پاكستان له خوا د پښتو ژبې پر خپلواكې او پر وخت د خبرونو وركولو ويبپاڼې ( خبريال ) د فيلټركولو ډاكه چې د پاكستان له خوا رامنځه شوې، په حقيقت كې دا د يوې ژبې او ولس په وړاندې خورا ناوړه عمل دى.
خو نه يواځې خبريال بلكې تر دې وړاندې ګڼې افغاني ويبپاڼې د پاكستان او ايران له خوا هيك شوې چې په هغو كې د خوست، ملي امنيت، او د دې ترڅنګ نورو پښتو ساسيټونه چې لرو بر او بينوا هم په كې و، څو ځلې د داسې پيښو سره مخ شول چې كله كله به په ټوليز ډول د ليدونكو پر مخ وتړل شوې او يا به يې مواد له منيځه ولاړو چې بيرته فعال كېدل به يې له سخت كړاو څخه ډك و.
مګر په دې وروستيو كې چې په بربنډ ډول د پاكستان له خوا داسې عمل ترسره كيږي دا ثابتوي چې ګاونډيان هڅه كوي چې له هرې خوا كېږي په افغانستان كې ستونزې رامنځ ته كړي.
خو تر كومه ځايه چې د افغانستان د ويبسايټونو د فلټركېدو ستونزه ده نو په دې اړه تر ټولو د حيرانۍ وړ خبره دا ده چې د افغان دولت لوړپوړي اړونده ادارې ولې په دې اړه پټه خوله دي او ولې نه شي كولى چې د خپل هېواد ويبپاڼې د پاكستان او ايران له لاسوهنو خوندي كړي.
كه څه هم د طالبانو په اړه ويل كېدل چې د ټليفون اړيكي يې له لاهور څخه كنټرول كېدلې، نو اوسنى دولت هم په بريښنايزه رسنۍ كه په ورته ډول د لاهور تر تورو عيكنو لاندې دى، د دې لپاره چې د پاكستان دا تور جال له منځه لاړ شي افغان دولت بايد د انټرنيټ پر خريدارۍ له سره غور وكړي.
دا مهال هم زموږ له خوا پاكستان ته دانټرنيټ پر سر پيسې ور روانې دي او هم پاكستان غواړي له دې لارې زموږ ميډيا فيلټر كړي، چې دا كار دا په ډاګه كوي چې موږ په قيمت اخستې انټرنيټ لا هم د پاكستان په لاس كې دى او له هغه ځايه له دې لارې زموږ كنټرولاى او خپله خوښه راباندې تپلى شي.
كه چيرته د پاكستان پر ځاى منځنۍ اسيا باندې تكيه وشي، دا به دافغانستان لپاره ښه په دې وي چې څومره له دې ګاونډي سره زموږ اړيكي لږيږي په هاغه اندازه به يې پر موږ ناوړه اثرات له منځه ځي.
مګر تر كومه ځايه چې د خبريال په اړه خبره ده نو دا په ښكاره ډول د پاكستان له ازادې ميډيا سره هغه ضديت دى چې په خپله سيمه كې يې هم د بلوڅو ورڼو پر ميډيا باندې تحميل كړى دى، دا چاره سره له دې چې د غندلو ده بايد په دې اړه د ژورناليستانو خپلواكې ټولنې دا په جدي ډول مطرح كړي چې ولې دا هېواد د ازادې ميډيا په اړه ويره لري، ځكه په دغه هېواد كې په تېرو څوكلونو كې ډېرى خبريالان هم د نامعلومو كسانو له خوا وژل شوي دي چې دا پيښې ټولې پردې شاهدي وركوي چې پاكستان نه غواړي خپلواكې رسنۍ دې واوسي، په داسې حال كې چې په خپل هېواد كې يې د دې كار مخه نيولې ده او اوس غواړې افغاني رسنۍ هم تر خپل بريد او كنټرول لاندې راولي.
خو د ژورناليستانو د ټولنو ترڅنګ چې ډېرې سترګې ور اوړي هغه هم د افغانستان د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه دي چې بايد په دې اړه كوټلى ګامونه واخلي او د خپل هېواد بريښنايزه رسنۍ د ګاونډيو هېوادونو له يرغل څخه وساتي.