کور / خبرتیا او پيغامونه / په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام

په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام


احمدشاه ابدالي جرګه


 


د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!


 


 


د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ


 


له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت له خاورې، پښتونخوا، څخه تجاوز ګر پنجابي پوځوشړئ- تر پښو لاندې يې ځمکه په تبۍ بدله کړئ


 


 


ليک: غلام محمد زرملوال


 


 


ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ……  هرې خواته رقيبان دي


يو پر بل مو سره وژني ……  وايي خپل يو، غليمان دي


احمدشاه بابا


                                                  


د اسلام اومسلمانو برم


 


د تيرو دوه اونيو په بهير کې لندن د دوه غوره غولى و: نړيوال المپيک؛ او له هغه څه د مخه د اسلام او مسلمانانو لپاره ستره تحفه. د لومړي ځل لپاره برتانيا د اسلام د برم په اړه خپل ارشيفونه پرانيزل او د ديارلسمې پېړۍ اسلامي تمدن حقايق يې دڅېړونکو او نړيواو پر وړاندې کيښودل. دا د اسلام او مسلمانانو د علمي برلاسۍ او صعود هغه زمانه وه چې لويديځ د جهالت له ويروونکي تورتم سره لاس و ګريوان و. غربيانو اسلامي کتابونه او خپرونې ژباړلې او له هغو يې زدکړه کوله.


 


د تېرو څو اونيو په بهير کې ليکوال  (غلام محمد زرملوال) په څو پرتليزو غونډو کې چې عيسويانو، يهودانو او بيدينانو پکې برخه لرله او خپل نظريات يې وړاندې کول، په مخامخ يا د تخنيکي وسايلو ه لارې برخه لرله.


 


پداسې غونډو کې په دوديزه توګه ګډون کونکي په هغو برخو ټينګار کوي چې د اسلام د دښمنانو له خوا پرې تپل کېږي. هغوى، د بېلګې په  توګه، يُوقاتِلو فى سبيل الله وايي، خو تر مخه يې هغه حالات پټوي چې د داسې مبارزې لپاره جايز وي. د اونۍ د اولې ورځې [يکشنبه]، د ميې مياشتې په ٢٩ نيټه په څلورم راديو چنل کې داسې بحث روان وو. له موکې  نه په ګټه پورته کولو دې ليکوال [غلام محمد زرملوال]  د امنتُ بالله و ملائکِه و کتُبِه و رسولِه واليوم الاخِره و لقدر خير و شرِه من الله تعالى ولبعث بعدالموت له انګريزي ترجمې سره نوموړي ديني پروګرام ته واستول. دا بنسټيز يانې د قرانې نظام هغه بېلګه ده چې حتى انسانان يې بل ته له ښيرا کولو هم منع کړي دي. دا د حميدګل پنجابي، فرمايشي پيرانو او سجاده نشيننانو اسلام نه دى.


 


پدې توګه دا مسئله د رښتينو علماو پر وړاندې ايږدم چې د ځان وژنه په اسلام کې ځاى نه لري. تر ځان لاندې د انتهار واسکټ تړل، چې پکې بېګناه او ګنهکاران ټول سوځيږي، د اسلام د کورنيو او بهرنيو دښمنانو له خوا اداره او پلي کېږي. يواځې په علمي څېړنو اومنطق د قراني لارښوونو په صورت کې مبارزه بايد خپله شي.