پر افغانستان د امريکا له حملې وروسته په مسلسله توګه د طالبانو په بريدونو کې زياتوالى ليدل کېده، د طالبانو د لمړۍ ورځې په دريځ کې د نرمۍ هيڅ څرک نه لېدل کيده، طالبانو بلا قيد او شرطه د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او د افغانستان حکومت هغوى ته سپارل يواځيني شرطونه درلودل، او داسې نور دريځونه يې درلودل چې نړۍ يې په مقابل کې (جام) پاتې وه په دې معنى چې د طالبانو په لور يې هېڅ پرمختګ نه شو کولاى، داسې هېڅ لارې وجود نه درلود چې د طالبانو لور ته غزېدلې وي او دوى پرې ولاړ شي.
خو په دې وروستيو کې د طالبانو په دريځ کې د پام وړ بدلون ليدل کيږي، طالبانو په جرمني کې مذاکرات وکړل، د امريکا سره يې نيغ په نيغه خبرې وکړې، جاپان ته يې خپل استازى واستاوه، ايران ته يې خپل څو کسيزي هيئت استولى ؤ، په قطر کې يې خپل سياسي دفتر پرانيست، او داسې نور ….
سربيره پر دې ټولو، اوس طالبان د پاکستان د تسلط څخه د ځان خلاصولو کوښښ هم کوي او داسې څرګندوي چې هغوى يو مستقل افغاني تحريک دى چې څه غواړي هغسې کوي، د بېلګې په توګه:
د اسلامي امارت د واکمنۍ د دفاع د وزير مولوي عبيد الله د وژل کيدو د پوښتنې په توګه يې د پاکستان څخه وضاحت وغوښت.
د استاد ياسر د مرګ د خبر له خپريدو وروسته يې د پاکستان د حکومت څخه په دې هيواد کې د ټولو بنديانو د معلوماتو غوښتنه وکړه او دا دې څه موده وړاندې يو پاکستاني چارواکي وويل چې هغوى د طالبانو سره په خبرو اخته دي.
او پرون يې د پاکستان څخه د کنړ په ولايت د بريدونو پوښتنه هم وکړه او دغه بريدونه يې غير قانوني وبلل.
طالبانو د پردې تر شا نور داسې ګامونه هم پورته کړي چې د هغوى د دريځ په بدليدو دلالت کوي او د هغوى د يو پټ قوماندان (که څه هم طالبان يې ناسم بولي) په وينا چې هغوى نور له جګړې ستړي شوي، پوهېدلي چې د زور له لارې حکومت نه شي تر لاسه کولاى، په نورو لارو تر چوکۍ د رسيدلو کوښښ کوي.
دې ته خو ټول هيله من دي چې د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وخت رانژدې شوى او ژر ده چې بهرنيان به خپل تلتک ټول او له هيواده به ووځي خو د طالبانو يوه وروستۍ خبر پاڼه د دې غمازي کوي چې اسلامي امارت هم د حامد کرزي په مشرۍ د اوسني حکومت سره ګډ کار او واکمني کول غواړي.
نن د جمعې په ورځ د اسد په شپږمه نيټه طالبانو د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوى د تاسيساتو دبرخه ليک په اړه يوه خبر پاڼه خپره کړه چې د تير په څير ګواښوونکى نه ده، د طالبانو د نورو خبر پاڼو په څير شديده او سخته لهجه نه لري، داسې نه ښکاري چې کوم طالب ويندوى دې دغه خبر پاڼه ليکلى وي، خورا نرم الفاظ، سرسري خبرې، عادي څرګندونې، بې خونده اشارې او بې معنى ټکي، تش لکه د کوڅې کوم ماشوم چې بل ماشوم ته پيغور کوي.
د خبر پاڼې وروستۍ جمله تر ټولو زياته د پام وړ ده چې د کابل اوسنۍ ادارې ته وايي:
(اوس به دکابل ګوډاګۍ ادارې ته هم ثابته شوې وي چې ددوی باداران نه ددوی په ګټه وو او نه دولس، له دې وروسته دکابل اداره باید حقیقت درک کړي، دولس دوست او دښمن وپېژني، ددې پر ځای چې نور هم دنیواکګرو ملاتړ وکړي ور سره ودرېږي، خپل ولس پرې ووژني باید دهغوی په ایستلو کې له ولس سره مرسته وکړي، تر اوسه یې چې هر څه وکړل، نور باید دخپل هېواد او ولس راتلونکي ته پام وکړي.)
