الله تعالی نه یوازې د ټولو مخلوقاتو مالک او خالق دی، بلکې د ټولو رب او رازق هم دی. انسان ته يې د ټولو مخلوقاتو په نسبت لوړه درجه ورکړه، نو ځکه ورته اشرف المخوقات وايي. د انسان تر ټولو زیات خیرخواه یوازې او یوازې الرحم الرحمین دی او د هغه ذات دا غوښتنه ده چې همدا انسان ته يې چې د اشرف المخلوقات لقب ورکړی دی په خپل دنیوي او آخروي ازمیښتونو کې کامیاب شي، د عذابونو او تکلیفونو څخه نجات سره سره د الله (ج) رضا هم تر لاسه کړی.
حضرت محمد (ص) د همدې امت درد مسول هر مسلمان ګڼلی دی او ټول اسلامی امت ته يې د یو بدن او جسم خطاب کړی دی: (تاسی ټول مسلمانان په یو بل باندی رحم کوئ؛ د یوبل تکلیفونه سره شریک کوئ، ځکه ستاسې ټولو مثال د یو جسم یا بدن په شان دی، که چېرته د بدن یو غړي ته ضرر ورسیږی نو ټول بدن به په تکلیف او درد کې وي.)
يو بل حدیث شریف کې داسی راغلې دي چې:
رسول الله (ص) فرمایلی دي چې: الله (ج) په هر هغه شخص باندی رحم نه کوی، چې د الله(ج) په بنده ګانو باندی رحم نه کوي.
د داسی له مینی ډک تربیت سره سره ا خلاقو او کردارو یوی ښه نمونی د تیارو څخه ډکه زمانه کې یو داسی ډیوه بله کړه چې روښنايې تر ننه ددنیا ګوټ ګوټ کې ده او تر قیامته به باقی وي.
رسول اکرم (ص) د خپلې زمانې ټولنه چې د قتل، فتنې، فساد، غلا او د بشریت نه پیژندنی نه ډکه وه، په یوه داسی با عزته، مستحکمه، د شرف نه ډکه او په کامیابه ټولنه بدله کړه. د ورورولۍ او د قربانۍ داسی واقعات په دی کره عرض باندی تیر شول چې د هغې تذکره عین په قرانکریم کې هم د ایت په ډول ذکر شو: « د خپل پرځا ی نورو ته ترجیح ورکوي که څه هم پخپله ډیر حاجتمند هم وي»( الحشر- ۹ )
د عقل ټولو خاوندانو ته يې دا احساس ورکړ چې دا ټول دولت ، نعمتونه او اسانتیاوی ، عیش او عشرت خو ذاتی نه وي بلکې د اټول د رب العالمین عطا او بخشش دی او شتمن يې په دی هم پوه کړل چې دا د الله (ج) امانت به څرنګه او چېرته خرچ کړی بلکې د اسلام په اساسی ارکانو کې د غریبو او محرومو سره د مرستی لپاره يې زکات یو اهم ستون وباله.
په اصولي ډول د اسلام تقاضا دا ده چې که چېرته یو کس بی وسه او ناچاره وي نو باید د هغه مرسته او خدمت وشی او که چېرته شتمن یا ځواکمن وې نو باید د نورو بیوزلو خدمت څخه ډډه ونه کړي. .
لیکن افسوس- صد افسوس!!
چې نن مسلمان د خپل ښایسته دین د ښایسته تعلیماتو او د بوږنوونکې ماضی سره نا اشنا دي – چې په نتیجه کې مسلمان ملت نن په علمی، اخلاقی، ټولنیز او اقتصادی میدان کې وروسته پاتی دی. لیکن مونږ بیا هم د الله (ج) د رحمت څخه مایوسه نه یوو. د ا ځکه چې د الله( ج) په ذات کې کمی نشته ، بلکې د اخو د دغو تش په نوم مسلمانانو د ایمان امتحان دی، چې دوی ته الله (ج) بی ساری دولت ور په برخه کړی دی، دا دولت او شتمنی دوی څنګه او چېرته لګوي؟
د بیوزلو خدمت او ورسره مرسته کوی او که نه؟
د رمضان راتګ سره یو طرف ته د انسان روحانی تربیت لپاره یو له نوره ډک ماحول منځته راځی او ورسره د همدی مبارکې میاشتی سره مونږ ته د حق او باطل یو عظیم جنګ یعنی د بدر غزا یاد هم راتازه کوي، په نننی عصر کې په دنیا کې بیا هم د حق او باطل جنګ ګرم دی. ټوله کفری نړی یو موټی ده او د مسلمانانو پرخلاف اتفاق کړی دی.
افغانستان ، عراق ، فلسطین ، سومالیا ، کشمیر او پدی تازه وختونو کې په برما کې د بودایانو په لاس په زرګونو بیوزله مسلمانانو قتل عام روان دی. پدی معنی چې په هر ځای کې مسلمانان د دوی د غضب او ظلم ښکار دی او ورسره پخپله په داخل کې د مسلمانانو په هیوادو پخپله مسلمانان تش په نوم د مسلمان حکومتونو دلاسه په نا کړې ګناهوه سزا ورکول کېږی او په عذاب دي.
