دولسپال افغان ځوانانو ټولنه په رسمي ډول د جمهوري ریاست په ادرس دغه احتجاج ځکه لیکي چي د رسنیو دسرغړوني کمیسون او داطلاعاتو کلتور وزارت دواړه په افغانستان کي د رسنیو سرغړونه هغه بولي چي د ایران داسلامي جمهوریت دتګلاري په ټکر کي وي . نور که هرڅوک دافغانستان اسلامي او کلتوري ارزښتونو ته سپکاوي کو ي . ملي مشرانو ته سپکي سپوري وائې اوان تر دې چي د روژې په مبارکه میاشت کي د ښځو بربنډ انځورونه خپروي دوي ئې د نړیوالي ډیموکراسۍ یوه برخه بولي .
دافغانستان مسلمان ملت په تیروڅلورو لسیزو کي په میلونو قربانۍ یوازي ددې لپاره ورکړي چي د خپلو اسلامي اوکلتوري ارزښتونه څخه دفاع وکړي . افغانانو یوازي ددې لپاره دجهاد سپیڅلې لاره خپله کړه تر څود یرغلګرو دهرډول ځمکني ، دیني او کلتوري تجاوز څخه ځانونه وژغوري . او په دې لاره کښي ئې دنژدې درې میلونو وګړو د سپیڅلي ویني قیمت ادا کړي دي .
دافغانستان داسلامي جمهوریت په راس کي ولسمشرحامد کرزی مکلفیت لري ترڅو داساسي قانون د دوهمي ، دریمي او شپږمي مادې په پلي کولو سره دافغانستان د نجیب او مسلمان ملت دهیلو او اسلامي افکارو څخه دفاع وکړي .
لهاذا ،د ولسپال افغان ځوانانو ټولنه په رسمي ډول دپرانستي احتجاج لیک له لاري دافغانستان داسلامي جمهوریت څخه په ټینګه غوښته لري چي د افغانستان لپاره د بي بي سي پښتو نشرات درسنیو دنافذو قوانینو په ړنا کي احتجاجاً وتړي .
دغه ادارې دروژې مبارکي میاشتي په اتمه ، نهمه ، لسمه او یولسمه نیټه پر خپله پښتو ویب پاڼه باندي دښځو ۹۹٪ بربنډ انځورونه خپاره کړي دي او لا ئې خپروي . دغه کاردافغانستان په اسلامي ټولنه کي د فحشا دخپرولو یو څرګنده هڅه ده چي داساسي او رسنیو دبرحاله قوانینو ترڅنګ د ټولو اسلامي احکامو په ټکر کي یو نه بخښونکي عمل دی .
داچي دافغانستان د مخابراتو وزارت د اترا اداره دقانون په رنا کي دهغه ټولوویب پاڼو سانسور ترسره کوي چي غیري اخلاقي بربنډ انځورونه او فلمونه خپروي . باید دبې بې سي پښتو پاڼي سره هم ورته عمل وسي . ځکه دوي قصدا د روژې دمبارکي میاشتي په مبارک ورځو کي افغانانو ته غیري اخلاقي بربنډ انځورونه خپروي .او غواړي ددې لاري له یوې خوا داسلامي دین دستري مبارکي میاشتي سپکاوي وکړي او له بله اړخه د افغانستان د ځوانانو ذهنیت په دغه مبارکه میاشت کي دعبادت څخه دفحشا په لور سوق کړي.
دافغانستان د مسلمان او مجاهدملت دځوان قشر په استازیتوب دغه عمل په سختو ټکو غندو او په څرګندو ټکو وایو که چیري د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهور ریس هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت یا درسنیو دسرغړوني دکمیسیون په څیر دې کارته چوپه خوله پاته سي نو موږ به دخپلو اسلامي احکامو د دفاع لپاره دپراخو لایونونو څخه کار واخلو چي بیا به ئې د هرډول پیښو پړه دجمهوري ماڼې په غاړه وي.
په درنښت
پر اسلامي اساساتو ولاړ د یو قوي افغانستان په هیله
دافغان ولسپال ځوانانو ټولنه – کابل