کور / تازه خبرونه / د سرپل دپوهنی منسوبینوته یو ورځنی سیمینارجوړشو

د سرپل دپوهنی منسوبینوته یو ورځنی سیمینارجوړشو

دسر پل ولایت : د سر پل ولایت دپوهنې ریاست د پنځو برنامو مرستیالانو او دولسوالیو دپوهنی آمرینو ته ددی ولایت دپوهنې لپاره ددري کلن پرمختیایی پلان دجوړولو ترسرلیک لاندی یو ورځنی سیمینار نن دزمری په ۱۰مه دنوموړی ولایت جوزجانان دنسوانو دلیسي په تالار کې پیل شو .
دغه سیمینار دپوهنې وزارت د پلان ریاست دلارښووني سره سم ددغه ریاست دپلان مدیریت په همکارﺉ جوړشوي چې دنوموړي ریاست دعمومي، اسلامي، تخنیکي – مسلکي، لیک لوست، دښوونکو دروزني، ساینس – تکنالوژی او د نصاب د برنامو د منسوبینو په ګډون د شپږو ولسوالیو د پوهنی آمرین ګډون لری چې د۱۳۹۲ نه تر ۱۳۹۴ کال دپلانونو په هکله لازمی لارښووني تر لاسه کړی، همدارنګه دپنځو برنامو مسوولینو هم خپل منځ مهاله پلانونه توزیع او تشریح کړل .