درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني اړخ یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کېدل روژه ماتوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکی وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . نو د دغسی بدلون او سمون په هیله د روژې نهمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد ) ؛
مأخذ : د لیکوال ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ) .
درې ایمانی عادتونه
یحیی بن معاذ (رح) فرمایی چی که درې ایمانی عادتونه ولرې نو د محسنانو ( الله خوښونکو ) په ډله کی به حساب سې :
لومړی ـ که نسې کولای چی خلکو ته ګټه ورسوې ، نو زیان مه ور رسوه ؛
دوهم ـ که نسې کولای چی خلک خوشاله کړې ، نو خوابدي کوه یې مه ؛
درېیم ـ که نسې کولای چی د خلکو تعریف او صفت وکړې ، نو بد یې هم مه بیان کوه .
هو ګرانه لوستونکې ! که موږ او تاسی عمیقأ متوجه سو ، دا څومره پخه خبره او د کاڼی کرښه ده . که چا ته ګټه نه رسوو ، ولی یې زیانمن کړو ؟ که څوک خوشالولای نسو ولی یې ناحقه خپه کړو ؟ که د چا ښه نه وایو ، بد یې ولی باید ووایو ؟ نو که موږ او تاسو په رښتیا هم دغه درې عادتونه خپل کړو څومره به وجدانأ آرام او د الله د رضایًیت وړ یو ؟! د دغو عادتونو لرل په بیه نه بلکی مفت دي ، صرف را اخیستل غواړی .
که دا نه کیږی ، هغه وکړه
یو پوه حکیم داسی ویلی دي : اې انسانه ! که ته درې عملونه نسې کولای ، نوبیا درې نور عملونه اجرا کړه ، یعنی :
لومړی ـ که د نورو سره نیکی نسې کولای ، نو د بدۍ څخه پرهیز وکړه ؛
دوهم ـ که خلکو ته ګټه نسې رسولای ، نوهغوی د خپل شر څخه وژغوره ؛
درېیم ـ که روژه نسې نیولای ، نو د خلکو غوښی مه خوره ( یعنی غیبت مه کوه ) .
هو ، د اسلامیت او انسانیت دا حُکم دی چی د چا سره بدي ونکړو ، شر ور پیښ نکړو ، او غیبت یې ونکړو . په درېیمه ماده کی یوه ډیره عمیقه او باریکه فلسفه پرته ده چی د سړیتوب اساس دی . په رښتیا هم که دا درې عملونه اختیار کړو ، نو ځان او جهان به مو آرام ، هوسا او خوشاله وی . نه به تشویش وی او نه هم پریشاني ؛ بلکی خوښي ، تازه ګي او کامیابي به وی انشاالله .
د ۲۰۱۲ز کال د”روژې سوغات” د لړۍ پر لیکه سوي برخي :
• ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]
• ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]
• ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]
• ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]
• ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]
• ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]
• ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]
• ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]
• ۹. همدا برخه