دبیان ازادی دبشر دحقونو یو بنسټیز توکۍ دی . ددی حق څخه د ګټی اخیستلو تر ټوله غوره او اغیزمنه لار رسنۍ دی . د رسنیو ټول شکلونه د ږغه ایزو نه نیولی بیا تر تصویری ، چاپی ، بریښنایی او نورو پوری دا ټول هغه څه دی چی له لاری یی وطنوال په ټولنه کی د شته ناخوالو او په بیلابیلو برخو کی دترلاسه شوو بریاوو څخه خبریدلای شی . همدا رسنۍ دی چی دخلګو ږغ تر چارواکو پوری رسوی څو په اړوند یی اړینی کړنی تر سره کړی . همدا رسنۍ دی چی د ټولنی غړی یو دبل سره نښلوی ، یو دبل په حال یی خبروی او ددغی لاری نه یی یو موټۍ کوی . ګلوبالیزیشن چی په اروپا ، امریکا او نورو پرمختللو هیوادونو کی په خورا درنه سترګه ورته ګوری او پری نازیږی ، دهمدغو رسنیو په مټ پرمختګ کوی تر څو دټولی نړۍ نه یو کلی جوړ کړی .
له نیکه مرغه پدی وروستیو کلونو کی دهیواد په دننه او همدارنګه د نړۍ په کچه د بیان دازادی حق ترلاسه کولو په چارو کی یو لړ مثبت بدلونونه راغلی چی باید په خوښی او درناوی سره یی یادوونه وشی . په کور دننه کی دبیان ازادی چی پخاطر یی د اوږدو لسیزو راهیسی د هیواد رون اندو مبارزه کول او پدی لاره کی یی د یاوونی وړ قربانی هم ورکړی دی ، داګړۍ ترهغی کچی ترلاسه شویده چی په سیمه کی یی ساری لږ لیدلای شو . د نړۍ په کچه بیا د نوی تکناوژی په پرمختګ سره د رسنیو د پاره هغه اسانتیاوی منځته راغلی چی څو لنډ کلونه وړاندی یی په اړه فکر کول هم ګران ښکاریده .
د نوی تکنالوژۍ په مټ اوس دنیکه مرغه رسنۍ کولای شی د څو دقیقو او ان ثانیو په ترڅ کی یوه لیکنه یا تصویر د میلیونو کسانو لاس ته ورسوی . له بده مرغه باید په خواشینی سره یاده شی چی تر اوسه لا د تورو شپو دیبانو مټان دومره زور لری چی دغی نوی تکنالوژی ته هم خپلی ککړی منګولی ور وړی او په رسنیو کی د روښنایی زیرۍ راوړونکی پیغام په ستونی کی ورته خاموش کړی .
نژدی څلور کاله وړاندی د زړه ور ژورنالیست صمد روحانی د شهادت دلومړی تلین په تړاو د هیواد یوه وتلی ځوان ژورنالیست میرویس افغان د « خبریال » پنامه یوه بریښنایی ویبپاڼه پرانیستل چی په ډیره لنډه موده یی دهیواد به لروبر کی ښایسته زیات شمیر لوستونکی او مینه وال تر لاسه چی هره ورځ به د نوو خبرونو په موخه ورته سترګی په لار وه .
افغان دښمن پاکستانی چارواکی چی تل یی د افغانانو پر مادی او معنوی ښیګڼو باندی پښی ایښی دی ، داځل یی د «خبریال » ګریوان ته لاس واچاوه ، دهغه په خپریدو یی په اصطلاح د پاکستان په قلمرو کی بندیز و لګاوه او دخلګو د غوښتنی ږغ یی ورته په ستونی کی خفه کړ . دوی همدارنګه د نوی تکنالوژی نه په ناوړه ګټه اخیستلو او پدی تخنیک کی د چلبازیو د لاری د افغانستان په ډیرو سرحدی سیمو کی هم تر « خبریال » پوری دخلګو د لاسرسیو لاره بنده کړه او پدغو سیمو کی یی ددغی رسنی انترنیټی ترافیک ګډود کړ .
موږ په ډیر خفګان سره د « خبریال » پرخپریدو باندی د بندیزونو لګول دبیان د ازادی مخنیوی ، دبشر پر بنسټیزو حقونو باندی پښه ایښودل او دعلم او فرهنګ سره دښمنی بولو . د پاکستانی چارواکو نه په ټینګه غوښتنه کوو چی هر څه ژر ددی ناوړه کار نه لاس واخلی او پریږدی د اولس ږغ تر اړوندو کسانو پوری ورسیږی . موږ د افغانستان د کلتور وزارت نه غواړو چی د چوپی خولی لوبه پریږدی او پدی اړوند لا نور بی طرفه پاته نشی . موږ د افغان ژورنالیستانو د اړوندو ټولنو اوهمدارنګه په کابل کی د ملګرو ملتونو د اړوندو څانګو نه هیله کوو چی دی خبری ته پام واړوی او دخپلو چاینلو دلاری لاس په کار شی .
ـ ازاده دی وی دبیان ازادی !
ـ لنډ دی وی د پاکستانی چارواکو کرغیړن لاسونه !
د ډنمارک د Aarhus په ښارکی د افغانانو فعالی اتحادیی د کلتوری څانګی په سپارښت