لکه څرنګه چې په افغانستان کې کې عامه اداره دمرکزيت داصل پربنسټ ولاړ ده ،ترډيره بريده دقدرت ،مسووليت اوصلاحيت سرچينه مرکزي حکومت بلل کيږي ،نو دغه ډول سيستم هغه وخت پياوړى،اغيزمن ،فعال ،واکمن اوځواکمن وي ،چې دسيمه ييزو واحدونودادارې دمشرتوب اوسمبالښت لپاره په کارپوه او دولس خدمت ته ژمن فعال ،نوښتګراوهڅاند کسان په دنده وګمارل شي ،ترڅو وکولى شي په بشپړې ايماندارۍ ،صداقت ،وړتيا ،درايت ،خلاقيت ،افغانيت اوغوره مديريت سره خپله ورسپارل شوې دنده سرته ورسوي اودخپلې دندې اومسووليت په قلمروکې دمېشتو ولسونو دنيکمرغۍ ،هوساينې ،سوکالۍ ،سولې ،امن ،پرمختګ اوتمدن لپاره کاروکړي.
خوست دا مهال دافغانستان دټولو ولايتونوپه ليکه کې هغه ولايت بلل کيږي ،چې دفعال مشرتوب اوځواکمن مديريت په درلودلو سره دحکومتدارۍ ،سالمې ادارې ،ولسونوته دخدمت ،ډاډمن امنيت ،بيارغونې ،ښې همغږۍ ،دولتي حاکميت دټينګښت ،قانون دواکمنۍ او په نورو برخوکې دهېواد په کچه يومخکښ ولايت په توګه را څرګند شوى دى ، داداري فساد،غصب ،ناوړه دودونو ،ټولنيزو فسادونو ،قومي منازعاتو ،مافيايي کړيو بلکې هرډول جرايموپرضد دمبارزۍ لومړۍ سنګردى ،هغه داسې چې په هېوادکې دپورته يادو جدي ننګونوپه وړاندې دپيل شوې مبارزې لومړۍ سنګر خوست بلل کيږي ،چې دغې روانې مبارزې دهېواد د نورو ولايتونوپه مسوولينو باندې هم اغيزکړى دى ،هغوى يې دې ته متوجې کړي چې دخوست ولايت له پرمختګ ،روانو مبارزو او راتلونکو پلانونو څخه زده کړه وکړي.
همدا اوس په دغه ولايت کې په بېلابېلو ټولنيزو ،پوهنيزو،فرهنګي ،اقتصادي ،سوداګريزو ،نظامي اونورو برخوکې ډير مثبت بدلون اوپرمختګ رامنځته شوى دى،اداره پياوړې شوې ،دسيمه ييزې حکومتدارۍ دتقويت هڅې روانې دي،دقانون حاکميت لپاره غوره هڅې ترسره شوې ،داداري فساد په وړاندې په جديت سره مبارزه روانه ده ،دټولنيز عدالت دتامين په خاطراغيزمن کارونه ترسره شوي،دولسونو دسوله ييزه ژوندکولولپاره دډاډمن امنيت فضاء رامنځته شوې ،په ولسواليوکې دولتي حاکميت ټينګښت موندلى ،ولسي باورپه دولتي ادارو باندې زيات شوى اودخلکو مراجعه حکومت ته ډيره زياته شوې ده ،دخلکودستونزو دهواري په خاطردبيارغونې په ګڼو لويو اوبنسټيزو پروژو باندې کار روان دى ،دادارو ترمنځ دهمغږۍ اوهمکارۍ روحيه واکمنه شوې ،دغه ولايت ته دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې توجه زيات شوې ،دپوهنيزپرمختګ په لاره کې دنوي انقلاب څپې راپورته شوې ،دولسونوپه همکارۍ ،دغصب ،ټولنيزو فسادونو ،قومي شخړو،ناروا دودونو بلکې هرډول نارواکړنوپرضدمبارزه ورځ تربلې زياتيږي ،لنډه داچې په هره برخه کې زيات پرمختګ اومثبت بدلون رامنځته شوى چې لاهم دغه اغيزمن بهيرونه دوام لري.
داچې اوس مهال افغانستان په يو مهم سياسي ،اقتصادي ،امنيتي اوتاريخي پړاوکې دى ،نو ولايتي ادارې نورې هم خپلې هڅې پراخه اوګړندۍ کړي چې په دغه ولايت کې هم ولسونوته دغوره خدمتونو دوړاندې کولوجوګه شي اوهم وکولى شي دولسونوپه همکارۍ د لازيات ډاډمن امنيت ،سولې ،ثبات،پرمختګ ،سيمه ييزه حاکميت ،بيارغونې ،پوهنيز اوښتون ،اقتصادي ودې ،سوداګريزو فعاليتونو بلکې هراړخيزه پرمختګونولپاره لاره هواره کړي .
