دا یو حقوقي اصل دي تر څو چي عدالت نه وي تامین سوي په ټولنه کی اصلاحات نه راځي
زما په اند د ولسمشر کرزي اوسنی فرمان به که د خدای (ج) رضا و په سلو ۸۰٪ اصلاحات راولی ، هغه پدي خاطر چي نړیوالی ټولنی دا شرط پر افغانستان او افغان حکومت ایښي که غواړي چي ۱۶ میلیارده ډالره مرسته تر لاسه کړي. باید اداری فساد په هیواد کی له منځه یوسی. خو د اصلاحاتو راوستل په داسی لنډ وخت کی امکان نه لری ، ما چي څنګه مخکی یادونه وکړل چي ۸۰٪ به تغیرات راولی هغه دا چي کرزی به وتوانیږی چي دغه بدلون یوازی په دولتی چارواکی کی راولی .
داچی په افغانستان کی دغه پدیده د خلکو څخه شروع سوي ده او دا یوه ټولنیزه شومه پدیده ده، او دا یوازی دولتی ستونزه نه ده ، د دې کار د مخنوی لپاره باید خلګ په خپل ژوند کی اصلاحات راولی، لکه څنګه چی ناپیلیون وایی چی ( نړي پدی خاطر نه زوریږی چی دا د بدو خلکو له امله ، بلکي په نړی ستونزی او زورونه پدی خاطر ده چي ښه خلک چپ دي ) په افغانستان کی چی تر څو خلک په خپل ژوند کی د تغیر راوستلو لپاره کوښښ ونه کړي اصلاحات دولت هیڅکله نه سی راوستلای.
زموږ خلک تر اوسه پدی نه پوهیږي چی په یو وسلواکه او دیموکراتیکه ټولنه کی حکومت د خلکو مزدور دی نه بادار ، یعنی دا یو داسی معنی لری چی خلک د خپلی کوڅي د پاکولو لپاره یو روزانه والا دروی او میاشتانه پیسی ورکوي ، چی د دې پوهیدل ډیر ضروری دي، خو زموږ په ټولنه کی موږ حکومت خپل بادار ګڼو او د خپلی رایی په اهمیت نه پوهیږو. لکه څنګه چي د افغانستان اساسی قانون څلورمه ماده (وایی چی ملی حاکمیت په خلکو پوري اړه لری چي پخپله مستقیماً یا د خپلو استازو له لاری یی عملي کوي) ملی حاکمیت د خلکو تبارزپه قدرت کي دي ځکه خلک په غیری مستقمه توګه په دولت کی داخل دی. نو کوم وخت چی موږ په مستقماً توګه په قدرت کی داخل یو یعنی ولسمشر په خپله رایه انتخاب کوو. خو دا زموږ ستونزه ده چی موږ ولی وړ کس نه دی انتخاب کړي، او ولی مرسته نه ورسره کوو چی اصلاحات راولی او ولی مو نه دی مجبوره کړي ، تر اوسه د دغی ستونز د مخنوی لپاره ولی هیچا لاریونه نه دی کړي . موږ ولی په ډاکه د داسی خلکو نمونه دی اخیستی چی فساد کوی.
په غیری مستقاً توګه چي موږ حاکمیت د خپلو استازو له لاری عملي یعنی څنګه ، موږ ولسی جرکی ، ولایتی شورا ګانو ، ښاروالان ، د کلی شورا ګانی او د ولسوالی شوراګانی پخپله انتخاب کوو، که دوی کومه ستونزه جوړ وی نو دا هم د خلکو ستونزه ده چی ولی داسی کسانو ته رایه ورکوی. موږ خپل استازی دا کسان معرفی کړی دی چی هغه سواد نه لری، هغه ملی بودجه نه پیژني، کوم وخت چی رخصتی ملی شورا ته ورکول کیږی . دا د دې معنی لری چي دوی باید خپلو سیمو ته ولاړسی او د خلګو ستونزی واوری او بیا هغه حل کړي. ، نه چی دوبی ته ولاړ سی او هلته میلې او چړجې وکړي. موږ باید باسواده پاک او وړ کسان خپل استازی و ټاکو نه فاسد او په فساد ککړ کسان، یو فاسد کس به څنګه په ټولنه کی اصلاحات راولی. که په دولت کی ستونزه ده، پدي کی ۹۰٪ خلک ملامت دي او ۱۰٪ دولت او حکومت.
یو بله خبره ښاروالی په هر سیمه کی کثافت دانی جوړی کړی دی خو خلک کثافات هلته نه ور اچوي، که یو دوکاندار دورځی په زرهاوی پلاستیکی کڅوڼي خلکو ته ورکوی د سودا سره . خو کوم وخت چی خپل دوکان جارو کوی بیا دغه چټلي په چري کی غورځوی او په کڅوڼه کی ی نه اجوی چي د ښاروالی مامور یی یوزی خو دوی پر ښاروالی باندی تهمت وایی چی دوی سم کار نه کوی. نو پدی کی خپله خلک ملامت دي. او که خلک قانون مراعت نه کړی نو قانون هیڅکله په کلتور نه بدلیږی. هغه استازی چی موږ ته قانون جوړی ، همدا د خلکو لخوا ټاکل کیږي ، نو کوم وخت چی قانون هر ورځ بدلیږی څنګه به اصلاحات رامنځته سی.
یو بله موضوع دا ده چی دغه مرستو زموږ ملت بیخي مفت خوره اموخته کړ، هیځ کار پخپله نه کوو هر څه د حکومت څخه غواړی ، مالیه نه ورکو ، نو کوم وخت چی لکه چی په پورته مثال کی می ذکر کړل مزدور ته معاش نه ورکوی ، نو مزدور به خود غلا کوی. که موږ حکومت ته مالیه ورکړو ، حکومت مجبوره دی چی زموږ پسی پر ځای ولګوی او موږ که سم استازی و ټاکو هغه حکومت مجبوره کوی چی بی لاری ونه کړی. اوس هم موږ افغانانو ته یوه موقع ده موږ باید د ولسمشر سره همکاری وکړی او دغه شومه پدیده له منځه یوسی. او حکومت مجبوره کړو چی عدالت تامین کړي.
سید احمد شاه انګار
ازاد خبریال او د افغان فکری مشورتي بنسټ مسؤل