کور / تازه خبرونه / ناټو : د ماين په چاودنه کي مو يو عسکر ووژل سو

ناټو : د ماين په چاودنه کي مو يو عسکر ووژل سو

١ اګسټ ۲۰۱۲ د ناټو له خوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يو سرتيرى د افغانستان په سهېل کي د چاودني په ترڅ کي وژل سوى دئ .

دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن ماپښين (٠٥:٠٥) دقيقې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای ئې نه دئ ښوولى .

ناټو تېره ورځ هم په افغانستان د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلي خبر خپور کړی و .
طالبانو او اسلامي حزب په ختيځ کي پر بهرنيانو د بريدو ادعا کوي او وايي چي هغوى ته ئې مرګ ژوبله اړولې.
د يادوني وړ ده چي تېره مياشت ( جولاى ) د نورو تېرو سوو مياشتو په پرتله د بهرنيانو له پاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه.
د زينهوا خبري اژانس د خبر له مخي په تېره مياشت کي ۴۶ بهرني پوځيان په افغانستان کي د بېلابېلو پېښو په ترڅ کي وژل سويدي چي له دې شمېرې څخه ۴۱ امريکايي پوځيان پاته نور د ناټو غړيو هيوادونو سره تړاو درلود .
د يادوني وړ ده چي د جون په مياشت کي د وژل سوو بهرنيو پوځيانو شمېر ۳۹ وو چي ۲۹ ئې امريکايي پوځيان ول .
په تېره مياشت کي د بېلابېلو چاودنو ، وسله والو حملو او ځانمرګو بريدونو په نتيجه کي افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته هم پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده خو په دې اړه تر اوسه کره شمېرې رسنيو ته نه دي رسېدلي.