په هلمند كې په بيلابيلوعملياتوكې وسلې اونشه يي توكي نيول شوي دي
هغه عمليات چې د جمعې په ورځ له نيشه يي توكوسره د مبارزې د پوليسولخوا د گرشك ولسوالى په مربوطاتوكې ترسره شول په پايله كې يې ۸۱ كيلوگرامه ابلن تارياك چې په يوسراچه موټركې ليږدول كيدل نيول شوي دي.
له دې توكوسره د تړاوپه توردوه تنه له يوسراچه موټرسره نيول شوي چې دا مهال ترپلټنولاندې دي.
بل په همدې ورځ مازديگرد سنگين ولسوالى د شكرشيلې په سيمه كې يوه تن ترهگرغوښتل چې ماين جوړكړي چې دا مهال دوه تنه ماشومان چې په دې جومات كې يې د قرآن كريم حفظ كاوه دده سيل كاوه چې ياد شوى ماين چاوديدلى اوپه پايله كې يې دواړه ماشومان شهيدان اوترهگرهم له منځه وړل شوى دى.
بل پلوپه همدې ورځ مازديگرمهال په كجكي ولسوالى كې د عامه نظم پوليسوپوستې ته څيرمه د چاوديدونكوتوكوچاودنه چې د يوه خره پرسره ځاى پرځاى كړى شوي وو رامنځ ته شوې چې له نيكه مرغه پكې چاته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
له بلې خوا د تيرې اونى په اوږدوكې په دې ولايت كې د ملي امنيت منسوبينود بيلابيلوعملياتواوپلټنوپه ترڅ كې چې په نادعلي،گرمسير،سنگين اولښكرگاه كې ترسره شوي په پايله كې يې دوه تنه ترهگراويوه اندازه وسلې اومهمات نيولي دي.
په وسلواومهماتوكې ۱۱ ميله كلاشينكوف،يوميل راكټ،درى ميله ۳۰۳ برټوپكونه،پنځوس كيلوګرامه چاوديدونكي توكي اويوه كړى ماين نيولي دي.
نيول شوي كسان دامهال ترپلټنولاندې دي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.