پدی مبارکه میاشت روژه کې تاسی باید پخپل شاوخوا هغه مظلوم ، ناچاره ، بیوسه مسلمانان ورونه او خویندی هم په یاد وساتی ، هغه د ګلانو غوندی ماشومان هم د تاسی رحم او شفت او توجه ته اړتیا لري، مونږ هم باید د صحابه کرامو خصوصیات ځان کې پیدا کړو او دهغوی په شان د مسلمانانو پرداسی غمناکه حال وژاړو چې زمونږورونه او خوندی به په نیول شوی سیمو کې څرنګه شپي او ورځی تیروي، د شپی به زمونږ په شان دوی ارامه خوبونه به ولری او یا د بارودو په تماشه کې ویښ پاتی وي..
بیګاه می هم مختلفی ویډیو ګانی په دی اړه کتلې یو ویډیو می و کتله چې یو ورځ مخکې چا په انټرنیت کې خپره کړی وه، د تلویزیون په یو پروګرام کې چې د روژی په رابطه وو، یو عالم ناست وو او د خلکو پوښتنی يې ځوابولې. ډیرې خلکو ورته زنګونه وهل او دی عالم به ورته ځوابونه ورکول، پدی کې یو شخص د سومالیا نه زنګ ووهه او د هغه سوال داسی بوږنوونکې وو چې په سټیدیو کې ټول کسان په ژړاکړل، او پوښتنه په داسی ډول وه چې: محترم مولوی صاحب! ایا د سحری او افطار د نه کولو سره روژه قبلیږی او که نه؟
دی شخص وروسته ډیر په ژړا او انګولا وویل چې قسم دی مونږ دومره څه نه لرو چې روژه پری ماته کړو او یا هم سحری پری وکړو. ددی شخص د سوال سره سم زما د سترګو څخه هم بی اختیاره اوښکې روانی شوي او زړه می ډیر ودردیده چې دی لیکنې ته يې اړ کړم، که یو طرف ته مونږ ځینی مسلمانان وګورو نو عقل حیران شي چې دا دومره دولت او شتمنی به دوی څه کوي او دوی به الله تعالی ددی هری پیسی حساب څرنګه ورکوي ، د عربو شاهان ، د پاکستان چوهدریا ن او د افغانانو خانان ، اربابان او ملکان به ددی بی ساری شتمنی چې دوی ته رب العالمین ورکړی څرنګه به حساب او کتاب ورکوي. په افریقا کې هر پنځه۵ ثانيې بعد یو ماشوم د لوږی له وجی خپل ژوند له لاسه ورکوي.
افریقا به پر ځای پریږدو که چېرته مونږ خپل شاوخوا وګورو نو په زر هاوو داسی بی وزله کورنی شته دی چې نه د بیګاه څه لری او نه د ورځی او که ځینی د بیګاه ولری نو د ورځی به نه وي. د الله (ج) څخه ویره پکار ده فانی دنیا ده دوو وروځو مسافر یو، د ا ژوند به هم ښه تیریږي او هم بد، اوس دا مونږ پوری اړه لری چې څرنګه يې تیروو. او هرثانیه مونږ مرګ صحنی ته ورنږدی کېږو نو بیا ولی يې ښه په مینه ورورولی کې يې تیرنه کړو او د یو بل خوشحالی او غم سره شریک کړو د بی وزلو سره مرسته وکړو او د ظالم لاس ونیسو.
صدقه او خیرات په ښه توګه ورکړی تر څو مو چې هم دا دنیا او هم اخرت روښانه وي او دیو غریب ښه پری وشي، غربت ته به د پای ټکې کېږدي.
بس لیکنه په همدی پیغام ختموم ، یو ورځ زما یو ډیر نږدی مسلمان ورور او دوست شاکر جلالی یو جالبه خبره راته وکړه هغه وویل:
( دا ژوند یو ونه او د ساعت ثانیه ګر یو ټک ددی ژوند په ښایسته ونه باندی د تبر یو ګذار ده ، ونه چې څومره په تبر وهی هغومره رالویدلو ته نږدی کېږی ، همداسی د ساعت ثانیه ګر چې څومر ټکېکږی هغومره زمونږ د ژوند ونه کمزوری کېږي او اخر یو داسی وخت راځي چې زمونږ د ژوند ونه د یو ثانيې د ټک سره را ولویږی او پدی دنیا کې ژوند ته د پای ټکې کېږدی.)
الله (ج) مونږ ټولو ته هدایت وکړی او دا توان او طاقت دی راپه برخه کړی تر څو د خپلو بی وزله مسلمانانو ورونو او خصوصا د بی وزله افغانان چې هر چېرته اوسی مرسته وکړو او د قران کریم دی سوال ته په ښه توګه ځواب ووایو:
ومالکم الا تنفقو فی سبیل الله (الحدید ۱۰)
پاي