ايا زموږ روژې به قبولي سي؟
د روژې د پېل راهيسي مي د روژه مات او پېشلمي د ملګرو تر منځ يو بحث دوام لري. هغه دا چي ايا په روژه مات او پېشملي تر يوې څخه زياتي غذاوي ښه دي او که به دا ښه وي چي صرف يوه غذا وي.
يو ملګری مي پدې نظر دی چي په زياتو غذاؤ کي د يوې غذا اصلي خوند هم سم نه معلوميږي او بله دا چي په غېر ارادي توګه د چا څخه بيا زيات خورک هم کيږي. بل ملګری مي بيا وايي چي د زياتو غذاؤ په رانيولو او بيا چمتو کولو روژه ښه او آسانه تيريږي. بل بيا وايي چي هغه وخت چي د غذاؤ پر چمتو کولو تېريږي بايد څوک يې پر عبادت تېر کړي. بل ملګری مي بيا غواړي چي په روژه کي خپل وزن کم کړي او بېله سلاتې بل هر شی پر سترخوان د ځان او خپلې روغتيا لپاره ګواښ بولي.
خو ايا له سره زموږ روژه قبليږي لا هم او که نه؟ ايا په رشتيا هم زموږ عبادتونه قبليږي که نه؟ پداسي حال کي چي زموږ پر سترخوان زموږ تر اړتيا زياته غذا پرته وي، د نړۍ په بل کونج او يا حتی زموږ په نژدې ګاونډ کي زموږ مسلمان ورور او خور د خوړلو لپاره هيڅ نه لري. صوماليا او نور مسکين مسلمان هيوادونه به پرېږدو، پخپله په افغانستان کي ګڼ شمېر کورنۍ سته چي په تشو اوبو پېشلمی او روژه مات کوي. د هغې کونډي په حال ولي ځان نه خبرؤ چي په روژه مات يې پر خالي دېګ خپل يتيمان راټول کړي وي؟ د هغو ماشومانو په حال ولي ځان نه خبرؤ چي يتيمان سوي دي او د هغو ګڼ شمېر ماشومانو په هکله ولي فکر نه کوؤ چي د اختر د رارسېدو تر مخه به لا يتيمان سي؟
که غواړو چي په آخرت کي مو په خپلو روژو مخونه تور نه وي نو راځئ د شراو فتنې کولو او ستايلو، د نفاق کولو او اچولو او د ځان ځاني سره خدای په اماني وکړو. که غواړو چي د آخرت په سخته تنده کي سهولت ولرو نو راځئ چي خپل سترخوان د هغو سره شريک کړو چي سترخوان نه لري. راځئ د هر هغه شي زکات پوره او پر سم وخت وباسو چي ورباندي زکات کيږي. که غواړو چي د جنت رڼاوي مو په برخه سي نو راځئ چي د شپې په تاریکۍ کي د خپل مسکين مسلمان ورور کورته یو ټيم غوړي، يوه بوجۍ اوړه او يوه بوجۍ ورجي ور وړو، تر څو د پېشلمي تر مخه او د روژه مات وروسته فاقه يې ختمه سي. که د بوجيو اقتصادي وس نه لرو نو راځئ چي حد اقل يو کلو يا نيم کلو اوړه خو ورته ور وړو. که غواړو چي خپل مال مو راته عذاب نه سي نو راځئ چي د خپل يتيم وراره پر سر لاس تېر کړو او په نس يې موړ او په تن يې پټ کړو.
که غواړو چي دغه کال د خپل ژوند تر ټولو ښايسته اختر ولرو نو راځئ چي پر هغو اختر کړو چي اختر نه لري.