ايا پُر معنى نه ښکاري پر ځاى د دې چې طالبان نړيواله ټولنه اشغالګر ياد کړي او ورته وايي چې ستاسې تاسيسات مو نه دي پکار خو هيواد مو راپريږدئ، پر ځاى د دې چې وولس مخاطب کړي او ورته ووايي چې وګورئ امريکايانو مو مات کړل، حکومت تر لاسه کوو راځئ چې دا ګوډاګيان يې هم مات کړو او يې شړو، پر ځاى د دې چې حکومت ته سپکې سپورې ووايي، هغوى ته نصيحتونه کوي، هغوى خپلو مسئوليتونو ته متوجه کوي، په اصطلاح حساب پرې کوي، او په يو ډول درنده ورته ګوري.
دا هر څه ډير وجوهات درلودلاى شي، د بېلګې په توګه دا هم يو سبب کيدلاى شي چې د طالبانو په تشکيلاتو کې بدلون راغلى او نوى مسئول دا ډول لهجه لري، خو که سياسي فکر کوو او د طالبانو تير او اوسنى وخت، روان حالات، مخکې او وړاندې په نظر کې نيسو نو بيا ورڅخه د نور څه بوى راځي.
که چرته طالبانو ماتې منلې وي، او اوس د بهرنيانو تر وتلو وروسته، اسلامي امارت د يو رسمي سياسي ګوند په توګه راڅرګندول غواړي، د اوسني حکومت په چوکاټ کې مدغم کېدل غواړي او له دې لارې د فعاليت کوښښ کوي نو له دې هر څه به د طالبانو مطلب دا وي چې د پاکستان په اړوندو موضوعاتو کې به د پاکستان د تسلط څخه ځان خپلواک وښيي او د افغانستان د حکومت په اړوندو مسائلو کې به نرم دريځ خپل کړي، څو له يوې خوا بهرنيانو او افغان حکومت ته خپل دريځ څرګند کړي، او له بلې خوا وولس عادي کړي څو په يو ناڅاپي توګه د طالبانو د نظر د بدلون سره مخ نه شي.
دا خو به وخت ثابتوي چې د بهرنيانو تر وتلو به هيواد کې حالات کوم لور ته ځي، ځکه چې پاکستان هم همدې موقع ته انتظار باسي او همدا علت دى چې په پاکستان کې د ميشتو افغانانو د پاتې کيدو په موده کې يې د زياتوالى اشاره ورکړه، حزب اسلامي هم ځان يو څه بولي، د طالبانو وروستۍ کړنې هم د تآمل وړ دي او د کرزي په حکومت کې شاملو کسانو کې هم دومره بدلون راغلو چې اوس د شمالي ټلوالى غړي د پاکستان (جاسوسۍ) ته چمتو شول.
خو که چرته طالبان د اوسني حکومت سره سازش وکړي، يا په ټوله کې د يو سياسي ګوند په څير د هغوى تر څنګ د انتخاباتو صندق کېږدي، يا ډېر واک تر لاسه کړي خو د امريکا او يرغلګرې نړۍ يو شمير هغه شرطونه ومني چې تر پرون يې پرې د افغانستان ځوانان ځانمرګو بريدنو ته هڅول، او يا هغو کړيو ته په خپل حکومت کې پوره سهم ورکړي چې عملاً يې د بهرنيانو سره مرسته کړې، همدا اوس د هغوى لخوا په رامنځته شوي حکومت کې برخه لري او د زرګونو افغانانو په وينو يې لاسونه سره او لمنې داغدارې دي نو دا به د افغانستان په تاريخ کې د يو ملا او طالب لخوا د دې مظلوم ملت سره يوه بې نظيره جفا وي.
که داسې وشي نو د طالبانو ګناه به، د دشت ليلې تر ټولوژنې ستره وي، د وريښمو د تنګي د (زرداد) تر پاټکه به زياته شرمووونکې وي، د يو امريکايي په لاس د پنجوايي د بې ګناه اوسيدونکو پر سينو د مرميو تر چلولو به زياته وحشي وي، دا به د نړيوال جهادي بهير په وړاندې د مسئوليت د احساس نه کول وي، نه يواځې دا چې د افغانانو په حق کې به تېرې شوى وي بلکه د اسلام او دين پر سر به هم لوبې شوي او هغه چا به کړي وي چې هغه يې د ګټلو بيرغ پورته کړى وو او زرګونو تنو پسې اقتدا کړې وه.
اميد دى طالبان وپوهيږي چې څه وکړي، اميد دى د هغو مړو وينې هدر نه کړي چې دوى يې سپېڅلي شهيدان بولي او دي هم .