د ډېرو خلكو دا ګيله ده چې ،كه څه هم په پښتونخوا كې ډېر ځله د پښتنو ګډ حكومتونه راغلي دي او خپله واكمني يې كړې ده خو تر اوسه پوري په دې صوبه كې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو دپاره ډېر كم كارونه شوي دي بلكې د نېشت په برابر دي.
نو دا ځل عام خلك يو ځل بيا په دې هيله دي چې دا ځل خو بيا په دې صوبه كې د اې اين پي يا په بله معنٰى د پښتنو حكومت راغلى دى، نو كوم كارونه به وكړي د پښتنو دپاره او كه نه ؟ دلته اوس د ټولو خلكو دا خواهش دى چې په دې صوبه كې دي سركاري دفتري او د ډوډوۍ ژبه پښتو شي او له دې سره سره دي د پښتنو ټاټوبي ته د پښتنو نوم وركړى شي بله خوا دلته د خلكو غټه ستونځه دا ده چې د دوى ماشومان دي په خپله مورنۍ ژبه باندي زدكړي وكړي،
د يادوني وړده چې ډېر كلونه وړاندي په پښتونخوا صوبه كې د ماشومانو د زدكړي په كتابونو باندي دا جمله لكلى شوې وه چې پښتو اختياري مضمون دى، خو بايد چې پښتو لازمي مضمون وګرزولى شي نه اختياري .