پېنډۍ :دپاکستان په لارو افغانستان کښې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد لپاره پاکستان او امريکا دنهې په ورځ دجوړجاړي په يادداشت( ايم او يو) لاسليکونه کړي دي.پاکستان افغانستان کښې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان رسد په سلاله بريد دامريکا دخارجه وزيرې هيلري کلنټن له لوري په دريمه جولايۍ دبخښنې غوښتو وروستو بحال کړى ؤ. تير کال دنومبر په 26مه نيټه دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په سرحدي امنيتي پوسته سلاله دنيټو يو فضائي بريد کښې ٢۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي وؤ، او ددغه پيښې څخه وروستو پاکستان احتجاجاً دنيټو ځواکونو لپاره پخپلو ځمکنو لارو دسامان رسد اودرولى ؤ.دپاکستان په ځمکنو لارو افغانستان کښې دميشتو نيټو ځواکونو دکاروانونو دسفر دانتظاماتو په اړه دامريکا او پاکستان ترمينځ ترسره شوى دغه تړون دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دروانو نړيوالو هڅو برخه ده. تير کال دمئ په دوهمه نيټه دپاکستان ايبټ اباد ښار کښې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دامريکائي ځواکونو لخوا دترسره کړو خفيه عملياتو وروستو پاک امريکا اړيکو کې تاؤتريخوالى راغلى ؤ.دپاکستان او امريکا ترمينځ دغه تړون يوه ورځ وړاندې له هغې ترسره شوى چې دپاکستان داستخباراتي ادارې ( ائي ايس ائي) مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام دسي ائي اى دمشر سره خبرو اترو لپاره دواشنگټن درې ورځنى سفر پيل کوي.دپاکستان په پينډۍ ښار کښې ترسره شوي دغه تړون ترمخه به امريکا دائتلافي مرستو دپنگې لاندې پاکستان ته 1.1 بلين ډالر جاري کوي.يو پاکستاني امنيتي چارواکي وئيلي دي دغه تړون اسلام اباد ته دڅه رقم سامان درسد دانکار يا مسترد کولو حق ورکوي او دڅارنې لپاره کنټينرو کښې سپيشل ريډيو چپس نصب کولو شي. په اسلام اباد کښې دامريکا مرستيال سفير رچرډ هاگلينډ چې دواشنگټن له لوري يې په تړون لاسليک کړى دغه تړون يې دپاکستان او امريکا دحکومتونو ترمينځ دڅرگندوالي او صفا والي اظهار گرځولى دى.