ولسونه هم اسلامي اوملي مسووليت لري چې دخپل نظام سره په هره برخه کې بشپړه ولسي همکاري وکړي اوچاته ددې اجازه ورنه کړي چې دمثبت بدلون ،ښې حکومتدارۍ اودولتي حاکميت په وړاندې خنډونه پيداکړي داپه ثبوت رسيدلې خبره ده په هغه ټولنوکې چيرته چې دولت په پراخه توګه ولسي ملاتړ ولري هلته دبدمرغيو او بې عدالتيو ټعرټول شوى وي اوچيرته چې دولت دولسونو له ملاتړ څخه برخمن نه وي هلته بيا ناخوالې ،ستونزې اوبدمرغۍ وي.
دبلې خوا هغه مسوولين چې خپلې ورسپارل شوې دندې په پشپړه ايماندارۍ ،صداقت ،رېښتنولۍ او ژمنتيا سره سرته رسوي بايد تقدير شي چې نور هم ولسونوته دغوره خدمتونو دوړاندې کولو جوګه شي،له همدې خبرې سره په تړاو دلته ددې يادونه هم ضرورده چې اوس مهال افغان دولت ترډيره بريده خپل هغه مامورين چې صادق اوپه خپلو دندو کې بريالي دي اودولسونوپه منځ کې پراخه محبوبيت لري تقديره وي چې دلته به دهمدې خبرې يو ژوندى ثبوت وړاندې کړو،خوست ولايت کې ډيرې مافيايي کړۍ چې په اداري فساد،غصب ،قومي لانجو ،شخړو ،ټولنيزو فسادونو ،بې نظمۍ او نورو بې عدالتيو کې يې ګټه دي ،اوس مهال داوسنۍ ولايتي ادارې له جدي چلند سره مخامخ شوې نودوى دخپلو شخصي ناروا مافيايي کړيو دګټو دخونديتوب په خاطر په ولايتي اداره پسې ناوړه تبليغات کوي اومرکزي اداروته ته غلط معلومات استوي.
خو له نيکمرغه دغه مافيايي کړۍ اوس دخپلو شومو هدفونوپه ترلاسه کيدوکې پاتې راغلې دي هغه پدې مانا چې مرکزي حکومت اوس په ژوره توګه دهرڅه تحليل کوي اوپه ژور درک سره مسايلوته رسيدګي کوي . دوزيرانو شورا داقتصادې کمېټې په دې وروستۍ جلسه کې چې دجمهوري رياست ددوهم مرستيال استاد محمد کريم خليلي ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه ،دخوست ولايت اوسنى والي عبدالجبارنعيمي يې تقدير کړ اودنوموړي له ټولو هڅواوتلاشونوڅخه چې دډاډمن امنيت ،ښې حکومتدارۍ ،اداري فسادپروړاندې دمبارزې ،قومي شخړودمخنيوي ،غصب پرضد مبارزې ،دولتي حاکميت دټينګښت اونورو ورته برخو کې يې سرته رسوي ستاينه وکړه او نوموړى يې يواځنى والي ياد کړ چې په قوي مديريت يې مثبت بدلون رامنځته کړى اوټولې ستونزې يې په خپل وخت له مرکزي ادارو سره دهواري په موخه شريکې کړې دي.
که مرکزي حکومت خپل فعال اوتکړه مامورين همداسې مکافات کړي په ملي کچه به نور هم پرمختګونه چټک شي او ولسونوته دغوره خدمتونو دوړاندې کولو بهيرونه به نورهم ګړندي او اغيزمن شي ددې ترڅنګ دمجازاتو لړۍ هم بايد پراخه شي ټول هغه مامورين چې په غيرې قانوني کړنو کې لاس لري بايددقانون مطابق ورته جزاء ورکړل شي چې په دې سره به ولسي باور په دولت باندې زيات کړي.
په وروستيو کې بايد ووايو چې غوره مشري اوصادق مامورين ولسونه د نيکمرغۍ ،هوساينې ،سوکالۍ ،امن ،سولې ،ثبات ،خوشحالۍ ،پرمختګ ،ترقۍ ،ابادۍ اوتمدن په کاروان کې خپلو لوړو ارمانونوته رسوي.