي ، ستاسو دا عمل بله لاسته راوړنه لري ، نه هیڅکله نه ، بلکې په دې کار سره تاسو دخپلو لوستونکو په مخ کې بل ډول معرفي کیږئ .

قاري صاحب همیم ! تاسو پوهیږئ لکه څنګه چې په نیکۍ کې مرسته کوونکي دنیکي کوونکي غوندې اجر لري دغه راز دبدۍ او ګناه دروازه خلاصوونکی هم دګناه کوونکي په کچه ګناهګار بلل کیږي ، که دپسرلي صیب خبره رښتیا وي ، او بي بي سي پښتو هره ورځ په میلیونونو کسان ګوري ، او په دې پارونکو بربنډو تصویرونو یې هم سترګې لګیږي ، نو آیا ډیر د ویرې ځای نه دی ، ځکه چې تاسو محترمین به له هریوه کتونکي سره په بالمثل توګه په ګناه کې ورشریک حسابیږئ .

قاري صاحب تاسو ته خو دقرانکریم هغه آیت یاد دی ، چې الله تعالی وایي دقیامت په ورځ به ستاسو په خولو دسکوت مهرونو ووهم ، او ستاسو اندامونه به ګویان کړم ، چې دخپلو کړیو ګناهونو شاهدي درباندې ووایي ، دقیامت دورځې راتګ خو زموږ دعقیدې برخه ده ، او دقرانکریم آیتونه هم زموږ مؤمن به دي ، نو آیا له هغې ورځې ډار نه دی په کار چې ستاسو سترګې او لاسونه بیا په تاسو شاهدي وایي ، او ددې هره ورځ واقع کیدونکې ګناه دنړیوال تسلسل څوچنده درانه پیټې درباندې حمل کیږي .

قاري صاحب او پسرلی صاحب په پای کې هیله درنه کوم ، چې دخپلې مسلمانۍ په پار لږ درمضان المبارک خیال وساتئ ، دغه ډول کړنې په والله که هیڅ فایده درته وکړي ، که څه دنیاوي فایده وه ( چې نشته ) هغه به هم دبي بي سي جیب ته ځي ، تاسو هسې په کې ځانونه ګناهګاروئ ، که چیرې دبي بي سي لخوا درباندې ایښودل شوي وي چې خامخا به فلان او فلان لوڅ لپړ عکسونه پرلیکه کوئ ، نو خپلو چارواکو ته ووایاست چې زموږ کتونکي له دې سره حساسیت لري ، او دا دخپلو مقدساتو سپکاوی بولي ، انګریزان چې دخپل اعتبار دکسب او ساتلو په چاره کې خورا هوښیار دي ، که چیرې په دې حقیقت پوه شي نوهیڅکله به هم داسې چارې ته زړه ښه نه کړي .

په پای کې یوځل بیا سلامونه