پېښور:د بریښنا د اوږدې پرچاوۍ په عکس العمل کې د سې شنبې په ورځ هم په ټول پاکستان کې مظاهرې وشوې، خلکو د حکومت پرضد نارې وهلې او په بېلابېلو ښارونو کې يې د بریښنا وزارت پر دفترونو او نورو تاسیساتو حملې وکړې.د نور پاکستان پشان په پيښور او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د بریښنا پرچاوي زیاته شوې او په هرو څلریشتو ساعتو کې له ۱۲ تر اتلسو ساعتو پورې بریښنا بنده وي.څو تنو پيښور ښاریانو د بریښنا د نشتوالي له وجې د ورپیښو مشکلاتو په باب وویل:د بریښنا له پرله پسې پرچاوۍ نه تر پوزې راغلي یو، لوی واړه هر یو په عذاب دي.نوم مې شاهنواز دی، د بريښنا دغه حال دی چې نه روژه ماتی معلوم دی او نه پيشلمی، همدا چې د روژه ماتي وخت شي نو بریښنا بنده شي او چې پيشلمی شي بیا همدغه کیسه وي.په کورونو کې دا مشکل دی چې اوبه نشته، ماشومان له ګرمۍ خوړین شول، کار روزګار مو په ټپه ولاړ دی.”د بریښنا کموالی پاکستان ته د ورپيښو سترو مشکلاتو یو عمده هغه دی خو د ګرمۍ له پيل راهیسې د هرې ورځې په تیریدا سره دغه مشکل ورځ تر بلې زیاتیږي.د روژې له پيل وړاندې مرکزي دولت وعده کړې وه چې په دغه مبارکه میاشت کې به د بریښنا د پرچاوۍ مشکل د امکان تر حده کنترول کړي خو خلک بیا شکایت کوي، چې په روژه کې برعکس د بریښنا پرچاوي څو وارې زیاته شوې :حکومت چې کومه ژمنه کړې وه پنځه سلنه يې هم نده عملي کړې، بلکې لا پسې بې برقي زیاته شوې.مازیګر چې د اخلي پخلي وخت شي بریښنا بنده شي، داسې کوي چې نه ترې څوک ډوډۍ پخه کړی شي او نه يې وخولی شي.”هرڅو که د بریښنا پرچاوي زیاتیږي نو بل پلو د خلکو احتجاج او سخت غبرګون هم مخې ته راځي. نژدې هره ورځ د پيښور په ګډون په ټول پاکستان کې خلک سرکونو ته راوځي، مظاهرې کوي او د ترافیکو پر مخ لويې لارې بندوي.که څه هم حکومت له خلکو د صبر او زغم غوښتنه کوي خو ځينې بیا دغه ډول له تشدده ډکې مظاهرې روا بولي او حکومت په درغلۍ او نا اهلۍ تورنوی :عوامي نیشنل ګوند به پخوا نارې وهلې چې واک ته رسیږو نو د بریښنا واک به خپلې صوبې ته ترلاسه کړي خو اوس تاسو ګورئ چې د اداري فساد له وجې کیسه کوم ځای ته ورسیده.٢ – خلک ملامت نه دي، زه خو وایم چې نورې مظاهرې هم وشي ځکه چې دا د یوې ورځې خبره نده بلکې هره ورځ لاپسې زیاتیږي. خلک نور تر پوزې راغلي او مجبور دي چې له تشدده ډکې مظاهرې وکړي”
پاکستانیان ددغه هیواد له جوړیدا راهیسې د بریښنا له کموالي او پرچاوۍ سره روږدې دي، خو په وروستیو کلونو کې هرڅومره چې د خلکو ضرورتونه زیاتیږي په هماغه اندازه د بریښنا پټ پټونی او پرچاوي هم زیاتیږي.خلک شکایت کوي، چې په حکومت کې پراخ اداري فساد ددغه مشکل د لا زیاتیدا باعث شوی او که پر وخت يې غم ونه خوړل شي پایلې به يې د ټولو لپاره خطرناکې وی.