کور / سياسي / په سياسي نمايندګيوکې ژوربدلون اوسمون ته اړتياده

په سياسي نمايندګيوکې ژوربدلون اوسمون ته اړتياده

اوس مهال دنړۍ ټول ملتونه په يونړيوال کلي کې ژوند کوي ځکه چې په دې نړۍ کې هراوسيدونکى په څوشېبو کې دنړۍ دهرګوټ له حالاتو ،پېښو اومعلوماتو څخه خبريږي اوپه هرګوټ کې چې کوم بدلون راځي په نورو هېوادونويې هم اغيز پرېوځي دغه نړيوالتوب څو علتونه لري يوخوداچې په نړيواله کچه داړيکو دټينګښت وسايل زيات اوعصري شوي دي،بل داچې هېوادونو ددې عصردغوښتنوپه اساس په بېلابېلو سياسي ،فرهنګي ،اقتصادي،تجارتي ،ټولنيزو ،نظامي او نورو برخو کې اړيکې ټينګې کړې دي چې په همدې برخو کې داړيکو دتنظيم په خاطردا مهال په نړيواله کچه نړيوال قوانين ،مثاقونه ،نورمونه رامنځته شوي او په همدې چوکاټ کې دولتونه په خپل منځ کې اړيکي پالي افغانستان دنړيوالې کورنۍ ديوه غړي هېوادپه توګه اوس مهال دنړيوالو اړيکو داصولو اونړيوالو عمومي حقوقو دنورمونو اوقواعدوپه اساس له ډيرو دولتونوسره په بېلابېلو برخو کې اړيکې لري چې په دې وروستۍ لسيزه اوددې هېوادپه نوي سياسي ژوندکې دغه اړيکې نورې هم زياتې اوټينګې شوې دنړۍ په ډيرو هېوادونوکې افغانستان خپلې سياسي نمايندګې چې دنړيوالو اړيکو دتنظيم اوپراختيا لپاره اساسي ديپلوماتيکي بنسټونه بلل کيږي فعالې اوايجاد کړې په ورته توګه نورو هېوادونو هم په افغانستان کې سياسي نمايندګۍ پرانيستې.

دسيمې اونړۍ په کچه له هېوادونوسره داړيکو ټينګښت اوپراختيا ددې عصرغوښتنه اويوښه پرمختګ بلل کيږي خوهغه څه چې په رېښتنې توګه داړيکو په ټينګښت اوپراختيا کې لوى بدلون رامنځته کوي هغه فعالې سياسي نمايندګۍ دي که پرمختللي او ځواکمن هېوادونه په همدې عرصه کې ترمطالعې لاندې ونيول شي داثبوت ترلاسه کيږي چې هرپرمختللى هېواد دخپلو ملي اونړيوالو ګټو دخونديتوب لپاره په نورو هېوادونو کې فعالې ،کاري او مسوولې سياسي نمايندګۍ لري ددې ظرفيت لري چې په څه ډول خپلې ګټې په مقيم هېوادکې خوندي وساتي.

خوافغانستان بياپه دې برخه کې ډير شاته پاتې هېواد دى لامل يې دادى چې يوخوافغانستان دبيړې په اساس له درک پرته په نورو هېوادونوکې سياسي نمايندګۍ جوړوي بل داچې بيا دسياسي نمايندګيو دچارو مسووليت داسې کسانو ته سپارل کيږي چې داهليت ،لياقت ،درايت ،شياستګۍ اومسلک په اساس يې لاره نه وي پيدا کړې بلکې دګوندي ،قومي ،پرديو سرچينوسره دتړاو اويايې له ورته نورو لارو دسياسي نماينده ګيو دچارو دمسووليت ټيکه نيولي وي دهمدې خبرې دثبوت په خاطرکه همدا اوس دافغانستان دټولو سياسي نمايندګيو په اړه يوه هراخيزه ، ژوره ،دقيقه څيړنه اوسروې ترسره شي سل سلنه به يې پايله داوي چې ددې هېوادپه سياسي نمايندګيو کې ګډوډۍ موجودې دي ان تردې چې هلته استول شويو کسانو دافغانستان له سفارتونواوقونسلګريو څخه دخپلوګوندي اوشخصي ګټو دخوندي ساتلوپه خاطرشرکتونه جوړ کړي دي

