کور / تازه خبرونه / د پاکستان د بريدو په اړه دي ورته عمل ترسره سي

د پاکستان د بريدو په اړه دي ورته عمل ترسره سي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مهم مطالب تر ډیره د افغانستان پر ختیځو پولو د پاکستان راکټي بریدونو او د غزني په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د خلکو پاڅون ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د کورنیو چارو د وزیر جنرال بسم الله محمدي له قوله لیکلي چې دا بریدونه د پاکستان د استخباراتي شبکې او پوځ له خوا کیږي.

جنرال محمدي د مشرانو جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې ویلي، چې له دوي سره داسې اسناد او شواهد شته چې ښیی توغول شوي توغندي د پاکستان د پوځ دي.

سرنوشت د دفاع وزارت د لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي په حواله لیکي، پاکستان دا بریدونه په دې هدف کوي چې افغان دولت د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني.

دې ورځپانې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد ولس ته هم اشاره کړې او ویلي یی دي چې وړمه ورځ د دې ولسوالۍ په بوبند کلي کې د سیمه ایزو خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه طالبان ووژل شول او دوه نیول شوي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې هر هېواد له خپلې خاورې د پوره دفاع لپاره پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري، خو لا تر اوسه افغانستان د خپل دفاع لپاره لازم پوځي امکانات نه لري او د ورځپاڼې په خبره همدا علت دی چې پاکستان په ښکاره او ځینې نور هېوادونه په غیر مستقیم ډول پرې بریدونه کوي.

ملي باور غیر دولتي ورځپاڼې هم د پاکستان له خوا پر کونړ او نورستان ولایتونو د راکټي بریدونو د دوام په اړه مطلب خپور کړی، دې ورځپاڼې د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار له قوله لیکلي چې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې دې ورته عمل ترسره شي.

ملي باور له دې سره جوخت د کورنیو چارو د وزیر بسم الله محمدي له قوله لیکلي چې افغان امنیتي ځواکونه ځوابي بریدونو ته چمتو دي خو په دې برخه کې پریکړه د دولت سیاسي مشرانو او ولسمشر کرزي پورې تړاو لري.

محور غیر دولتي ورځپاڼې هم د غزني په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د خلکو وروستی پاڅون مهم بللی او د غزني د والي په حواله لیکي چې له اندړو ولسوالۍ وروسته په دې ولایت کې د طالبانو پرضد دا دوهم پاڅون دی چې خلک یې کوي.

د محور ورځپاڼې په دې مطلب کې په لغمان او بادغیس ولایتونو کې هم د وسله والو مخالفانو پرضد د خلکو پاڅونونو ته اشاره شوې.

د کابل چاپ یو شمیر نورو دولتي او غیردولتي ورځپاڼو هم د غزني په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د سیمې د اوسیدونکو د پاڅون په اړه لیکنې خپرې کړي.

خدمتګار غیر دولتي ورځپاڼې د پاڅون د یوه مسوول امان الله له قوله د سیمه ایزو خلکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله یوولس تنه ښودلې ده.

خدمتګار غیردولتي ورځپاڼې خپل یو مطلب په لوګر کې د عینک د مسو د کان پر وړاندې پرتو خنډونو ته ځانګړی کړی او لیکي چې د سیمې استخباراتي کړۍ په دې هڅه کې دي چې د لوګر ولایت په نا امنه کولو سره د دې کان د را ایستلو مخه ونیسي.

خدمتګار د لوګر د امنیتي چارواکو په حواله لیکلي چې د دې ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې وروسته له هغې نا امنۍ او پیښې زیاتې شوې چې د عینک کان د را ایستلو لپاره لومړني کارونه پیل شول.