کور / تازه خبرونه / د سرحدي پوليسو او طالبانو تر منځه نښته وسوه

د سرحدي پوليسو او طالبانو تر منځه نښته وسوه

د افغان سرحدي پوليسو او طالبانو تر منځ په نښته کي د دولتي چارواکو په وينا ۲ طالب جنګيالي وژل سويدي . د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼي له مخي نښته نن سهار وختي وروسته تر هغه رامنځ ته سوه کله چي يوه ډله وسلوالو د معروف ولسوالۍ د شاخېل له کلي څخه درې تنه سپين ږيري په دې تور چي خپلوان يې د ملي پوليسو په ليکو کي شموليت لري له ځان سره ولېږدول.

افغان سرحدي پوليسو ددې کسانو په تعقيب سره عمليات وکړل چي له وسلوالو مخالفينو سره په جګړه کښېوتل او په نتيجه کي يې دوه تنه ورڅخه ووژل.
د وژل سوو وسلوالو مړي افغان سرحدي پوليسو له ځان سره د ولسوالۍ مرکز ته لېږدولي او د هغوى څه يې يو ميل کلاشنکوف او يوه پايه مخابره هم تر لاسه کړي دي.
دچارواکو په وينا په دې نښته کي افغان سرحدي پوليسو او ملکي خلکو ته کوم ډول مالي او ځاني زيانونه نه دي اوښتي.