لراوبر ته د ناټو له لوري رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې په ژړۍ اولسوالۍ کي د يوه وسله وال قوماندان د نيولو په موخه عمليات کړي.
خبرپاڼه ليکي چي کله عمليات پيل سول د وسله والو له لوري پر بهرنيانو او افغان ځواکونو بريدونه وسول چي په جوابي ټکانو کي يوشمېر وسله وال ووژل سول او يوشمېر شکمن کسان ونيول سول.
خبرپاڼي په دې نښته کي خپل لوري ته د ور اوښتي زيان خبره نه ده کړې او نه هم په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو څه ويلي دي.