په دې کې شک نشته چې افغانستان اوس مهال دنړۍ له ډيرو هېوادونو سره سياسي،اقتصادي ،تجارتي،فرهنګي،نظامي اوپه ورته توګه په ډيرو نورو برخوکې اړيکې لري او يايې دامهال له ډيرو هېوادونوسره ستراتيژيکې اړيکې هم ټينګې کړي دي ځکه چې په نړۍ کې اوسني وضعيت او حالت ته په کتوسره دوخت ،سيمې اونړيوال سياست غوښتنه هم دا ده هغه هېواد اوملت دنورو هېوادونوله اړيکو څخه ښه ګټه پورته کولى شي لومړى داچې دخپل بهرني سياست اوتګ لارې دجوړونې لپاره په کارپوه ،مسلکي ،ژمن ،وفادار اودټولنې په ذهني اوعيني شرايطو پوه سياست وال ولري دوهم داچې دبهرني سياست دکولو اوتګ لارې دپلي کولولپاره په بهرنيو سياسي نمايندګيو کې داسې دېپلوماتان ولري،چې له خپل هېوادسره دزړه له تلې مېنه ولري،ملي ګټو،ملي هويت ،ملي دريځ اوملي ارزښتونوته بشپړ درناوى ولري،له ګوندي ،سمتي ،ژبنيو،توپيرونو په جدي توګه ډډه وکړي،دنورو هېوادونو داستخباراتي کړيو په لوموکې راګيرنه وي، دخپل هېواد دټولو حالاتو ،عمومي وضعيت ،روان سياست ،غوښتنواو ستراتيژيکوموخوپه اړه دقيق ،هراړخيزه ژوردرک او معلومات ولري،اودهغه هېوادپه اړه چې هلته ماموريت په غاړه لري هم هراړخيزه واقعي انځورپه ذهن کې ولري ځکه چې ديو قوي او مسلکي دېپلومات لپاره ترټولو مهمه داده چې دخپل هېواد دبهرني سياست اوتګ لارې په چوکاټ کې خپل ورسپارل شوى ماموريت پرمخ يوسي اوټولې هغه موخې ترلاسه کړي چې بهرنى سياست يې ايجاب کوي .

افغانان دنړۍ له نورو هېوادونوسره په اړيکو خوښ دي ځکه چې له دې لارې افغانستان ديوخپلواک هېوادپه توګه وکولى شي دسيمې اونړۍ په هېوادونوکې خپلې ملي ګټې خوندي کړي اودخپلو ملي ګټو پربنسټ بهرنى سياست وکړي خو داسې معلومات شته چې ددې هېوادپه بهرنيوسياسي نمايندګيو کې ژورې ستونزې شتون لري ددغه ستونزو درېښو سرچينې سياسي ګوندونه ،قومي توپيرونه ،بهرني فشارونه اوپه خپله دبهرنيو چارو په وزارت کې دفعال اوسالم مديريت نه شتون دى، هغه په دې مانا همدا اوس دافغانستان په ټولو بهرنيو سياسي نمايندګيو کې ځينې داسې کسان په دنده ګمارل شوي چې دخپل دهېواد دڅلورو خواوپه اړه هم دقيق معلومات نه لري اونه دخپلې ټولنې په ذهني اوعيني شرايطوباندې پوهيږي بلکې يواځې دځينو سياسي ګوندونو،ډلواوبهرنيو بنسټونوپه اشاره په دندو ګمارل شوي دي، اوس نو يواځې په سياسي نمايندګيوکې دخپلو ګټوپه لټه کې دي دملي ګټو،ملي هويت ،ملي دريځ،ستراتيژيکو اهدافو اوخپل بهرني سياست په اړه ورسره هيڅ درک ،معلومات اوغم نه شته،اونه په هغه هېوادونوکې دمېشتوتو افغانانو په ستونزو پوهيږي په ټولو سياسي نمايندګيو کې يې ګډوډۍ رامنځته کړې دي که دانترنت نړۍ ته مراجعه وشي نودافغانستان دډيرو سفارتونوپه اړه به داسې معلومات هم ترلاسه شي چې زمونږ ځينې تش په نامه او بېده دېپلوماتان په څه باندې مصروف دي اوپه څه ډول دخپل هېواد نمايندګيو چارو مخ ته وړي ؟

