د کرکټ لوبه چې یوه په زړه پورې دشور او هيجان څخه ډكه لوبه ده چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې ډیرمینه وال لري دخلکو اوولسونو دغه مینه ددې لامل شوه چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د کرکټ لوبه ډیره ژر وده او پرمختګ وکړي او دکرکټ لوبغاړو او په سرکې دافغانستان کرکټ بورډ د پرله پسې هڅوپه پایله کې کرکټ او افغان کرکټ لوبغاړو د افغانستان ښکلې د برم اوعزت بیرغ دنړۍ په ګوډ ګوډ کې وه رپاوه داځکه چې زمونږ ځوانانو د کډوالۍ په سختو شپو اوورځوکې په تش نس او خالي اوبو دغه لوبه د پیښورپه سختواوګرموشپواو ورځو کې ترسره کړې وه اوکله چې هیواد ازاد شوافغان دولت دغو ځوانانو ته په هیواد کې دکرکټ زمینه برابره کړه دکرکټ بورډ اداره رامنځ ته شوه .
دهیواد په کچه د کرکټ لوبې د پراختیا او پرمختګ لپاره ډیر کار وشو چې دلته دټولو کارکونکواو مشرانو یادونه اړینه ده چې هریو دخپل توان او وس په اندازه په دې لاره کې پوره هڅې کړې دي چې زه د یوکوچني لیکوال په حیث ترې ډیره مننه کوم اوکورودانی ورته وایم چې په همدې لړۍ کې دهیواد په مختلفو ولایتونوکې دکرکټ لوبغالي په نړیوالو معیارونو جوړشول، په ننګرهار ولایت کې د کرکټ اکاډمي جوړه شوه اوهمدارنګه نوردپام وړکارونه ترسره شول چې دلته دټولو یادونه به زیات وخت ونیسي ، چې یادو بریاو زمونږ د ملي شاعرانو پام کرکټ ته راواړولواو شاعرانو پرې ښکلي شعرونه ولیکل او زمونږ دولس ملي سندرغاړو دغه سندرې په ډیره مینه او محبت سره وویلې چې اوس یی هم هیوادوال په هرځای کې زمزمه کوي چې د لطیف ننګرهاري او نغمې ښاپیرۍ یادونه دلته اړینه بولم چې دکرکټ لپاره يي ښکلې سندرې جوړې کړې او په خپلو ښکلو او جادوې غږونو یي دکرکټ دلوبغاړو ستاینه وکړه او دکامیابۍ هیله یي ورته کوله .
همدغه هرڅه ددې باعث شول چې دکرکټ سره دخلکو مینه ورځ تربلې ډیره شي ځوانان اوتنګي ځوانان وهڅیدل چې کرکټ ته مخه کړي چې بلاخره د قیر سرک په سر ، په خاره پټیو ،په کلیو بانډو او په هره کوڅه کې دکرکټ لپاره ګرځنده ګرونډونه جوړشول کوچنیانو اولویانو کرکټ ته مخه کړه د عادي لرګیو نه بیټس او د اوبو بوتلونو او ډبرو څخه ویکټې جوړ شوي مشر او کشر کرکټ ته مخه کړه او همدارنګه کله به چې د ملي لوبډلې لوبه وه ځوانانو اوپه ټوله کې افغانانو به نفلونه کول څو ددوې ملي اتلان بریالي شي .
لوی څښتن ددغه مظلوم او غریب ولس سوال قبول کړاو زمونږ ځوانانو بلاخره ملي اتلوالي خپل کورته راوړه چې هیڅ کس دافکرنه کاوه چې افغانان او اتلولي بیا سړي ته د الفت صیب هغه شعروریادیږي چې وايي (ټیټ مې مه بوله تلوار راباندې مه کړه ……
زه په دې افتاده ګې کې لوی ګړنګ یم ) دغه داحمدشاه ابدالي بچو بلاخره دخپل مظلوم ولس هیلې او ارمانونه پوره کړل او هم یي دنړۍ په ټولو هیوادونو کې دخپل ګران هیواد افغانستان نوم او بیرغ رپانده کړ چې زمونږ دکرکټ دځوانانو دغې بریا دخلکو او ولسونو مینه دکرکټ سره نوره هم ډیره کړه چې دخلکو مینه دومره کچې ته ډیره شوه چې تاسې ته به دخپلو سترګو لیدلې حال ووایم ؛؛ یوه ورځ د کابل په نړیوال کرکټ ملي لوبغالي کې لوبه روانه وه هوا هم څه ناڅه ګرمه وه او د سیوري هم دومره بندوبس نه وه خو بیا هم کرکټ بورډ دخلکو لپاره یو څه ناڅه سیوری برابر کړی وه نام خدا ډیرمینه وال ځوانان او مشران راغلي وه ګرونډ اودلیدونکو دناستې ځای هم ډک وه اوخلکو په مینه لوبه ننداره کوله دهر بال سره به چغې وهلې خوشالي به یي کوله اوخپل کرکټ لوبغاړي به یي تشویقول چې یو سيریزخلاص شو د ډوډۍ ځنډ رامنځ ته شو خو مینه وال ډوډۍ ته لا نه ړل ځکه چې بیا به ورته ځای نه وي چې دلوبې دویمه برخه وګوري په یو ځوان مې سترګې ولګیدې چې وچه ډوډۍ ورسره وه او داوبو سره یي خوړه او زه ورته ځیر وم دغه ځوان راته د څیرې څخه د ینداره ځوان ښکاره کیده او کله یي چې ډوډۍ خوړل پای ته ورسول خپل لستوڼي یې رابډ وهل ما فکر کوه چې ګنې ګرمي شوی خوداسې نه وه هغه د کرکټ په لوبه مین وه خو په دې مینه کې یي دخپل خالق مینه هم له یاده نه وه وتلې او غوښتل یې چې د ماسپښین لمانځه لپاره تیمم وکړي او د اودس لپاره هم پدې وجه نه لاړ چې کیدای شي ځای تری څوک ونیسې.
زه ورته ځیر وم او دغه ټول مې ننداره کول چې کله یي تیمم پوره کړ په همدغه ځای کې قبلې ته مخامخ شو او په لمانځه ودریده او خپل لمونځ یی وکړاو له لمانځه وروسته په خپل ځای کې بیرته کښیناست ماچې دخپلو هیوادوالو او په ځانګړې ډول دخپلو ځوانانو دکرکټ سره دغه مینه ولیده د لوی الله ج څخه مي کرکټ بورډ او دکرکټ لوبغاړوته دتل بریا سوال وکړ او د ځان سره مې وویل چې خلک دکرکټ سره څومره مینه لري . او زه هم دغې مینې وهڅولم چې یو څه په کرکټ ولیکم چې ماهم د یو افغان په حیث یادې لوبې ته څه ناڅه کړي وي او دهرې ورځې به تیریدو سره کرکټ انشاالله پرمختګ کوي او دکرکټ بورډ مشران هم هڅې کوي څو افغان کرکټ هم دنړۍ سیال کړي او هغه ورځ په خیرسره راورسیږي چې زمونږملي اتلان د نړیوالو بریاو سره هیواد ته راستانه شي. انشاالله .
په درنښت
سعيدي