پېښور :د پاکستان شمال لوېديځ کې د یوې خیریه انجو کارکوونکې وژنې په ښځو کې وېره خپره کړې ده او له کور بهر کار کولو ته زړه نازړه دي. له تېرو څو پېړیو راهیسې د پاکستان شمال لوېديځو قبایلي سیمو اوسېدونکي تر ډېره پخپلو دودونو ولاړ خلک دي، چې تر ډېره په کې ښځې یوازې د کورونو کارونه کوي.خو په ځینو مواردو کې بیا ښځو ته په روغتون، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د کار فرصت برابر شوی دی.په ځینو قبایلي سیمو کې ښځو ته هېڅ اجازه نه شته چې د نارینه وو ترڅنګ دې بهر کار وکړي.څو ورځې وړاندې د یوې خیریه مؤسسې کارکوونکې پېښور ته په ګاډي کې د تګ پرمهال په ډزو ووژل شوه.د وژل شوې فریدې اپریدي ورور محمد فاروق وايي که څه هم خور ته یې د مرګ ګواښونه شوي، خو هغې غوښتل چې د خپل ټبر ټولې نجونې د هغې په څېر لوستې شي:محمد فاروق- ورور: “د هغې تر ټولو لویه تمه دا وه چې د قبایلي سیمو ټولې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو زما کوچنۍ خور اوس ښوونځي ته له تلو وېره لري، دوه میاشتې هغې ته تیلې فون وشو، چې کار کول بند کړي، که نه وبه وژل شي. خو هغې دا ګواښ بې باکه وباله او ویې ویل چې له هېچا وېره نه لري. “فریدې د خپل کلي په یوازیني ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې کړي وې، او بیا یې لوړې زده کړې تر ماسټرۍ پورې بشپړې کړې.دهغې یوه مخکنۍ ملګرې، چې د خپل هویت له ښودلو یې ډډه کړې، ویلي چې د فریدې وژنه هره ښځه وېرولې ده:”فریده وژل شوې، خو د هغې خوبونه او تمې ژوندۍ پاتې دي. د هغې مرګ رښتیا هم ټولو ته زړه دردوونکی و. “دا په خیبر پښتونخوا کې ښځو ته د یوازینۍ خیریه ټولنې وژل شوې کارکوونکې وه.خلک وايي چې په قبایلي سیمو کې پاکستاني چارواکي ډېر کمزوري دي.