که په دغه موضوع بحث اودمعلوماتو وړاندې کولوته ادامه ورکړل شي زيات څه پرې ليکل کيداى شي،خو بايد دمخنيوي هڅه يې وشي اوپه دې فکر وشي چې څنګه دافغانستان په سياسي نمايندګيوکې سمون اوبدلون راتلى شي ترڅو افغانستان په رېښتنې توګه په بهرنيو هېوادونو کې فعال او ژمن دېپلوماتان اوفعالې سياسي نمايندګۍ ولري.

زمونږ هېواد دتاريخ په ډيرو حساسو امنيتي ،اقتصادي اوسياسي حالاتوکې قرارلري تربل هر وخت له سخت امتحان سره مخامخ دى که دافغانستان دولت اوملت په همدې حساسوشرايطوکې خپل مسووليتونه ونه پيژني نو مونږ به دټولې نړۍ په کچه ديوناکام ملت او هېوادپه توګه راڅرګندشو لکه څرنګه چې مخکې مويادونه وکړه چې واقعي دېپلوماتان دېو هېواد دملي ګټو دساتلو ښه ژبه او ځواک دى نو دولت ته په کاره ده چې داداري فسادپرضد دمبارزې ترڅنګ په خپلو بهرنيو سياسي نمايندګيوکې ژور اصلاحات رامنځته کړي،ملي څيرې ددغه ملت په درد ځوريدلي ،ژمن اومسلکي دېپلوماتانو دندې ورکړل شي ،اوټول هغه کسان چې دامهال يې له سياسي نمايندګيو دخپلو شخصي اوګوندي ګټو دوکانونه جوړکړي لرې کړي ان تردې چې بايد دقانون منګولوته وسپارل شي.

دافغان ولسمشر په دې وروستي فرمان کې دبهرنيو چارو وزارت ته دنده ورکړل شوې چې په بهرنيو سياسي نمايندګيو دژورو اصلاحاتو درامنځته کيدو په خاطر دشپږو مياشتو په جريان کې قانوني اقدامات ترسره کړي اوپه دې اړه بايد خپل وړانديزونه دافغانستان اسلامي جمهوري دولت مقام ته وکړي اوس پوښتنې دادي

چې ايا دبهرنيو چارو وزارت کولى شي دولسمشردفرمان په اساس په شپږو مياشتو کې په ټولو سياسي نمايندګيوکې اصلاحات رامنځته کړي ؟ څرنګه به دغه وزارت چې دټولو سياسي نمايندګيو مديريت په غاړه لري په سياسي نمايندګيوکې اصلاحاتو ته لاره هواره کړي؟ اوڅه ډول به دغه وزارت دسياسي نمايندګيو تشکيلات ملي کړي؟ په کومو اصولو به اوکومو کسانوته به دچارو مسووليت ورکړل شي؟ داهغه پوښتنې دي چې دفرمان له مخې بايد په شپږو مياشتو کې ورته ځواب پيدا شي اوکه له شپږو مياشتو وروسته بيا هم يواځي نمايشي وړانديزونه ترتيب شي اوکوم بدلون منځته رانشي اوسنى حکومت به خپل ولسي باور له لاسه ورکړي او ان تردې چې په دې حساس وخت کې به ملي مشروعيت هم ترپوښتنې لاندې راشي نو ضرورت دي چى جدي اوقانوني اقدامات ترسره شي.